سوکه سوکه له ټاکنو، ټکوونې جوړېږي
د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې د ټاکنو په اړه به له خپلو غوښتنو په شا نهشي او که لږ نور هم مجبور شي؛ نو يا به لارو کوڅو ته راووځي او که هغسې هم نهشوه، د ټاکنو د کمېسيون دفترونه به وتړي.
ده ويلي دي؛
"موږ تاوتریخوالی، تصادم او تقابل نه غواړو خو موږ دې څوک نه مجبوروي، که څوک هڅه وکړي چې سیاسي احزاب حذف کړي، طبيعي ده چې موږ به غبرګون ولرو، که څوک وغواړي چې له درغلیو ډک انتخابات تر سره کړي، سیاسي ګوندونه او خلک به غبرګون وښيي، سړکونو ته راوتل یو بدیل او د انتخاباتي کمېسیونو تړل یې بل بدیل دی."
ښاغلي حکمتيار وړاندې ويلي چې تر اوسه پورې يوازې درې اعشاريه شپږ ميليونه افغانانو په ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره نومليکنه کړې ده.
دلته سوال دا دی چې څوک درواغ وايي، د ټاکنو کمېسيون، که د حزب اسلامي امير؟
که د ټاکنو لپاره د نومليکنې پروسې ته وګورو، د حزب اسلامي امير پر حقه ښکاري، خو دا هم بايد په ډاګه شي چې د ټاکنو کمېسيون ولې د ولس سترګو ته خاورې اچوي.
د ټاکنو لپاره د نومليکنې پروسه له لومړي سره په پاکو جامو نه وه پيل شوې، د رايې ورکولو د پخوانيو کارټونو منسوخېدل، په تذکره رايه ورکول، بيا پر تذکره سټيکر لګېدل، د نومليکنې پر مرکزونو پرلهپسې بريدونه او په ټوله کې په درست هېواد پر ټاکنو د خلکو د باور ختمېدل هغه لاملونه دي چې د حمکتيار خبره رښتيا ښيي.
په ډېری ولايتونو کې د نومليکنې پروسه له پيله تر پايه جنجالي روانه وه، يا چا برخه نه پکې اخيسته، يا چې په برخه اخيستنه کې افراط کاوه او د ټاکنو کمېسيون ناغېړي.
لکه په غزني کې هيڅ نومليکنه نه ده شوې، خو په ځينو نورو ولايتونو کې چې نومليکنې ته به د زور يا له کومې بلې لارې خلک راوستل شوي او په کتارونو کې ولاړ وو، هلته بيا د ټاکنو کمېسيون ناغېړي کړې، سټيکرونه به نه پيدا کېدل، نوم لوازم به نه وو او د رايې ورکولو لپاره، نومليکنې ته تللي کسان يې وچ حلق تر اوبو تېر کړل.
دا اوس اوس هم د شمالي په څو ولايتونو کې د ټاکنو د کمېسيون دفترونه تړل شوي، په غزني کې جنجال دی او په پاتې ولايتونو کې خلک ګيلهمن دي.
بله ستونزه دا چې که اوس څوک وغواړي او پيسې وشيندي، کولای شي په غزني کې زرګونه سټيکر شوې تذکرې واخلي، په داسې حال کې چې هلته نومليکنه نه ده شوې؛ نو دا سټيکرونه له کومه ځايه لاړل.
په هر ولايت کې کيسه همداسې روانه ده. هر نوماند چې لږ و ډېر يې لاس چلېدلی دی، يوازې زر سټيکر شوې پاکې تذکرې يې د ټاکنو کمېسيون ته وړې دي او زرګونه نورې يې په کور کې جعلي جوړې کړې او بيا سټيکر کړې ساتلې دي.
موږ باور لرو چې که کيسه همداسې روانه وي او د ټاکنو کمېسيون دغه شمېرې هم ومنو چې سمه ده نهه ميليونه خلکو خپل نومونه ثبت کړي او په ټاکنو کې برخه اخلي، خو د ټاکنو په ورځ که بيا رايې وشمېرل شي، هرو مرو به يې شمېر تر دوولس ميليونه هم اوښتی وي.
موږ تر دې وړاندې هم ويلي دي چې نور نو ټاکنې داسې حالت ته تللې چې کول يې د ټاکنو کمېسيون تر وس پورته خبره ده.
لسګونه ولسوالۍ داسې دي چې چا يې د ولسوالي شورا ته نوم نه دی ليکلی او لسګونه نورې بيا داسې دي چې د هيڅ يوې شورا ته ښځينه کانديده نهشته.
په غزني او څو شمالي ولايتونو کې لا د ټاکنو د کمېسيونونو دفترونه تړلي او په پرانيستلو يې لانجې روانې دي.
ښاغلي حکمتيار تر دې وړاندې هم د ټاکنو په اړه خوله پرانيستې وه چې ولسمشر يې په غبرګون کې توندې څرګندونې وکړې.
د حمکتيار له خوا د ټاکنو کمېسيون د دفترونو تړلو ګواښ به بېځایه وي، خو اندېښنې يې بېځايه نه دي.
له ټاکنو سره د خلکو، خاورې او هېواد برخليک تړلی دی او له دومره مهمې پروسې سره داسې سطحي چلند درست ولس په څپېړه وهل دي.
0 نظرونه