ټرمپ، روس، چین او اروپایي ټولنه خپل دښمنان بولي
د امریکا ولسمشر وايي، روسیه، چین او اروپايي ټولنه اوسمهال د امریکا د ګټو خلاف عمل کوي.
ډونلډ ټرمپ له ويبيسي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، پوهېږي چې امریکا اوسمهال ډېر دښمنان لري، خو چین، روسیه او اروپایي ټولنه له هره اړخه هڅه کوي چې د امریکا د ګټو خلاف واقع شي.
هغه زیاته کړې، شاید امریکایان اروپايي ټولنه د اوس لپاره خپله دښمنه و نه ګڼي، خو حقیقت دا دی چې دې هېوادونو د امریکا پر وړاندې ځينې کارونه کړي او دوام ورکوي.
0 نظرونه