نصر من الله وفتح قريبافغان ځواکونو!
۲۵ سرطان ۱۳۹۷ 121839 0 نظر شاهدالله انسان

نصر من الله وفتح قريبافغان ځواکونو!


د اسلام په مبين دين کې د انساني ژوند ټول اړخونه او هره چاره روښانه شوې او اصول ورته ټاکل شوي دي. اسلام په څرګنده وايي هغه څوک د دې دين له اډانې وځي چې بل همنوعه يې د لاس يا ژبې له شره په امان نه وي، خو د طالب په څېر افراطي ډلو د ديني نصوصو په افراطي تعبير سره ډېرې ناروا، روا کړې، تر سره کړې او لا هم په استدراج کې روان دي.

طالب په سپین لباس کې د پرديو د ګټو لپاره په شيطاني کړنو ټول انساني او اسلامي حدود او چوکاټونه مات کړل. طالب په روان بربریت، ځانمرګو بريدونو، د ښار په ګڼه ګوڼه، جوماتونو، روغتونو، مېلو او د نورو ځايونو په چاودنو، موټر بمونو، بريدونو او نورو غير انساني کړنو کې لکونه افغانان شهيدان شول، ټپيان شول، معذور او نيمګړي شول. افغانانو طالب ته د سولې ځولۍ وغوړولې، قران يې ورته مخې ته کړ، افغانې عزتمندې خور خپل پلو ورته وغوړاوه، ولسمشر ورته هر ډول امتيازات ومنل، علماوو قراني احکام ورته مخې ته کړل، مشران په جرګه ورغلل، ځوانانو د سولې پرلتونه او حرکتونه پيل کړل، خو طالب نه يوازې و نه منله، بلکې د مظلوم او کړېدلي افغان پلار، مور، ځوان او ووړ د سولې الهي غوښتنې ته يې امريکايي پروژه وويله، ځکه چې طالب د بل له غېږې د بل په خوله خبرې کوي، که طالب رښيتنی خپلواک افغان وای، هيڅکله به يې د خپلې مور د پلو، د ديني عالم د قران د واسطه کولو او د خپل سپين‌ږيري مشر خبره ځمکې ته نه وای غورځولې.

د افغانستان زرګونه جيدو عالمانو د افغانانو وژل او ځانمرګي بريدونه حرام وبلل. له افغانانو وروسته د سيمې اسلامي هېوادونو طالب ته له اسلامي اړخه د پړې ګوته ونيوله، له سيمې وروسته د ټولې نړۍ اسلامي هېوادونو سترو علمي هستيو، ديني عالمانو او مفتيانو، د کعبې شريفي امام او د اسلامي کنفرانس غړيو هېوادونو د افغانستان جګړه جهاد، نه بلکې فتنه او فساد وبلله، د افغانانو وژل او ځانمرګي يې ناروا وبلل، د افغانستان د حکومت پر خلاف جګړه کوونکې ډلې يې باغي يادې کړي او ويې ويل چې روانه جګړه له اسلامي اړخه هيڅ مشروعيت نه لري، خو امارت تر دې ټولو خبرو، پرېکړو او فتواوو وروسته وويل چې دا هر څه دسيسه ده او د کعبې امام هم د امريکا پروژه په مخ وړي، د طالب د منطق له مخې کعبه هم نعوذ بالله د امريکا د ګټو لپاره ده او هر کال ورتلونکي ميليونونه مسلمانان ټول د امريکا پروژه په مخ وړي.

له دې حسابه له طالبه پرته په ټوله نړۍ کې هيڅ مسلمان شخص، ډله او نظام نه‌شته او يوازېنی پاک مسلمانان دوی او د دوی پنجابي مفتيان او ډيزليان دي.

د اسلامي نړۍ دې کنفرانس ته ايران سني عالمانو ته د ورتګ اجازه نه وه ورکړې، په دې مانا چې ايراني عالمان هم د دې جګړې په مردوديت کې شک نه لري، خو د بيان له اظهاره يې ناتوانه دي او د isi په ګورت کې زنداني ملايان هم له ورتګه عاجز و.

طالب په خپله خبره کې هم راګير او د بې‌منطقي او عدم تعقل پر وروستۍ پوله ولاړ دی. طالب لنډه موده مخکې ويلي وو چې يوازې هغه مهال به اوربند او د سولې خبرې پيل کړي چې امريکا ورسره خبرو ته چمتو شي، تر دې چې تېره اوونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې له طالبانو سره مذاکراتو او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د نېټې په اړه خبرو ته چمتو ده، خو طالب په دې اعلان سربېره هم پر خپل قول پښه کېښوده، ځان يې پرې کوڼ کړی او لا هم جګړه کوي!

طالب د شريعت او مسلمه امت په خلاف په يوه څرګنده جګړه بوخت دی. د طالبانو افراطيت، استدراج، وحشت او بربريت دومره زيات شو چې بالاخره د کعبې شريفې امام ورته وايي چې د اسلام نوم دې نه کاروي او اسلام دې بدناموي! پر طالب له هره اړخه اتمام حجت وشو.

د اسلامي هېوادنو او علماوو له خوا د افغانستان د روانې جګړې له مردود اعلانولو سره طالب خپل اسلامي رنګ او تاثير بېخي له لاسه ورکړ او د خلکو د کرکې په مخ کې ودرېد. که طالب جګړې ته دوام ورکړي، لرې نده چې د هرې سيمې خلک يې پر وړاندې راپورته شي او تر ډېورنډ يې بېرته ور واړوي.

الله تعالی د بې‌ګناه مسلمان وژنه حرامه کړې او عامل ته يې تر ټولو سخت عذاب او قهر وعده ورکړې ده. د اسلامي شريعت پر اساس غوره مسلمان هغه دی چې له نورو مسلمانانو سره مرسته کوي، د هغوی ژوند مصوونوي او د ظالم پر وړاندې درېږي. زموږ افغان ملي ځواکونه د څرګند ظالم پر وړاندې په افضل جهاد کې ولاړ دي، د مسلمانانو د ځان، مال، ناموس او وطن دفاع او ساتنه کوي او د نړۍ غوره انسانان او افضل مسلمانان دي چې ژوندي يې غازيان او شهيدان شوي يې د پېغمبرانو او صادقينو د ډلې ملګري دي.

الله تعالی تل پر ظالمانو لعنت او د حق ډلې نصرت کړی او ان‌شاءالله ډېر ژر به مو د اسلام په نوم د طاغوتي ډلې په تاریخي او شرمېدلې ماتې سره لوی بری نصيب کړي، ځکه طالب په ډېر بې‌شرمانه ډول د مسلمانانو او د دوی د مقدس مکان او قبلې ته سپک نظر وکړ.  

د ستر څښتن تعالی عظيمه مرسته او د يو ستر مسلمان ملت مينه او دعاګانې له خپلو ملي امنيتي ځواکونو سره دي او دوی به په خپل لوړ مورال د ستر بري هسک توغ رپوي.

 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې