ښوونځي رښتيا طالبان تړي؟
ولسمشر غني سږ کال د پوهنې د کال په نامه نومولی و، خو شايد په تېره لسيزه کې دا يوازېنی کال وي چې تر نورو ټولو کلونو پکې زيات مکتبونه ويجاړ شوي، سوځول شوي او يا تړل شوي دي.
د کابل له پيله د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې د داعشيانو په نوم په ښوونځيو کې چاودنې کېدې، ګواښونه ورته کېدل او څه موده وړاندې خو د همدې ګواښونو له امله د ازموينو په شپو کې د جلالاباد ښار ښوونځي هم په څېلمې د ماشومانو پر مخ وتړل شول.
د ننګرهار پر پوهنه وروستی بريد د دغه ولايت په مرکز کې د پوهنې پر مدريت بريدونه وو چې ګڼ شمېر بېګناه کسان يې پکې شهيدان او ټپيان کړل.
تر هغه وروسته په لوګر ولايت کې يو په بل پسې ښوونځيو ته اورونه واچول شول، لېسې وسوځېدې. پرانيستو ښوونځيو ته اخطارونه ورکول شول او د کورنيو مشرانو ته له بېلابېلو لارو تر غوږ ورتېره کړل شوه چې اولادونه دې ښوونځي ته نه لېږي.
پرون د همدې ګواښونو، بريدونو، ښوونځيو ته د اور ورکولو او چاودنو له امله د لوګر په مرکز او ټولو ولسواليو کې تر نالومې نېټې پورې ښوونځي د ماشومانو پر مخ وتړل شول.
هاخوا په پکتيا کې قومي مشرانو د سهاکو ښوونځي تړلي دي او خپل دغه کار له حکومت څخه د وروستي بمبار غچ اخيستل بولي.
دا نو په لوی لاس د دښمن پر ژرنده اوبه ورسپرول او خپلې پښې په تبر وهل دي.
د هېواد په شمال کې هم ښوونځي او د ښوونځيو ماشومانو په بد حالت کې دي او په جنوب کې بيا حالت تر بدو بتر دی.
څه موده وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق يا يونيسيف په خپل يوه خپاره کړي راپور کې ويلي وو چې په افغانستان کې درې اعشاريه اووه ميليونه ماشومانو د بېلابېلو ستونزو له امله ښوونځيو ته نه ځي، بېسواده لويېږي.
د دغو ماشومانو لويه برخه د هېواد په جنوب کې دي چې يا يې ښوونځي تړل شوي، يا يې په کليو کې خيالي ښوونکي دي او معاشونه يې ملکان جېبو ته اچوي او يا طالبانو د ښوونځيو دروازې د ماشومانو پر مخ تړلې دي.
په دې کې هيڅ شک نهشته چې طالبان د ښوونځيو ضد دي او په ښوونځيو تړلو، الوځولو او اور واچولو ته خامه پلمه لټوي، خو طالبان په يوازې ځان دومره نهشي کولای چې په درست هېواد کې دې دومره ډېر ښوونځي وتړي او ماشومان دې ورڅخه را وګرځوي.
که دغه کار يوازې د طالبانو وبلل شي او داسې وګڼل شي چې د پوهنې په برخه کې ټولې ستونزې طالبانو جوړې کړې دي، بيا نو په هېواد کې دا ناامنۍ طالبان نه جوړوي، ځکه طالبان دومره نهشي کولای چې هم جګړې وکړي، هم ښوونځي وتړي، هم ښوونکي وګواښي.
دلته تر کاسه لاندې نيمه کاسه او دغې نيمې کاسې د درست دستارخوان خوند ور خراب کړی دی.
تر طالبانو وروسته د پوهنې په برخه کې تر حساب تېر خاينان او فاسد چارواکي او تر هغو وروسته په کليو او ولسواليو کې ناپوه، زورور او سرټمبه ملکان او تش په نوم قومي مشران بل افت دی چې د افغانستان پر پوهنه نازل دی.
څه موده وړاندې په کندوز کې ښوونځيو ته د تړلو ګواښونه شوي وو، وروسته چې د پوهنې رياست د چارواکيو شمېرې کتل شوې وې، ځينو وسلهوالو ته دوی خپله زنګونه وهلي وو چې ښوونځي وتړي.
په نورو سيمو کې هم کيسه همداسې روانه ده.
که په کومه ورځ پرېکړه وشوه چې تر دې وروسته به د ښوونکيو معاشونه د هغوی بانکي حسابونو ته ځي، په هماغه ورځ پر ښوونځيو لمبې تاوېږي.
ځکه که معاشونه بانکي حسابونو ته لاړ شي، د خيالي ښوونکيو ټولې تنخواوې به د دولت په خزانه کې پاتې شي.
که داسې وشي، د پوهنې په رياستونو او نورو ادارو کې به هغه فاسد چارواکي د هغو ښوونکيو نيم معاش څنګه تر لاسه کوي چې دوی په واسطو او په دې شرط مقرر کړي دي چې د معاش نيمه برخه به يې دوی ته ورکوي.
که په کومه ورځ په کومه سيمه کې د پوهنې په برخه کې د حساب او تصفيې خبره ياده شوه، په دې سبا په لېرې پرتو سيمو کې په ښوونځيو کې يا بمي چاودنې کېږي يا اور ور اچول کېږي چې د دولت پام بېرته په بله واړوي.
که چېرې چا د خيالي ښوونکي نوم واخيست او و يې ویل چې د دغو ښوونکيو په اړه بايد پلټنې وشي، ملک صاحب او قومي مخور په دا سبا د ښوونځي دروازې ته قلف اچولی وي.
له پوهنې سره نېغ په نېغه د دې هېواد راتلونکی تړلی دی. که د پوهنې په برخه کې فساد، غدر، چل او فرېب کېږي، سبا به درست ولس له د تېرو څلورو لسيزو په تيارو کې اوسي، نه به خپل پېژني، نه پردی، نه دښمن، نه به د اسلام لاره ور مالومه وي نه به د خدای په امر پوهېږي. حتا خپل خير او شر به نهشي سره پرتله کولای.
حکومت بايد په دغه برخه کې ټوله پړه پر طالب و نه غورځوي، ځکه په دې توګه حکومت له مسووليته خلاصېږي او طالب داسې ساهکښ دی چې څوک ورڅخه ګيله نه کوي.
حکومت که د هېواد د راتلونکي غم لري، لومړی دې دغه شته فاسدان په دار وځړوي. دوی تر ټولو سپک، پرېوتي او خاينان فاسدان دي چې حتا د سره خوله ماشوم له ګوتو قلم تروړي او خپلې خېټي ته ورڅخه مرداره ګوله جوړوي.
که داخلي فاسدان، خاين ملکان او تش په نوم قومي مخور سزا وويني، لاسونه يې لنډ شي او زندانو ته ولېږل شي، د پوهنې په برخه کې اتيا سلنه ستونزې خپله هوارېږي، پاتې شل سلنه يې که حکومت هوارې نه کړای شي، خلک يې هواروي.
0 نظرونه