د چين او ايران په ملتيا؛ په سيمه کې د نړۍ پر ضد د جګړې نوې جبهه پرانيستل کېږي
۲۳ سرطان ۱۳۹۷ 114048 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د چين او ايران په ملتيا؛ په سيمه کې د نړۍ پر ضد د جګړې نوې جبهه پرانيستل کېږي

 

په سيمه کې تر پاکستان وروسته، ايران او روسيه هم د امريکا، ناټو او د افغانستان د نظام پر ضد د جنګېدونکيو طالب ترهګرو پلويان وو، خو اوس تازه چين هم پر دغه ډله ور زيات شو او ښکاري چې په سيمه کې د نړۍ پر ضد، د روسيې، پاکستان، ايران او چين ايتلاف، د جګړې نوې جبهه پرانيزي.

د چهارشنبې په ورځ د بلجيم په بروکسل کې د امريکا په مشري د ناټو سازمان د نهه ويشتو هېوادونو ولسمشران او نور لوړپوړي چارواکي پر افغانستان غږېدل، هلته د سعودي عربستان په جده کې د نړۍ د اووه دېرشو اسلامي هېوادونو عالمان د افغانستان د جګړې پر حراموالي د اتفاق لپاره غږېدل او په اسلام‌اباد کې بيا د پاکستان، چين، ايران او روسيې استخباراتي مشران ظاهراً په افغانستان کې د داعش د مخ پر زياتېدونکي نفوذ په اړه راغونډ وو، خو د خبرو لويه برخه يې په سيمه کې د امريکا په مشري د ناټو پر ضد د جګړې د نوې جبهې پرانيستنه وه.

د بلجيم په بروکسل کې د ناټو غړيو هېوادونو مشرانو د خپلې غونډې په پای کې له پاکستان، ايران او روسيې څخه وغوښتل چې د افغانستان د ناامن کولو پر ځای دې، د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

دا په تېرو اوولسو کالو کې لومړی ځل دی چې ناټو د دغو هېوادونو په اړه داسې څرګندونې کوي.

تر دې وړاندې به په انفرادي توګه دغه هېوادونو د افغانستان په بې‌ثباته کولو کې پړه يادېدل، خو داسې په يو ځای کله په دې توګه مخامخ نه وو ياد شوي.

پر پاکستان او ايران له وړاندې لا د افغانستان د بې‌ثباته کولو نيوکې ډېرې وې او په وروستيو کې چې روس طالبانو ته لاس ورکړی، په وار وار افغانستان ويلي دي چې ګواکې دغه هېواد طالبانو ته وسلې ورکوي او تر يوې اندازې روسي چارواکيو هم له طالبانو سره خپلې اړيکې تاييد کړې دي، دغه هېواد هم په ښکاره د افغانستان د سولې په برخه کې پړ بلل کېږي.

د ناټو غړيو هېوادونو په بلجيم کې د خپلې وروستۍ ناستې په پای کې نه يوازې له روس، ايران او پاکستان څخه د افغانستان له ناامنولو څخه لاس اخيستل غوښتي، بلکې دا ډاډ يې هم ورکړی دی چې تر دوه زر څلرويشت کال پورې به د افغانانو په خوا کې پاتې وي.

دا دغو دريو هېوادونو ته يو ګواښ هم تعبيرېدای شي چې ګواکې افغانستان نه يوازې نه دی او که دغه درې هېوادونه لا هم خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي، دا په دې مانا ده چې له ناټو سره ټانټې ژويي.

هلته په سعودي عربستان کې د درويشتو اسلامي هېوادونو ديني عالمانو په يوه خوله د افغانستان جګړه فتنه وبلله او هغوی چې د دغې جګړې اور ته پوکي ورکوي، د خدای له لارې اوښتي يې اعلان کړل.

د دغې ناستې د پرېکړه‌ليک په لومړيو دريو مادو کې راغلي چې؛

"د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي د سولې او امنيت تږي دي. دمسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې په افغانستان کې روان دي او هره ورځ بې ګناه انسانان پکې وژل کېږي د اسلام له اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي. همدارنګه دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يو والي او خونديتوب خلاف عمل دي.

د قران کريم او نبوي احاديثو پر بنسټ اسلام د امن او رحمت دين دی او مومنان په خپلو منځو کې په مينه او محبت مامور دي، د، مسلمانانو وينه تويدنه، مال او ناموس ته نږدې کېدل حرام دي، موږ تاکيد کوو چې انتحاري بريدونه چې په پايله کې يې بې ګناه خلک په نښه کېږي، همدا رنګه د مسلمانانو تر منځ خپلمنځي جګړې الله جل جلاله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم په قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولي دي.

په همدې اساس موږ په افغانستان کې روانه جګړه غندو او له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کوو چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کېږدي، جګړه دې ودروي، د خپلو وروڼو تر منځ دې سوله وکړي او د "فتنې" د غه بل شوی اور دې مړ کړي.

د جګړه کوونکيو مسلمانانو تر منځ سوله کول تر ټولو ستر او نېک کار دی. وينه تویونه له کبيره ګناهونو څخه ده، د مسلمانانو د صفوفو د ړنګېدو او د اسلامي امت د کمزوري کېدو او ټوټه کېدو ويره زياته وي، موږ له مسلمانانو په عامه او له علماوو په خاصه توګه غوښتنه کوو چې د اسلامي امت د وحدت او دين د ساتنې لپاره د تشدد او ترهګرۍ ته د دعوت کوونکيو پر وړاندې په کلکه ودرېږي."

 

د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي هېوادونو په دغه کنفرانس د اسلامي هېوادونو سازمان رسماً د افغانستان په سوله او جګړه کې ښکېل شو، د حکومت پلوي يې اعلان کړه او جګړه‌مارو او هغو ته يې چې په افغانستان کې جګړه توده ساتي، د ملامتيا ګوته ونيوه.

اوس نو د ناټو او اسلامي هېوادونو له د افغانستان د پلويتوب تر اعلان وروسته، د افغانستان پر سر يوه خوا نړۍ شوه چې د افغان حکومت ملاتړ کوي او بله خوا په سيمه کې روس، ايران او پاکستان پاتې شول چې د نظام پر ضد د جګړه‌مارو پلوي توب کوي او له درستې نړۍ سره پرې ډغرې وهي.

په همدې چهارشنبه په اسلام‌اباد کې د روسيې، ايران، چين او پاکستان د استخباراتي مشرانو ناسته دا په ډاګه کوي چې د روس، ايران او پاکستان پر ډله چين هم ورزيات شو او په سيمه کې د نړۍ پر ضد د جګړې يوه نوې جبهه پرانيستل کېږي.

تر دې وړاندې له بېلابېلو خواوو په يوه نه يوه توګه دا تاييد شوې ده چې اسلام‌اباد، مسکو، بېجينګ او تهران ټول له طالبانو سره اړيکې لري، ځينې يې طالبانو ته وسلې ورکوي، ځينې يې روزي او ځينې په نورو برخو کې ورته لاس نيسي.

اوس د اسلام‌اباد په دغه ناسته کې ظاهراً په افغانستان کې د داعش پر ضد د هڅو د ګړندي کولو اعلان شوی، خو تر پرده لاندې دا د چين، روس، ايران او پاکستان له خوا، د نړۍ پر ضد، په سيمه کې د جنګ د دانې اخيستل دي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې