د لوګر ښوونیز نظام بالاخره چاودنه وکړه
په لوګر کې د ښوونې او روزنې ناورین یوازې د ښوونځیو په تړل کېدو پورې نه محدودېږي، بلکې د دغې هراړخیزې ستونزې له کبله له څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې په لسګونو زره زدهکونکي یا په بله وینا دوه نسله له زدهکړو لرې پاتې شول.
اوس یې د مرکز پلعلم او محمداغې ولسوالۍ ټول ښوونځي ولایتي مرکز ته نږدې پر یوه کلي د بمبار په ځواب کې د طالبانو له خوا تړل شوي دي چې د طالبانو په خبره پر یوه دیني مدرسه باندې هم برید شوی او دوی یې له کبله د اسلام خپرېدو نورو مرکزونو ته قلفونه ور واچول.
د مالوماتو پر اساس، د لوګر په اصلي لویه ګڼمېشته سیمه کې نږدې سل ښوونځي په زور تړل شوي او همدومره نور ښوونځي له تېرو ۱۵کلونو راهیسې د لوګر په بېلابېلو سیمو په تېره بيا په خراوار او ازره ولسوالیو کې بند دي. په تېره یوه نیمه لسیزه کې د خروار له ولسوالي یو ځوان هم له دولسم ټولګي نه دی فارغ شوی او په ټوله ولسوالۍ کې څو د ګوتو په شمېر لومړني ښوونځي په دغه څه باندې۳۰ زره نفوس لرونکې ولسوالۍ کې شته چې په هر یوه کې یې تر ۳۰۰ ډېر زدهکونکي نه لیدل کېږي.
لوګر په ۲۰۰۴ کال کې د څه باندې ۴۰۰ زره خلکو کور وبلل شو چې تر نیمايي زیات یې د لیک لوست په عمر برابر ماشومان او ځوانان وو چې له بدهمرغه له دې شمېرې یې تر نیمايي ډېر هغه مهال او اوس دوه برابره له ښوونځيو لرې پاتې دي. په افغانستان کې د نفوسو کلنۍ ودې ته په کتو سره اوس د کابل د دغه سویلي ولایت وګړي له ۶۰۰ تر۷۰۰ زرو پورې اټکل کېږي چې تر نیمايي زیات یې د ښوونځي په عمر برابر ماشومان جوړوي.
خو تر۲۰۰ زرو زیات یې ښوونځي ته لاسرسی نه لري. دلیل یې دا دی چې تر ۱۸کلن عمر کښته نیمايي یې نجونې دي چې په ټول لوګر کې ایله څو د ګوتو په شمېر لېسې او نږدې۲۰ لومړني ښوونځي پرانیستي دي چې ټول ټال د ښځینه زدهکونکو شمېر تر لسو زرو نه اوړي. د لوګر د ټولو زدهکونکيو شمېر تر۸۰ زره پورې بلل کېږي چې د ښوونځي په عمر د برابرو ماشومانو ایله۳۰ په سلو کې یې ښوونځیو ته تلل چې له دې شمېرې یې نیمايي اوس د طالبانو د خدمت له برکته له تېرې یوې میاشتې راهیسې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي. په داسې حال کې چې په نور هېواد کې څلور نيم میاشتنۍ ازموینې روانې دي، د لوګر زدهکونکي د طالبانو او ولایتي ادارې له امر سره سم په کور ناست دي.
وروسته له دې چې طالبانو د دغه ولایت د ګڼمېشتو سیمو ښوونځي وتړل سیمهیزو چارواکيو د ټول ولایت ښوونځي تر نامعلومې نېټې رخصت کړل او لامل یې له شرمه د اوړي ګرمي وبلله. د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ کلونو کې تر منځ د لوګر څه باندې ۲۰۰ کلیو ته د نجونو ښوونځي منل شوي وو چې نن سبا یې پنځه په سلو کې درک نه لري. عوامل یې د سیمهیزو چارواکيو بېغوري، اداري فساد، له خلکو سره د اړیکو کموالی او د پوهنې د ولایتي ادارې د وړتیا نشتوالی او سستوالی وو.
ورسره په خوا کې د دغه ولایت په ښوونځیو کې په لویه کچه په طالبانو پورې د تړليو ښوونکيو او طالبپلوه اشخاصو او طالبفکره کسانو استخدام هم د لوګر ښوونیز بهیر له خنډونو سره مخامخ کړی دی. دغلته له کلونو کلونو راهیسې د پوهنې د وزارت په رسمي نصاب پورې تړلي یو شمېر مضامین نه لوستل کېږي او پر ځای یې د طالبانو په خوښه کتابونه زدهکونکو ته تدرسېږي.
له درسي سیسټمه په لرې کړای شويو مضامینو کې هېوادپالنه، حرفه، ټولنیز، مدني، رسم، خط او یو شمېر نور مضامین شامل دي. د ښوونځیو مدیرانو او طالبپلوه ښوونکيو له تېرو لسو کلونو راهیسې په جعلي ډول د دغو مضمونونو نمرې زدهکونکو ته په سیسټم کې رسولې او د پوهنې وزارت ته یې استولې دي، په داسې حال کې چې د لوګر په ۸۰ په سلو کې ښوونځیو کې زدهکونکيو ته د دغو مضامینو لوست نه دی ورکړل شوی.
طالبنظره ښوونکيو د دولت تنخوا اخیستې او په لوی لاس یې له طالبانو سره په داسې جوړ جاړي لاس پورې کړی چې هره ورځ د تنخوا ورکول کېدونکې ادارې پر ځای هغوی ته د خپل ښوونځي او هر زدهکونکي په اړه راپور ورکړی دی. ان په یو شمېر ډېرو مواردو کې له لسمه تر دولسم ټولګیو پورې زدهکونکي د طالبانو په لیکو کې فعالیت درلود او په ټولګي او ښوونځي کې د زدهکړو او ازموینو په ورځ د ښوونکيو له خوا حاضر بلل شوي او پرېمانه نومرې پرې لورول شوې دي.
د لوګر په یو شمېر ښوونځیو کې له تېرو څو کلونو راهیسې په پراخه کچه د طالبانو وسلهوال فعالیتونه روان دي او ان یو ځل هم سیمهیز چارواکي پر دغه ستونزه د خپلو ښوونځیو له ښوونکيو سره و نه غږېدل او پر هغو ښوونکيو یې سترګې پټې کړې دي چې د دولتي نصاب پر ځای د طالبانو تبلیغاتي کتابونو، ویناوو، ترانو او پروپاګنډ تدریسولو ته یې زمینه برابره کړې.
د لوګر په ډېرو ښوونځیو کې یو شمېر ښوونکي په ډاګه د دولت پر ضد د طالبانو جګړه روا ګڼي او خپل زدهکونکي هڅوي چې د دولت پر ځای د وسلهوالو طالبانو له لیکو سره یو ځای شي. د کابل د سویل د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځيو کې د طالبانو د فعالیتونو د ویډیوګانو کتل د زدهکونکو د ساعتونو ساعتونو بوختیا ده او د مخنیوي په موخه یې کله هم کوم پلان وړاندې نهشو.
0 نظرونه