د اقتصاد په دايره کې زموږ ځای چېرې دی؟
۲۶ سرطان ۱۳۹۷ 115333 0 نظر حمیدالله فیضي

د اقتصاد په دايره کې زموږ ځای چېرې دی؟

د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو غوره معیار د مولده یا تولیدوونکې پانګونې ده  چې دغه پانګونه په دوو برخو ویشل کېږي؛ غیرمولده پانګونه او مولده پانګونه.

په هغه پانګونه کې چې یوازې مصرفي توکي تولیدېږي، هغې ته غیر مولده پانګونه یا هم په مصرفي توکيو کې پانګونه ویل کېږي، خو په هغو تولیدي واحدونو کې چې په هغه کې داسې توکي تولیدېږي چې په مرسته یې نور توکي تولید شي او یا هم د نورو توکيو په تولید کې ورځنې ګټه اخیستل کېږي، لکه د ماشین الاتو او وسایلو تولیدوونکی «مولده» بڼه لري چې ورته زیربنایي صنعتي تاسیسات هم ویل کېږي.

په پرمختللو هېوادونو کې ډېری پانګونې تولیدوونکې وي، خو په وروسته پاتې یا د پرمختګ په حال کې هېوادونو کې ډېری پانګونې غیر مولده وي چې د وخت په تېرېدو او د اقتصادي پرمختګونو په را منځ ته کېدا سره بیا دا پانګونې په تولیدوي یا مولده پانګونه بدلېږي.

افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې تر دې مهاله پکې پانګونې غیر مولدې دي او د هغې کچه هم اوس کمه ده، هڅه کېږي چې دا په مولده او بنسټي پانګونه واوړي چې دغه هېواد هم د هغو په کتار کې راشي چې له لګښتي هېوادونو په صنعتي هېوادونو بدل شوي دي.

دا چې د پرمختلليو هېوادونو په بڼه، بربنډېدل کومو شرایطو برابرولو لپاره اړتیا لري، په کار ده په لاندې کرښو کې پرې په بشپړو تفصیلاتو خبرې وکړو.

۱. سیاسي او امنيتي ثبات

د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو سره د مولده پانګونې لپاره تر ټولو مهم او لومړنی شرط سیاسي او امنیتي ثبات دی چې پرته له سیاسي او امنیتي ثبات څخه پانګوال دې ته لېوال نه وي چې پانګونه وکړي.

د پانګونې لپاره باید بشپړ امنیت تامین شي، او څوک نه غواړي په هغو هېوادونو کې چې امنیتي او سیاسي ثبات و نه لري، پانګونه وکړي. د افغانستان امنیتي حالت ته په کتو ځینې وختونه پانګې په تېښته کېږي، بهرني پانګوال خو لا پرځای پرېږده، کورني پانګوال هم زړه نه ښه کوي چې پانګونه وکړي. د پانګونې د جلب او غیر مولده په مولده پانګونې بدلون امنیتي او سیاسي ثبات ته کلکه اړتیا لري او دولتونه اړ دي چې د نړیوالو په مرسته د امنیتي او سیاسي ثبات په را منځ ته کېدا کې له هیڅ راز هڅو او هاندونو څخه ډډه و نه کړي.

۲. د انرژي شتون

له امنیت څخه وروسته د دې لپاره چې بنسټي تاسیسات جوړ شي او د پرمختګ لپاره لاره هواره شي، برېښنایي انرژۍ ته اړتیا ده، برېښنایي انرژۍ د بنسټي تاسیساتو او تولیدي سرچینو د را منځ ته کولو لپاره د غذا او روح حیثیت لري چې پرته له دې بیا د تولید را منځ ته کول ستونزمن دي. افغانستان د برېښنایي انرژۍ بشپړې سرچینې لري، خو له بده‌مرغه هغه هم د سیاسي او امنیتي ثبات د نه شتون له امله د ګاونډیو د خوراک ښکار شوي او یا هم پر خپل ځای پاتې دي چې لا هم ترې ګټه نه پورته کېږي.

۳. ذخایر او لنډمهاله پورونه

له ذخایرو او پورونو څخه په پرېمانه توګه ګټه اخیستل یو اقتصادي اصل دی چې له نېکه مرغه اوس مهال افغانستان د ۱۵ دولتي او غیر دولتي سوداګریزو بانکونو کور دی چې سوداګر کولای شي له پورونو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل اقتصادي تولیدي څرخ په ځغاسته راولي او په کمه موده کې ډېر تولید وکړي. د افغانستان بانک د مرکزي بانک په توګه داسې مقررې او لایحې د سوداګریزو بانکونو لپاره جوړې کړې دي چې ورځ تر بلې د پورونو د تر لاسه کولو او د بانکي مشترکانو د ډېرېدا لپاره اسانتیاوې را منځ ته کوي.

د بهرنیو هېوادونو په مرستو تکیه، هېوادونه مصرفي عادت کوي چې د پرمختګ لپاره مفکورې ټکنۍ کوي؛ نو د افغانانو لپاره په کار ده چې د پرمختګ په موخه خپل بومي اقتصاد ته وده ورکړي او هغه چارې چې په افغانستان کې تر سره کېدای شي د هغو لپاره لارې چارې برابرې او هغه لومړني توکي په خپل هېواد کې تولید کړي او د صادراتو مخنیوی وشي.

د اقتصادي پرمختګ لپاره باید د مولده پانګونې لپاره کار وشي، له خپلو کورنیو ذخایرو ګټه پورته شي او د تولید لپاره یې لارې چارې برابرې شي او نړیوال پانګوال هم وهڅېږي چې په افغانستان کې د تولید په موخه پانګونې تر سره کړي. اقتصادي اصول او پرنسیپونه اجازه ورکوي چې یو هېواد چې د خامو توکیو صادروونکی وي، خو ښه خبره دا ده چې دا اوومه توکي په پخو تبدیل او د وسایلو او پخو توکيو په توګه نورو هېوادونو ته صادر شي.

۴. بنسټي تاسیسات

که هېوادونه غواړي چې اقتصادي پرمختګ ته ورسېږي د بنسټي تاسیساتو له جوړونې پرته اقتصادي پرمختګ ته رسېدل ناشوني دي. اقتصادي بنسټي تاسیساتو په ټولګه کې ټرانسپورټي او مواصلاتي لارې، د پلونو او بندونو جوړول، د انرژي د سرچینو را منځ ته کول، زده‌کړه‌یزو لومړنیو او عالي مرکزونو جوړول، د روغتیایي اسانتیاوو را منځ ته کول او ځینې داسې نور تاسیسات چې د تولیدي سرچینو لپاره لارې چارې هواروي، رانغاړل کېږي. د دې بنسټي پروژو په عملي کولو سره د کار زمینه برابرېږي، ځوانان د جرایمو پر ځای په کار لګیا کېږي، اقتصادي پرمختګ او کلني عاید لوړېدو لپاره لارې چارې هوارېږي او په کل کې اقتصادي وده را منځ ته کېږي.

۵. غیر مولده پانګونه په مولده پانګونه بدلول

اقتصادي پرمختلليو هېوادونو تجربو ته په کتو هغه مهال وروسته پاتې او د پرمختیا په حال کې هېوادونه په پرمختیایي هېوادونو بدلېږي چې د هغوی لومړنۍ پانګې چې د لومړنیو توکيو د تولید لپاره تر سره شوې وي د وخت په تېرېدو سره دا غیر مولده پانګونه په مولده پانګونه واوړي.

هر کله چې د هېوادونو لویې پانګې برخه مولده وي، هېوادونه په طبيعي توګه د اقتصادي پرمختګ پر لور حرکت کوي او په کمه موده کې دا اوږد سفر چې په پرمختلليو هېوادونو بدل شي، تر سره کوي.

د افغانستان دا هيله هم هغه مهال په حقیقت بدلېدای شي او د پرمختلليو اقتصادي هېوادونو ډګر ته ور دانګي چې د پورتنیو موضوعاتو په پلي کېدو سره اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي او د يوه پرمختللي هېواد په توګه د نړۍ د هېوادونو په منځ کې ځان مطرح کړي، ځکه افغانستان د ۳ ټريليون امریکایي ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې لري او د دې زېرمو په سپړلو به افغانستان ډېر ژر خپلې موخې ته ورسېږي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې