له شمالي کوریا وروسته ټرمپ له طالبانو سره خبرې کوي
۲۶ سرطان ۱۳۹۷ 119091 0 نظر سرخط ورځپاڼه

له شمالي کوریا وروسته ټرمپ له طالبانو سره خبرې کوي

 

د امریکايي ولسمشر ډراماټیکو منډو او هڅو ته په کتو سره ممکن لرې نه وي چې یوه ورځ دې ملا هبةالله او ټرمپ مخامخ سره وویني، خو اوس اوس ټرمپ له طالبانو سره د خبرو مېز ته د کېناستو هوډ اعلان کړی. سپینه ماڼۍ د امریکا د تاریخ د اوږدې جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي او له یوه کال وروسته ښاغلي ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا په اړه خپلې تګلارې ته نوی لوری ورکړ.

د تګلارې نوی اړخ د جنګ پر ځای پر جوړ جاړي راڅرخېږي او هغه هم نېغ په نېغه له طالبانو سره د مخامخ خبرو تر سره کول. په دغه پیلېدونکې لوبه کې د طالبانو د یوې لسیزې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکول کېږي او ظاهراً د طالب غورځنګ پرسټیج ته د نړۍ تر ټولو ستر زبر ځواک درناوی کوي. سره له دې چې د افغانستان د کړکېچ په سیاسي حل کې د طالبانو د دریځ بري ته داوس لپاره اشاره کېږي، خو ستر ملتونه او قدرتونه په هره کوچنۍ او لویه لوبه کې ګټونکی وي.

په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ کې کار وژونکي او تجربه لرونکو ډیپلوماټانو له طالب استازيو سره د خبرو اترو د تر سره کولو په تیاریو پیل کړی، د اوس لپاره دا نه ده روښانه چې خبرې به چېرته څه ډول، د کومو کومو کسانو او استازيو تر منځ تر سره کېږي، خو فکر کېږي چې دا خبرې دې په عربي هېوادونو کې تر سره شي. د طالبانو غوښتنه معلومه ده چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو وتل دي، خو د امریکا دریځ تر اوسه نه دی جوت، خو ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ اداره هم له دغې ۱۷ کلنې جګړې ځان خلاصول غواړي.

تر دې وړاندې امریکایانو د کابل په غوښتنه طالبانو ته ویل چې خبرې دې له افغان دولت سره وکړي او دوی تیار دي چې د ولسمشر غني د سولې د خبرو او پرېکړو ملاتړ وکړي، خو په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې له طالبانو سره د لنډمهالي اوربند او یو شمېر نورو پرمختیاوو له کبله ولسمشر غني د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو د تر سره کېدو په تړاو شین څراغ ورکړ. پخواني ولسمشر د امریکا او طالبانو له تماسونو اندېښنه درلوده، فکر یې کاوه چې ممکن د مجاهدینو د ۱۹۹۰م کال لوبه کېدای شي تکرار شي او له کبله یې افغان حکومت څنډې ته او د طالبانو او امریکا په جوړ جاړي کې افغانستان یو ځل بیا یو بل کړکېچ ته ور دننه شي. ښاغلي کرزي په افغانستان کې ډېرو لوبو ته د توطیې له نظره کتل او ان په دوحه کې یې د طالبانو ل دفتر سره کلک مخالفت وکړ چې د امریکایانو په هڅو پرانیستل شو.

د ولسمشر غني د سولې هڅو ته په کتو داسې برېښي چې د افغانستان  دروان کړکېچ د پای لپاره هره وسیله کاروي او غواړي چې افغانان له دغه ناورین څخه په هره بیه چې وي خلاص کړي. په دې لړ کې ولسمشر په کور دننه د ذهنیت غوړېدو هڅې تر سره کړي او کوښښ روان دی چې د زورواکانو د ځپنې او طالبانو ته د راتلو په تړاو چاپېریال برابر کړي.

اوس چې خبره د واشنګټن او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو ده، خو درې واړو لوریو ته نوې ننګونې مخامخ دي چې خبرې پر داسې لوري پر مخ یووړل شي چې افغانستان یوه بل کړکېچ ته ور دننه نه‌شي. هغه د پخواني ولسمشر لارښوونو ته په کتو سره باید هر اړخ په خاص ډول طالبان له امریکا سره په خبرو کې له خورا احتیاطه کارواخلي. سره له دې چې د طالبانو ټینګار به د بهرني اشغال د پای پر موضوع وي چې ظاهراً له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې یې په ژبه اړوي را اړوي، خو طالبانو ته په کار ده چې د امریکا او ایران تر منځ د تهران د اټومي موضوع  پر سر د خبرو له کېدو او د بېرته وتو بهیر ته په کتو سره له واشنګټن سره د دوی پر راتلونکي خبرې وکړي.

اوس داسې ښکاري چې کابل او واشنګټن د افغان کړکېچ د په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره پر نوې لاره باندې مزل ته زړه ښه کړی، خو ډېر کارپوهان وايي چې دغه لار تر جګړې ډېره پېچلې او د لږې بې‌غورۍ اوناپوهي له کبله یې افغانستان ته زیان د جګړې پرتله زیات دی.

افغان دولت ته هم په کار ده چې د خبرو په بهیر کې دوه اړخیزه ښکېلتیا زیاته کړي او د هرې هغې معاملې مخه ونیسي چې ګټه یې واشنګټن، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته رسېږي، برعکس په سیاست کې د خپلو ملي ګټو پالل په کار دي چې د افغانستان لپاره اوس سوله ده. په کابل کې د ښاغلي غني دولت ته تر طالبانو هم ستر ماموریت ور له غاړې دی او ورته په کار دي چې د افغانانو ګټې په یوه داسې معامله کې خوندي کړي چې خپله یې مخامخ اړخ نه دی.

د کابل اوسنی دولت د سولې او جوړ جاړي په یوه معامله کې د ډاکتر نجیب الله د حکومت ځای نیولی چې د افغانستان پر کړکېچ د شوروي او پاکستان تر منځ خبرې روانې وې، یوې غاړې د مجاهدینو او بلې د وخت د افغان دولت استازیتوب کاوه. د هغو خبرو نتېجه افغانستان ته د دریو لسیزو خونړۍ جګړه شوه.

امریکا له طالبانو سره په داسې حالت کې خبرې کوي چې سیمه‌یزبدلونونه یې په ګټه او افغان جګړې ته یې په بشپړ ډول د انساني تلفاتو له اړخه افغاني رنګ ورکړی. د لګښت له اړخه هم افغان ماموریت د امریکا په اوږو هغومره دروند بار نه دی لکه چې طالبان یې فکر کوي او یا طالبانو ته ویل کېږي. واشنګټن ته د افغانستان سټراټېژیک موقعيت تر پخوا ښه څرګند شوی او په سیمه کې د خپل راتلونکي لپاره د روانې لوبې د اړخونو په دریځ هم ښه خبر دی.

د امریکا هڅه به دا وي چې په افغانستان کې ښکېل اړخونه له داسې یوه وضیعت سره مخامخ کړي چې د جګړې بار نور هم تر خپلو اوږو کوز او افغانستان د حالاتو له نویو ننګونو سره مخامخ او خپل بل ډول حضور ته د دوام زمینه برابره کړي.

واشنګټن له تېرو څو میاشتو راهیسې له یو شمېر عربي هېوادونو چې په سر کې یې سعودي دی خبرې کوي چې د افغان کړکېچ په حل کې ورسره مرسته وکړي. دغه هېواد تر بل هر وخت ډېر کوښښ کوي چې د افغانستان د جګړې د پای لپاره یوه مناسبه حل‌لاره پیدا کړي چې د طالبانو او واشنګټن تر منځ په مخامخ خبرو کې برخه ولري او د منځګړي او ضمانت کونکي رول پکې ولوبوي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې