ایران افغان ډالر ټولوي
۲۵ سرطان ۱۳۹۷ 114592 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ایران افغان ډالر ټولوي

 

د ایران د ډالرو قاچاق کوونکي د کابل، کندوز او مزار شریف تر بازارونو را رسېدلي او ویل کېږي چې د افغانستان د لوېدیځ مارکېټ هرات له لارې هره ورځ تر یو میلیون پورې ډالرپه پټو لارو د ایران مارکېټونو ته رسوي. سره له دې چې سوداګر دا کچه هره ورځ تر درې میلیونه ډالره لوړه ګڼي او اشاره یې هم د افغانستان په بازارونو کې د کښته پورته کېدونکو ډالرو کموالي ته ده.

ښکاري چې یو شمېر ایراني سوداګر د افغان او ایران د ګډې پانګونې په نومونو افغانستان ته راغلي او په ښکاره افغان پانګوال هڅوي چې ډالر ورته برابر کړي. د بهرنیو اسعارو افغان کاروباریان وايي چې په وروستیو څو اوونیو کې د کابل له ډالرو ډک مارکېټ سپېره شوی او ډېر صرافان اوس بې‌ډالره شوي دي. د کابل په شهزاده سرای کې ایران ته د ډالرو د قاچاق مساله کومه پټه موضوع نه، برعکس تر لمر روښانه خوله په خوله کېدونکې ډرامه ده چې د خلکو ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی.

په ډالرو سربېره د نورو بهرنیو اسعارو قاچاق هم په لویه کچه مخ په ایران سم شوی او ان د سروزرو اخیستو ته یې زور ورکړی. دغه چاره تر یوه بریده په ایراني تومنو او تر ډېره په هغو توکيو تر سره کېږي چې له ایرانه افغانستان ته را دننه کېږي. له ایرانه د واردېدونکيو توکيو افغان سوداګر وايي چې ایراني پلورونکي شرکتونو د پخوا خلاف د ډالر غواړي.

پخوا افغان سوداګرو ایراني توکي لکه کاشي، قیر، تېل، سیمنټ او داسې نور توکي په ایراني کرنسۍ اخیستل اود واردونکيو توکيو په مقابل کې به د افغان بازارونو واردوونکيو افغان سوداګرو ایران ته د ورځې په نرخ افغانۍ او نور اسعار په تومنو بدلول او ایران ته به یې وراستول، خو اوس برعکس ایراني شرکتونه د خپلو توکيو په مقابل کې د ډالرو، یورو او نورو اسعارو غوښتنه کوي.

ان داسې هم ویل کېږي چې ایران د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ د اسعارو د قاچاق یو څو اړخیزه شبکه جوړه کړې چې په ډالرو سربیره، د کالدارو، اماراتي ریالو او نورو اسعارو کښته پورته کېدل پکې تر سره کېږي.

ویل کېږي چې په تېرو ۱۷کلونو کې په لومړي ځل په دومره لوړه کچه ایران ته د بهرنیو اسعارو او سرو زرو قاچاق روان دی او تهران په افغانستان سربېره د سیمې ټولو هېوادونو لکه پاکستان، ترکیې، اذربایجان، ترکمنستان، عراق او د منځنۍ اسیا له هېوادونو ورهاخوا ان تر ماسکو پورې خپل سوداګر استولي چې د پانګوالو او سوداګرو په جامو کې د بهرنیو اسعارو د تر لاسه کولو لپاره یې پېچلې قاچاقي هڅې پیل کړې. داسې ویل کېږي چې افغانستان ته د پانګوالو په نوم په ډالرو پسې د تږيو قاچاقبرو ایرانیانو تګ راتګ تر پخوا ډېر زیات شوی او افغان چارواکي خړې خړې ورته ګوري.

په ځینو مواردو کې ایراني پانګوالو د افغان ملګرو د پیدا کولو چارې هم په بري سره تر سره کړې، په افغانستان کې یې د ګډ کار کولو ژمنې ورکړې دي. دغو ایرانیانو د فابریکو او تولیدي توکيو د تولید لپاره د مشینري د راوړلو ژمنه کړې او له خپلو افغان همکارانو یې د نغدي اسعارو غوښتنه کړې چې له ايرانه د اړتیا وړ خام مواد را وارد کړي.

ایران افغانستان ته د تېلو په ګډون د یو شمېر توکيو قاچاق هم پراخ کړی او هڅې کوي چې له رسمي چینله ور ها خوا له افغان سوداګرو سره معاملې وکړي او د افغانستان له بازارونو ډالر ورټول کړي.

د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټوالي یو لامل ایران ته د ډالرو روان بهیر دی.

پر ایران د امریکا له اقتصادي بندیزونو وروسته په ایران کې د بهرنیو کمپنیو دروازې په تړل کېدو او پانګه ترې په تېښته ده. سره له د ې چې څو کاله وړاندې هم ایران له ورته بحران سره مخامخ شو، خو دا ځل کړکېچ تر پخوا ډېر ژور او له اقتصادي اړخه ملا ماتوونکی دی.

څو کاله وړاندې هم ایرانیانو د ورته بحران په اوج کې له افغانستان څخه د ډالرو قاچاق زیات کړ چې بالاخره په افغانستان کې د یوه خصوصي بانک دروازې ایران ته د ډالرو د غیر قانوني لېږد له کبله وتړل شوې او فعالیت یې په افغانستان کې وځنډول شو.

هغه مهال داسې خبرونه هم خپاره شول چې امریکايي مالي ادارو افغان دولت ته داسې شواهد وړاندې کړل چې پکې دغه خصوصي بانک چې ریښې یې له ایران سره تړلې وې، هغه هېواد ته د ډالرو په قاچاق کولو کې لاس لاره. سره له دې چې دغه بانک اوس بیا د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو ښارونو کې فعالیت پیل کړی دی، خو تر اوسه د هغې پخوانۍ کیسې او ایران ته د ډالرو د بیا قاچاق په موضوع کې د دوی د ښکېلتیا په تړاو څه نه دي ویل شوي.

ایران هڅې کوي چې پاکستان، هند او جاپان ته تېل او ګاز د خوراکي توکيو په مقابل کې ورکړي او له دې اړخه پخوانۍ تجربه هم لري. ایران کلونه وړاندې هند ته د وریزو او هندي کالدارو په مقابل کې د نفتو پلور کاوه چې تر ډېره بریده یې په کور دننه د بهرنیو اسعارو د ناورین مخه ونیوله او د سیمې په هېوادونو کې هند هم له دې اړخه په پریمانه کچه نفت تر لاسه کول.

ایران هغه مهال له ترکیې سره هم ورته ډرامه روانه کړې وه او له انقرې سره یې د سرو زرو کارو بار ته پراختیا ورکړه، خو داځل امریکايي بندیزونه تر پخوا سخت او ایران ته په هر ورتلونکي ډالر د امریکا له خوا څار زیات دی.

اوس اوس د ایران د بندیزونو په ناورین کې تر ټولو ستر ټکان افغان بازارونو خوړلي او که یې دولت سملاسي مخنیوی و نه کړي، د افغانانو پر ژوند به یې اغېز ځپونکی وي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې