د سولې پاخه ادرسونه مالوم شول
افغان حکومت په دې ورستيو څو کلونو کې له طالبانو سره د روغې جوړې په تړاو خپلې هلې ځلې تر پخوا ډېرې ګړندۍ کړې، په افغانستان کې د دايمي سولې او پايښت لپاره يې په ځلونو ځلونو په بېلابیلو هېوادونو کې غونډې او کنفرانسونه جوړ کړل.
په دې برخه کې په تېرو کلونو کې له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان حکومت او ځینو خپلواکو بنسټونو له لوري ګڼې هڅې وشوې او په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې د خبرو د پیل په موخه غونډې وشوې چې د وروستيو دريو کلونو مهمې يې د چين په ارومچي، د اسلاماباد په مري کې، دغه راز په کابل او اسلاماباد کې څلور اړخیزې غونډې او د کابل پروسې دوې ناستې او وروستۍ يې هم د اندونیزیا او سعودي ناستې وې، خو تر دې دمه د بېلابېلو لاملونو له کبله هيڅ یو ګام هم د سولې د خبرو د پیل لامل نه دی شوی، ځکه چې دا ټولې ناستې او غونډې د طالبانو له خوا رد شوې او دغه هڅې يې د بهرنيو هېوادونو توطیې بللې.
خو دا باید هېره نه کړو چې په دې ورستيو دوو د سعودي او اندونیزیا په کنفرانسونو کې د سولې د راتګ ډېرې هيلې وې او د طالبانو هم دا توقع او تمه کېده چې دوی به په دغو ناستو کې ګډون کوي او پرېکړې به يې ورته د منلو وي، خو داسې و نه شول هر څه برعکس شول. طالبانو دا او نورې ټولې ناستې د وخت ضایع کول او بهرنۍ توطیې یادې کړې او په افغانستان کې يې د جنګ په دوام ټینګار وکړ.
افغان دولت په اندونیزیا کې د دیني عالمانو له درېاړخیزې ناستې څخه هیله دا وه چې په دغه ناسته کې به د افغانستان روانه جګړه ناروا او حرامه وبلل شي، کوم څه چې په دې ناسته کې په صراحت سره و نه ویل شول.
د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د ديني عالمانو د دغې ناستې له پایلو ناخوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې د تمې خلاف د دیني عالمانو په دې غونډه کې د افغان جګړې د حرام ګڼلو په اړه فتوا صادره نهشوه. له همدې کبله نوموړي هيله ښوولې وه چې په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د عالمانو په ناسته کې به دغه فتوا صادره شي.
په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د سولې په اړه په خپره کړې اعلاميه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا وبلله او په کې پر وسلهوالو طالبانو او افغان حکومت غږ وشو چې سولې ته سره کېني او هم له اسلامي هېوادونو غوښتنه وشوه چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، خو په اوس مهال کې د افغان جګړې پېچلتیا او وضعیت ته په کتلو سره داسې ښکاري چې د دې جګړې پای ته رسېدل د ديني عالمانو په ناستو او فتواوو سره ناشونې ده.
ځکه چې د افغان حکومت په داخل کې داسې کړۍ او ډلې دي چې هغوی په لوی لاس په هېواد کې روانې جګړې ته پوکی ورکوي او نېغ په نېغه همدغه مافیايي کړۍ د ايران او پاکستان له خوا سپورټ او حمایه کېږي. دغه کړۍ د افغانستان په بد وضعیت او بېثباتي کې خپلې نامشروع ګټې خوندي ویني او هيڅکله نه غواړي چې په هېواد کې دې د جګړې لمن ټوله شي.
پاکستان او ایران د افغانستان په جګړه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول دخیل دي او هيڅکله نه غواړي چې په دې هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله تامین شي.
د تهران او اسلاماباد په دې غونډه کې نه ګډون وښووه چې په افغانستان کې سوله نه، بلکې د جګړې دوام غواړي. د سعودي عربستان په کنفرانس کې د ایراني عالمانو نه ګډون او د پاکستاني عالمانو کمرنګه ګډون په افغانستان کې د خلکو تر منځ ګڼ شمېر غبرګونونه او پوښتنې را ولاړې کړې دي.
د افغانستان په اړه د سعودي عربستان په جدې ښار کې دوه ورځنی کنفرانس د سهشنبې او چهارشنبې په ورځو د دې هېواد په مکه مکرمه کې پیل شوی و. په دې ناسته کې د افغانستان د دیني عالمانو تر څنګ له ۳۵ د زیاتو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو برخه اخیستې وه او د افغانستان د سولې په اړه يې بحث او خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې د کعبې شریفې «مسجد الحرام» امام د افغانستان روانه جګړه فتنه وبلله او و یې ویل د دې هېواد وضیعت نور د زغملو نه دی او باید دغلته جګړه ژر تر ژره ودرول شي. د کعبې شریفې امام همدارنګه وویل چې امن او ایمان له یو بل سره تړلي دي.
په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د سولې په اړه په خپره کړې اعلاميه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا بلل شوې ده.
په دې اعلامیه کې پر وسلهوالو طالبانو او افغان حکومت غږ شوی چې سولې ته سره کېني او هم له اسلامي هېوادونو غوښتنه شوې چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
خو وسلهوالو طالبانو بیا د سعودي پر کنفرانس انتقاد کړی او دا یې د امریکا په ملاتړ جوړ شوی کنفرانس بللی دی. د دې ډلې له خوا د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
د طالبانو له دې انتقاد سره هممهاله پاکستاني او ايراني دیني عالمانو ونډه په دې کنفرانس کې کمرنګه او په نشت حساب وه، ځکه چې له پاکستانه يو ملا امام راغلی و او د ایران حکومت خپل دیني عالمان په نامالوم دلیل دې غونډې ته نه دي پرېيښي.
ایران او پاکستان په شکل د اشکالو د افغانستان په مسایلو کې دخیل دي. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په دې ناسته کې د ایراني عالمانو نه ګډون او د پاکستاني عالمانو کمرنګه ګډون دا په ډاګه کوي چې له بده مرغه زموږ ګاونډيان د افغانستان په اړه نېک نیت نه لري، که د افغانستان په مسایلو کې زموږ ګاونډي هېوادونه مرسته و نه کړي زموږ ستونزه به همدا ډول دوام ولري او هيڅکله به په سيمه کې روان وضعیت او ناامني قابو نهشي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان وسلهوالو مخالفانو په تېره بيا د طالبانو په ملاتړ تورن دی او افغان چارواکي وايي چې د افغان سولې په مساله کې د دې هېواد مرسته حتمي او ضروري خبره ده. دغه شان د ایران نوم هم د وسلهوالو طالبانو د مرسته کوونکي هېواد په توګه یادېږي او افغان او امریکايي مقاماتو ویلي چې تهران له دې ډلې سره مالي او نظامي مرستې کوي.
خو د کعبې شريفې امام د سعودي عربستان په کنفرانس کې د افغانستان جګړه فتنه یاده کړه او و یې ویل، هر څوک چې نه غواړي دغه جګړه پای ته ورسېږي، د شیطان لاره تعقیبوي.
د ایراني او پاکستاني د دیني عالمانو د نه ګډون په هکله بايد اسلامي هېوادونه چوپ پاتې نهشي او د دې هېوادونو په هکله باید هم يو طرحه وړاندې او جوړه کړي چې له مخې يې له دواړو هېوادونو سره هر راز سوداګریزې او ډیپلوماټيکې اړیکې پرې کړي.
که د اسلامي هېوادونو له لوري یادې شوې طرحې عملي شي؛ نو ګټه به يې نړیوال امنیت او په خاص ډول افغانستان ته زیاته وي، ځکه چې همدغه دواړه هېوادونه دي چې د افغانستان په بېثباتي او ناامني کې مستقیم لاس لري او په يو نه يو ډول د افغان طالبانو تر څنګ په هېواد کې مافیايي کړۍ په سیاسي، اقتصادي او مالي لحاظ حمايه کوي.
په افغانستان کې د تل پاتې او پايدارې سولې د راتګ په هيله!
0 نظرونه