د یو ورځني کریکټ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې
د زونونو په کچه د غازي امان الله خان د یو ورځنیو کریکټ لوبو د دویم پړاو سیالۍ پرون یکشنبه کابل کې پیل شوې.
د دې سیالیو د پیل لوبه پرون د سپین غر او کابل زونونو ترمنځ د کابل په الکوزي نړیوال لوبغالي کې وشوه.
دا سیالۍ د جولای د میاشتې په لسمه په خوست او کابل کې پيل شوې وې چې له دې وروسته د دویم پړاو سیالۍ يې په کابل کې کېږي.
په لومړي پړاو سیالیو کې د ای ګروپ څخه د بند امیر او د بي ګروپ څخه د سپین غر لوبډلې د جدول په سر کې ځای لري.
0 نظرونه