د کندوزالف فوټبال لوبډله اتله شوه
د کندوز الف فوټبال لوبډله د شمال ختیز ولایتونو د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه.
د فوټبال فډراسیون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، پای لوبه د امو څپې او کندوز الف لوبډلو ترمنځ وشوه چې په پایله کې د کندوز الف لوبډلې وکولای شول چې د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
سرچینه زیاتوي، په دې سیالیو کې تخار، بغلان، بدخشان او له کندوز څخه دوه لوبډلو ګډون کړی و.
0 نظرونه