ټرمپ د ۲۰۲۰ کال ټاکنو ته هم نوماند دی
د امریکا د متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چمتو دی چې د ۲۰۲۰ مېلادي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي.
ټرمپ په لندن کې رسنیو ته ویلي، په امریکا کې اوسمهال داسې څوک نه شته چی دی به په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې مات کړي.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې په ۲۰۲۰ کال کې کېږي.
ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا ولسمشر شو.
0 نظرونه