طالبان له ميدان وردګو هره مياشت ميليونونه افغانۍ باج کوټې ته لېږي
۲۵ سرطان ۱۳۹۷ 139705 0 نظر سرخط ورځپاڼه

طالبان له ميدان وردګو هره مياشت ميليونونه افغانۍ باج کوټې ته لېږي

 

 

طالب اورپکو د ميدان‌وردګ د سيداباد ولسوالي اړوند په تنګي دره کې لوی پاټک جوړ کړی، هره ورځ پر دغه لويه لاره تېرېدونکي موټر د ماليې په نامه لوټي او د مياشتې په پای کې له خلکو لوټل شوې پيسې، کوټې ښار ته لېږي.

 د طالبانو دغه پاټک له مودو راهيسې چالان دی او درګرده له خلکو پيسې ټولوي. د دوی دغه پاټک لومړی په اميرښاره کې و، وروسته يې له هغه ځايه دولت‌خېلو ته ولېږداوه چې پوه شول د خرني له کلي سره لا ښه موټر لوټلای شي؛ نو يې دغه ځای ته يې بار کړ.

د سيداباد اړوند په تنګي دره کې، د سړک پر غاړه سره اوږده قالينه هواره ده، لږ هاخوا پر ګازي منقل دېګ باندې وي، له چايو ډک ترموزونه کتار وي، په درنو وسلو‌ او چانټو بار طالبان پر دسترخوان راټول وي، څو نفره يې پيره کوي او يو کس يې وړې وړې پارچې موټر چلوونکيو ته ورکوي او پيسې ورڅخه ټولوي. همدا د طالبانو ګمرک دی.

د سرخط خبريال په سيمه کې له ګڼ شمېر موټر چلوونکيو سره خبرې کړې دي او هغوی ورته ويلي دي چې طالبان حتا له خالي موټرو هم د ماليې په نامه پيسې اخلي.

موټر چلوونکيو سرخط ورځپاڼې ته ويلي چې په دغه سيمه کې طالبان له هغه موټرو څخه چې په سيمنټو بار وي، د موټر پر سر لس زره افغانۍ اخلي، له نورو موټرو درې زره او حتا له خالي موټرو څخه هم چې څومره يې وس ورسېږي، د ماليې په نامه پيسې ټولوي.

موټر چلوونکيو سرخط ته ويلي دي چې د طالبانو پر دغه پاټک د کوټې او کندهار طالبانو ولاړ وي، ټول يې له کوټې څخه رالېږل شوي او کورونه يې هم همالته د کوټې په کچلاغ، پښتون‌اباد او نورو سيمو کې دي.

دغه طالبان د مياشتې په اخېر کې ټولې، ټولې کړې پيسې يو ځای کوي او کوټې ته يې لېږي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د همدې پاټک طالبان په سيمه کې د مرمر ډبرو پر کانونو هم مسلط دي، له ځينو يې کمېشنونه اخلي، پر ځينو يې خپله خېټې اچولې او له هغو موټرو هم خپله ونډه ټولوي چې د مرمر ډبرې له سيمې باسي.

دوی په دې سربېره، په سيمه کې د مېوو او سبزيو د من پر سر، د ښاروالۍ د ټکس په نامه لوټل کوي او د ځمکو له حاصلاتو بېله برخه غواړي.

طالبان په هغو روميانو او زردالوو چې کابل ته لېږدول کېږي، د من پر سر څلور افغانۍ او د ځمکې د حاصلاتو په هرو لسو زرو کې زر افغانۍ د ځمکې له څښتن څخه وړي.

د سيمې خلکو سرخط ته ويلي دي چې پاټکي طالبان په دغه سيمه کې له دوکاندارانو هم د کلني ټکس په نامه يوه مالومه اندازه پيسې ټولوي او د کال په پای کې د ځمکو له خاوندانو په حاصلاتو کې له برخې پرته، د جريب پر سر زر افغانۍ په وچ زور اخلي.

دوی دغه پېسې يوازې د ځمکې اخلي، که ځمکه خواره وي، يا باغ ورباندې ولاړ وي، يا کښت ورباندې کرل شوی، فرق نه کوي، ځکه د طالبانو په خبره، دغه زر افغانۍ د جريب پر سر، يوازې د ځمکې د درلودلو ماليه ده.

په تنګي کې د طالبانو د دغه پاټک له امله د سيمې خلک تر سپوږمو راغلي او ډېرو خو يې خپلې مېنې هم پرېيښې، کابل او د ميدان‌وردګ نورو سيمو ته لېږدېدلي دي.

د تنګي پاټکي طالبانو ته د قراردادونو او باج کتابچې له کوټې څخه راځي، دوی يې د هرې پاڼې نيمه برخه موټر چلوونکي، دوکاندار، کان کېدونکي، يا د ځمکې مالک ته ورکوي، په نيمه ورقه کې د اخيستل شويو پيسو اندازه ليکي او هماغه بېرته کوټې ته لېږي.

په دې توګه د کوټې او دوی تر منځ حساب پاک او مالومه اندازه پيسې د مياشتې په پای کې هلته لېږل کېږي.

د ميدان وردګ ولايتي امنيتي چارواکيو په دې هکله له څه ويلو ډډه وکړه.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې