د هلمند ۹۰سلنه روخام ډبرې طالبان پاکستان ته قاچاق کوي
۲۷ سرطان ۱۳۹۷ 168435 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د هلمند ۹۰سلنه روخام ډبرې طالبان پاکستان ته قاچاق کوي

 

 

د هلمند بارامچه د روخام قيمتي ډبرو درنې ذخېرې لري چې يوازې لس سلنه يې په قانوني او مسلکي ډول استخراجېږي او په هېواد کې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي، خو نوي سلنه يې د طالبانو او قاچاقبرو له خوا په نامسلکي او ناقانونه ډول تر لوټلو وروسته پاکستان ته وړل کېږي.

 

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د هلمند له بارامچې څخه طالب وسله‌وال او پاکستاني قاچاقبر هره ورځ په ټنونو ټنونو د روخام ډبرې تر ډېورنډ اړوي او له هغه ځايه يې بيا د پاکستان کراچۍ او پنجاب ايالتونو ته لېږدوي.

 

د هلمند په سرحدونو او قبايلو چارو رياست کې ځينو سرچينو سرخط ته ويلي دي چې همدا اوس د ډېورنډ کرښې په خوا کې، د پاکستان اړخ ته له هلمند لوټل شوې روخام ډبرې په ټنونو ټنونو پرتې دي او له ځايه بيا د پاکستان نورو سيمو ته پسې وړل کېږي.

 

بارامچه د هلمند د دېشو ولسوالي اړوند سيمه ده چې شاوخوا پنځلس کاله وړاندې سقوط شوې او بيا تر اوسه پورې پرې د طالبانو واک چلېږي.

 

د هلمند مدني فعالان وايي، په دېشو ولسوالي تر طالبانو زيات د قاچاقبرو واک چلېږي او له کومې ورځې چې سقوط شوې، قاچاقبر ورته راغلي او تر اوسه پورې يا پکې د کانونو په لوټلو اخته دي، يا د نشه‌يي موادو په قاچاق، پېر او پلور بوخت دي.

 

دوی وايي، د روخام ډبرو قاچاق نوې خبره نه ده، بلکې له کلونو راهيسې يې لوټ روان دی، خو په دې وروستيو کې زيات شوی دی.

 

د دغې سيمې اکثريت وګړي د نشه‌يي توکيو کاروباريان دي او له طالبانو او قاچاقبرو سره ټينګې اړيکې لري.

 

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، روخام ډبرې چې بېلابېل توکي ځنې جوړېږي، هره ورځ په سلګونو ټنه له بهرامچې څخه استخراجېږي، بيا ډالبندين او چاغي او له هغه ځايه کوټې او بيا کراچۍ، سيند او پنجاب ته لېږدول کېږي.

 

د هلمند مدني فعال او خبريال نثار احمد احمدي وايي، د دغې ملي شتمني د چور او تالان په اړه ولس په وار وار پر اجتماعي رسنيو او مطبوعاتو غوښتنه کړې چې مخنيوی يې وشي، خو دا چې هلته د حکومت حاکميت نه‌شته؛ نو د چاقاق دا لړۍ دغسې په درز کې روانه ده.

 

دی وايي، د دې قاچاق پر سر طالبان باج اخلي او ټولو چاقبرو ته يې د لېږد اجازه ورکړې ده.

 

"دا ارزښتمنه ډبره لکه د نجيب د حکومت پوځي وسايل، پر پاکستان په ليلام خرڅېږي او پاکستانيان خپلې پيسې پرې ګټي. کلونه – کلونه کېږي چې د وطن او ملي شتمنۍ دښمنانو په دې چور وچپاول لاس پورې کړی دی. سره له دې چې په دې غلا کې قاچاقبر پړه دي، خو اصلي مسووليت د طالبانو دی، ځکه دوی وايي چې د ملي شتمنيو په ملاتړ او د وطن د خپلواکي لپاره په اصطلاح جګړه کوي، خو دلته يې د وطن ملي شتمنۍ ته څادر غوړولی او په خورا وياړ يې پر دښمن پاکستان په ليلام پلوري."

 

د هلمند بل مدني فعال احمد الله شرافت وايي، د افغانستان حکومت په دې موضوع کې تر اوسه بې‌تفاوته پاتې شوی دی.

 

دی وايي، که حکومت ولسوالي نه‌شي نيولای، يا هلته د خونديتوب اډې نه‌شي جوړولای، لږ تر لږه دا خو کولای شي چې د هوا له لارې د دې ډبرو د استخراج مرکزونه په نښه کړي او د قاچاقبرو او طالبانو په ګډون يې له منځه يوسي.

 

دی وايي، که څو ځله هلته پر طالبانو او قاچاقبرو بريدونه وشي، بيا به هغوی هم داسې په ډاډه زړه دا کار و نه کړي.

 

د شرافت په خبره، پر ډېورنډ کرښه پرتې د افغانستان ټولې سيمې همداسې دي. نه يې شتمني خوندي ده، نه يې طبيعي زېرمې او ځنګلونه.

 

"دغه اردو او خارجيان چې په کابل او ښارونو کې يې اډې جوړې کړې، ولاړ دې شي ډېورنډ کرښه دي وساتي، نه به طالبان را داخلېدای شي، نه به يې ځانمرګي، بمونه او وسلې راځي. نه به دغه ډول بربنډې غلاوې او چاقاق کېږي."

 

هلمنديان وايي، د افغانستان حکومت مسووليت او مکلفيت لري چې دا موضوع نړيواله کړي او پر پاکستان عريضه وکړي چې افغانستان ته را اوړي او د افغانانو ملي شتمنۍ غلا کوي.

 

"ډېر د تاسف ځای دی چې د افغانستان حکومت له دې ډبرې کار نه‌شي اخيستلای او پاکستان ته روانه ده. لکه څنګه چې پاکستان له دې ډبرې ګټه اخيستې او خپله نړيواله سودا يې ګرځولې ده، دغسې افغانستان هم کولای شي ګټه ترې واخلي."

 

د هلمند په سرحدونو او قبايلو چارو رياست کې ځينو سرچينو سرخط ته وويل چې تر اوسه نه د هلمند وکيلانو، نه يې نورو په نامه غمخوارانو او قبضه‌ګرو دا موضوع راخیستې. نه يې په هيڅ رسمي غونډو او مطبوعاتو کې ياده کړې، نه يې دا مهمه ګڼلې ده.

 

دغه سرچينې وايي، له پارلمانه، تر دفاع، بهرنيو، او کورنيو چارو او کانونو وزراتونو پورېد ټولو مسووليت دی چې دا موضوع تعقيب کړي او ژر تر ژره د دې ناروا مخنيوی وکړي.

 

د هلمند بهرامچه سيمه چې د نشه‌يي توکيو د پېر، پلور او پروسس مركز بلل کېږي، ډېورنډ كرښې ته څېرمه پرته ده او ټولې سيمې يې د وسله‌والو طالبانو او قاچاقبرو تر ولكې لاندې دي.

 

بده لا دا ده چې د خلكو تګ راتګ يې هم د طالبانو او پاكستانيو ملېشو له خوا کنټرولېږي.

 

د ډېورنډ کرښې پر يو سل او اويا کيلو مټره د هلمند بېلابېلې سيمې پرتې دي او په وروستيو کلونو کې پاکستانيان په وار وار تر کښته را اوښتي او څو کيلو مټره دننه يې په هلمند کې قرارګاوې جوړې کړې دي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې