د کونړ خبریالانو لوبه وګټله
د کونړ او ننګرهار د خبریالانو د کریکټ پای لوبه د کونړ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د شلو اووريزو سياليو سيريز د کونړ او ننګرهار د خبريالانو ترمنځ درې ورځې مخکې په کونړ کې پيل شوى و .
په پاى کې لوبه د کونړ لوبډلې، د ننګرهار لوبډلې ته د ١٥٢ منډو هدف ورکړ چې د ننګرهار لوبډلې د ټولو لوبغاړیو په سوځېدو سره و نه شواى کولای چې دا هدف پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال په ننګرهار کې د خبريالانو د کریکټ سياليو اتلوالي هم د کونړ لوبډلې ترلاسه کړې وه.
0 نظرونه