د پوسټ ماډرن ادبياتو عام موضوعات او تخنيکونه
۲۷ سرطان ۱۳۹۷ 143195 0 نظر ژباړن؛ اکبر کرګر

د پوسټ ماډرن ادبياتو عام موضوعات او تخنيکونه

 

لومړۍ برخه

د ډاکټر رامین شرما او ډاکټر پریټي چهودري د څېړنيزې مقالې پښتو ژباړه او لنډيزپوسټ ماډرن ادبيات

د پوسټ ماډرن اصطلاح تر ډېره حده تر دويمه نړيواله جګړه را وروسته د ادبياتو پر مشخصو ځانګړنو بحث کوي، «مثلاً د ادبیاتو تر ډېره په ټوټهوالي، پاراډکس او د پوښتنې وړ تشريحاتو او ورته نورو خبرو را څرخي او د روښانتيا پېر د افکارو پر وړاندې چې په ماډرن ادبياتو کې منعکس شوي وو، يو غبرګون دی.»

خپله د ماډرنيزم په څېر د پوسټ مډرن ادبياتو تعريف په ګوته کول هم ستونزمن کار دی او پر مشخصو ځانګړنو، حدودو او اهميت يې ادبپوهان يوه خوله نه دي. خو که په دغو  برخو کې په توافقاتو پسې پلټنې وکړو؛ نو د «جين فرانجويس ليوتارد»[1]په «ماورا داستان تخيلي» او «لږ تخيلي داستان»، د «ژاک دريدا»[2] «نمايشنامه» او د «جان بودريلارډ»[3] «خيالي بڼه» په څېر مفاهيمو کې يې موندلای شو. مثلاً په ماډرنيسټ پېر کې په معنا پسې ډېر ګرځېدل، خو پوسټ ماډرنيسټان بيا معمولاً تر ډېره په هنري ډول له احتمالي معناوو تښتي. پوسټ ماډرنيسټ ناولونه تر ډېره د همدې غوښتنې متابعت ښکاري.

په پوسټ ماډرنېزم کې د کُلي کولو پر ميکانيزمونو بې باوري ان پنځګر او خوداګاهي ته یې سرايت کوي؛ نو پوسټ ماډرن ليکوال په ادبياتو کې له همدې فرصته ګټنه کوي او د ليکوال د مفهوم مصداق[4] (په متن کې پر نورو عناصرو د تخيل تقدم، د کيسې په بيان کې د قوي توکيو ترمنځ وحدت) په شنلو کې له «زيات تخيل» څخه کار اخلي. همدارنګه په پوسټ ماډرنيزم کې د ټيټ او عالي فرهنګ د بېلولو لپاره کاڼي د نورو د اثارو تقليد، د هغو مضامينو او ژانرونو د کارونې په شمول چې پخوا په ادبياتو کې نه کارېدل د ګڼو فرهنګي عناصرو يو ځای کېدل دي.

مخينه

څرګندې اغېزې؛

پوسټ ماډرنيسټ ليکوال د تخيلي کيسو او جوړښت په تړاو د تجربو لپاره معمولاً د کيسو له پخوانيو ټولګو الهام اخلي؛ مثلاً د «ډوون کيشوت»، «يو زر او يوه شپه»، «ډي‌کاميرون» او «ولټر کنډيډ» نومونه يادولای شو. په انګريزي کې د «لورينس سټېرن» اثر چې يو ناول و او «د ښاغلي ټريسټرام شنډي فکرونه او عقايد»(۱۷۵۹)  نومېده او پر تقليد پکې زښت ډېر ټينګار شوی و. معمولاً پر پوسټ ماډرنيزم د لومړنيو اغېزو په توګه نوم اخيستل کېږي. د نوولسمې پېړۍ ادبيات له داسې بېلګو مالامال دي چې د روښانتيا پېر پر مفاهيمو، د سبکونو تقليد او د دغه پېر په ادبياتو کې پر تفريح او خوند نيوکې کوي؛ مثلاً د «لارډ بايرن» طنزونه په تېره بيا «ډان خوان»، د «توماس کارلايل» «ريسارټس»[5]، د «اوبو» په نوم د «الفرډ جاريس» بېباکه طنزونه او خپله د ده د «پاټافزيکس» اختراع؛ د «ليوس کارول» خوندورې او مهمې تجربې او د «ايسيډور ډوکاسي، «ارتور ريمباوډ» او «اوسکار ويلډ» پنځونې د ياودلو وړ دي. په هغو ډرامه ليکوالو چې د نوولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې په په لومړيو کې يې د  پوسټ ماډرنيزم پر ښکلا پېژندنه اغېز ښندلی د سويډني ډرامه ليکوال «اګوسټ سټرينډبرګ»، ايټالوی پنځګر «ليوګي پيرانډيلو» او د جرمني نمايش‌نامه ليکونکي او تيوريسين «بېرټولټ برېشت» نومونه يادولای شو. په ۱۹۱۰ کې د «دادايزم» مکتب لارويانو د تصادف، پاروډي او تفريح تود هرکلی وکړ او د هنرمن پر مرکزي رول يې نيوکي وکړې. «ټريسټان زارا» په خپل اثر «دادايي شعر څنګه پنځولای شو» کې و ويل چې د داسې شعر د پنځولو له‌پاره دې پنځګر کلمات تصادفي په يوه ظرف کې سره راټول شي او بيا د ې يوه، يوه کلمه بيان کړل شي. پر پوسټ ماډرنيزم د دادايزم بل اغېز د رنګونو د ګډولو په برخه کې و، په تېره بيا د رنګونو د ګډولو په برخه کې له هغه عناصرو کار واخيستل شو چې په اعلانونو او په مشهورو ناو لو کې په نقاشي شويو انځورو کې کارېدل. (مثلاً د ماکس اېرنيسټ د رنګونو ګډوله). د سورريالېزم مکتب هنرمندانو چې دېوالونه يې د داداېزم پر تاداونو رغېدلي وو، خپلې تجربې يې د پاروډي او تصادف په برخو کې پسې وغځولې او تر څنګ يې د انسان له لاشعوره را بهر شويو جرياناتو هرکلی وکړ. د سورريالېزم مکتب بنسټګر «اندري برېټون» ويل چې په ادبي پنځونو کې پکار ده چې اتوماتېزم حرکت او خوبونو ته مرکزي رول ورکړل شي.  ده په خپل ناول «ناژا» کې له اتوماتېزمه کار واخيست، ده چې خپله پر ناول ليکوالو د زياتو تشريحاتو د ليکلو له امله نيوکې کولې، نو د تشريحاتو پر ځای يې انځورونه وکارول. «ژاک ډريډا» او «مايکل فوکالټ» د سوررياليست «رينی ماګريټ» مهمې تجربې د نمونو په ډول کارولي دي.  فوکو همدارنګه د «جورج لويس بورجيس» چې په زياترو پوسټ ماډرنيسټ داستان ليکونکو يې نېغ په نېغه اغېز کړی و، مثالونه هم کارولي دي. د ده نوم د پوسټ ماډرنيسټ ليکوالانو په کتار کې تصادفي ځای شوی، ځکه ده ليکوالي په ۱۹۲۰ کې پيل کړې وه. خو ده «ماورا تخيل» او جادويي ريالېزم په تړاو د ده تجربو په انګلو-امريکايي ادبي حوزه کې تر پوسټ ماډرنېزم پخوا چا درک کړې نه وې.

د ماډرنسټ او پوسټ ماډرنیسټ ادبياتو پرتله:

هم ماډرنسټ او هم پوسټ ماډرنسټ ادبيات د ۱۹مې پېړۍ له ريالېزم سره د پرېکون ښکارندويي کوي. همدارنګه د کرکټر په کښلو کې ماډرنسټ او پوسټ ماډرنسټ د ذهني‌ګرايي پېروي کوي، له بېروني واقعيتونو څخه د دروني واقعيتونو او شعور ته پام وشو چې په ډېرو مثالونو کې د ماډرنېزم د «ويرجينيا وولف» او «جېمز جايس» د «د شعور جرړې» په څېر سبک او د «ويجاړه شوې ځمکه» په نوم د «ټي. اېس. اېليوټ» په څېر تشحريحي شعرونو پېروي کوي. سربېره پر دې په دواړو ماډرنسټو او پوسټ ماډرنسټو ادبياتو کې د تخيلي کيسو پر اجزاو او پر کرکټر کښلو بحثونه کېږي. د «ويجاړه شوې ځمکه» اثر په تړاو دا خبره مشهوره ده چې د ماډرن او پوسټ ماډرن ادبياتو ترمنځ د بېلتون کرښې باسي. دغه شعر لکه د پوسټ ماډرن نور آثار ټوټهوالي ځانګړنه لري او د ادبي تقليد نمونه ده، خو د د دغه شعر ويونکی په خپله وايي: «دغه شعري ټوټې زما  د خپلو برباديو ساحل دی.» ماډرنسټ ادبيات دغه بېلوالي او زياتې ذهنيت‌ګرايي ته د وجوديت د بحران په سترګه ګوري، يا ښه ده وويل چې دغه شی هماغه د فرويد په خبره دروني کشمکش دی، دغه ستونزه بايد هواره شي، شاعر يا بل هر پنځګر همدغه ستونزه هواروي. د دې برعکس پوسټ ماډرنسټان بيا وايي چې دغه ګډوډۍ حل نه لري، شاعر او پنځګر بې وسه بولي او له دغو «برباديو» سره د مبارزې يوازينۍ لاره همدا ده چې دغه ګډوډۍ پر هنر واوړو شي. تفريح او خوند اخيستل د اکثرو پوسټ ماډرنيستانو په اثارو کې وينو (مثلاً د جايس اثر «فينيګان وېک» يا د ويرجينيا وولف اثر «اورلانډو») او د پوسټ ماډرن اثارو غوندې ښکاري؛ خو دا بايد وويل شي چې په پوسټ ماډرن ادبياتو کې تفريح او خوند د اثر هسته بلل کېږي او د اثر تنظيم او معنا ته ډېر پام نه کېږي.

پوسټ ماډرنيزم ته اوښتل:

لکه د نورو ډېرو ادبي سبکونو د پوسټ ماډرنېزم د شهرت غوړېدا او د لوېدا دقيقه نېټه معلومه ده. په ۱۹۴۱ کال کې چې ايرلنډی ناول ليکونکی «جېمز جايس» او انګريز ناول ليکونکی «ويرجينيا وولف» دواړه له نړۍ وکوچېدل، همدغه پېښه د پوسټ ماډرنېزم د پيل برجسته کرښه بلل کېږي.

بايد ووايو چې د «پوسټ» مختاړی لزوماً کوم ځانګړې پېر نه ښيي. و دې شي چې دغه اصطلاح د دويمې نړيوالې جګړې په درشل کې د ماډرنيزم پر وړاندې يو غبرګون وي. ( په دغه جګړه کې هغه بشري حقونه تر پښو لاندې شول چې تازه په جنيوا کنوانسيون کې تصويب شوي وو، پر هېروشيما او ناګاساکي اټومي بمونه وغورځول شول، هالوکاسټ پېښ شو، ډرېسډن ښار بمبار شو، توکيو اور او ګوليو ته وتړل شو او امريکايانو او جاپانيانو يو د بل زنداني کول پيل کړل). همدارنګه ښايي دغه وروستاړی تر دويمې نړيوالې جګړې را وروسته حالت ته اشاره وي، چې سړه جګړه پيل شوه، په امريکا کې د بشري حقونو غوښتونکي غورځنګونه را پورته شول، تر  استعمار ورسته حالت (تر استعمار وروسته ادبيات) او د شخصي کمپيوټرونو را پيدا کېدل (سايبرپنک داستاني ادبيات او هايپرټيکسټ داستاني ادبيات).

ځينې نور کسان بيا د پوسټ ماډرنيزم ادبياتو پيل د مهمو خپرونو له خپرېدا او ادبي پېښو سره تړلی بولي. مثلاً ځينې کسان د پوسټ ماډرنيزم پيل په ۱۹۴۹ کې د «جان هاوکس» لخوا د «د کانيبال» په نوم خپرونې خپرېدل بولي، ځينې يې د «ويټېنګ فار ګاډټ» نندارې وړاندې کېدل ګڼي، نور يې بيا په ۱۹۵۶ کې د «هاوک» لومړۍ خپرونې خپرېدل بولي، ځينې بيا په ۱۹۵۹ کې د «نیکډ لنچ» خپرونې خپرېدل د پوسټ ماډرنېزم د پيلېدو نېټه بولي. نور کسان بيا د کرکتنې په تيوريو کې بدلون د پوسټ ماډرنېزم د پيل کېدو ټکی بولي. مثلاً په ۱۹۶۶ کې د ژاک ډريډا «جوړښت، نښې او نمايش» لکچر يا تر دې را وروسته په ۱۹۷۱ کې د  «اېلهاب حسن» اثر چې  «د اوريپوس نه غړيتوب» نومېږي. «بريان مک‌هېل» خپل تيزس پر همدغو بدلونونو ليکلی دی. که څه هم د پوسټ ماډرن پنځونو رېښې د ماډرنيزم پر ځمکه را زرغونې شوې دي، خو د ماډرنيزم لويه ځانګړنه معرفتشناسي ده؛ خو پوسټ ماډرنېزم بيا له اره له  «هستۍ پېژندنې» يا د «انټولوژي» له پوښتنو سره سر او کار لري.  

تر دويمې  نړيوالې وروسته پرمختګونه او د تحول څېرې:

سره له دې چې پوسټ ماډرن ادبيات په خپله غېږ کې ټول هغه اثار نه را نغاړي چې د پوسټ ماډرنېزم په پېر کې ليکل شوي دي؛ خو تر جګړې را وروسته ادبياتو (لکه تياتر آف ابسرډ، ده بيټ جنرېشن او جادويي ريالېزم) ترمنځ مهم شباهتونه ليدلای شو. پر دغو پرمختګونو وخت ناوخت د پوسټ ماډرن په ټاپه وهل شوې ده او د پوسټ ماډرنېزم د ښکلا پېژندنې  د کار کولو په برخه کې د ځينو کسانو نومونه ډېر مشهور دي (سامويل بېکېټ، ويليام اېس. بروګس، جارګ ليوس بورګېس، جوليو کورټازا او ګابريال ګارسيا مارکز).

د «جاري» او «انتيون ارتاوډ او ليوګي پېرالينډو» چې دواړه سوررياليستان وو، پنځونو د «تياتر آف ابسرډ» د نمايشه‌نامه ليکوالو پر کارونو اغېز ښندلی و. خپله دغه د «تياتر آف ابسرډ» اصطلاح «مارټين اېسلين» په ۱۹۵۰ کلونو کې تياتر ته د تمايل له امله وکاروله او دغې اصطلاح ته يې د «البرټ کاموس» له «پوچ» مفهوم سره تړاو ورکړ. 

د پوچ تياتر «تياتر آف ابسرډ» نندارې يا ډرامې او د پوسټ‌ ماډرن  داستاني ادبيات په ډېرو برخو کې  سره غاړه غړۍ او موازې دي. مثلاً  د اوژن يونسکو اثر چې «بالد سوپرانو« (Bald Soprano) نومېږي، د ژبې د يوه تدريسي کتاب کليشې دي. يو سړی چې هم يې «پوچ‌ګرا» او هم يې پوسټ ماډرنسټ بللای شو، هغه نو سامويل بېکېټ دی. په ادبياتو کې د ده پنځونو ته د ماډرنيزم څخه پوسټ ماډرنيزم پر لور د تحول يو مثال ويل کېږي. له ماډرنېزم سره يې نږدې تړاو ځکه درلود چې له جېمز جايس سره يې ناسته ولاړه درلوده، خو د ده اثارو، ادبيات له ماډرنيزم څخه را وايستل. جايس چې د ماډرنيزم يوه الګو بلل کېږي، د ژبې پر پراخو امکاناتو يې زړه بايللی و. خو په ۱۹۴۵ کې سامويل بېکېټ خپله لار له جايس بېله کړه، د ده له سيوري د ځان د خلاصولو په پار يې تر ډېره د ژبې پر محدوديتونو او د انسان پر ناکامي تمرکز وکړ.

نور بيا...

 

[1] Jean-Francois Lyotard

[2] Jean Baudrillard

[3]Jean Baudrillard

[4] Univocation

[5] Thomas Carlyle’s Sartor Resartus

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې