د طالبانو ښځې ولې جهاد نه کوي؟
۲۳ سرطان ۱۳۹۷ 124334 0 نظر جمشيد غزنيوال

د طالبانو ښځې ولې جهاد نه کوي؟

د بروکسل په غونډه کې هم د افغانستان د جګړې خلاف هغو هېوادونو ته د لاس نيولو اشاره وشوه چې په يوه نه يوه بڼه د دغه هېواد په چارو کې ښکېل دي.

هلته په سعودي عربستان کې د نړۍ د ټولو معتبرو اسلامي مفتيانو په تشريعي استناد دغه جګړه «فتنه» اعلان شوه او د مجاهدينو په نامه يادېدونکي کسان په طبيعي بڼه باغيان شول. څوک چې پخوا پکې مړه کېدل او د شهيد په نامه بدرګه کېدل، اوس شهيدان نه دي، بلکې...

په درېيمه ضلعه کې د پاکستان يوه ملا طالبانو ته وويل چې دا علماء د امريکا غلامان دي، خبره يې د منلو نه ده. په افغانستان، کمشير او برملا کې روانه جګړه بايد روانه وساتئ، ځکه د رسول «ص» په وينا به جهاد تر قیامته جاري وي او په جهاد کې مېرمن هم د مېړه له اجازې پرته برخه اخیستلای شي.

طالبانو نه د نړۍ واورېده چې سولې ته يې اشتها وشي، نه يې د مکې مکرمې له منارونو خپره شوې ازانګه پر غوږونو ننوتله او نه يې د خپل وطن د بورو، کونډو، ورارو، يتيمانو ژړا او د پراخو شويو هديرو د دسمالونو شغا پر زړه د رحم اوبه تېرې کړې، جګړه يې هماغسې چې څنګه وه، ساتلې ده.

اوس هم هماغسې خپل هر فعاليت د دين خدمت ګڼي او هماغسې د کليوال هلک پر مرۍ د چاړې کېښودل، د جنت د دروازې خلاصول ګڼي. هماغسې يې د کليوالو په ډوډۍ او د ترياکو د کښت، عشر او زکات په پيسو د امات موټرسايکل چلېږي. هماغسې يې مشران عمده او پرچون پلوري او دوی د خپلو ناخبريو د قرباني په مارکېټ کې د سپېڅلتوب په مارکه په نښه شوي اجناس دي.

د دوی د فکري توجيه سرچينې د پاکستان د ملايانو خولې دي، دا خولې د هديرو د مارانو سوړو ته ورته دي، هماغسې لټکې او لنډۍ ترې راوځي او د افغان پر مرۍ يې غاښونه خښ کړي دي.

خو ملا سميع الحق دا ځل په خبرو کې نوی ټکی را ايستلی، دا ټکی تر دې مخکې دغه ملا طالبانو ته نه راجع کاوه. طالبانو ته يوازې د توس موټرسايکل، د صرف بهايي څو صيغې او يو لاسي خيرن شوی توپک ورکول کېده، يوه مصنوعي دعا ورته کېده او پر ملا تر ټکولو وروسته د افغانستان پر کليو را شېوه کېده، مګر دا ځل ملا سميع الحق ور ياده کړه چې د کفارو او مسلمانو له خوا د سولې د غږ بدرګه خو به يو وار نه منئ، بلکې ښځې به مو لا هم نور په دغه معرکه کې برخه اخلي.

که د افغانستان جنګ جهاد وي، بيا خو د طالبانو ښځې هم همدومره د جنت مستحقې دي، څومره چې يې نارينه دي. د طالب د جهاد کراهت خو له همدې ځايه لا پيل دی چې پخپله جنګېږي، مګر ښځه يې په پاکستان کې کېنولې ده.

کله چې جګړه د فرض عين کچې ته ورسېږي، مفاهمه ناکامه وي، نړۍ غلامه وي، هلته خو بيا دغه مصلحت هم ساقط دی چې ښځه د مېړه خبره په غوږ کې ونيسي. د طالبانو مېرمنې چې يوازې د مېړه د ملګريو د جامو په پرېمنځلو ځان له فرضي مسووليته خلاص ګڼي، د ملا سميع الحق د فتواء په اساس خو همدومره ګناهګارې دي لکه طالب چې د سولې په منلو ګناهګارېږي.

اوس نو امارت ته نه ښايي چې د ملا سميع الحق خبره نيمه ومني او نيمه تر پښو لاندې کړي. ملا هبةالله بايد اوس دغه حل‌لاره را وباسي، خپلو جګړه‌مارو ته دې ووايي چې يا د سولې خبرې پيل کړئ او يا مو ښځې هم در ولئ او د فرض عين جګړې په صفت کې يې وجنګوئ. تر جنګ وروسته به د تورو غرونو په ګړنګونو کې هم پاستې در پخوي، هم به تحريکوونکې سندرې درته زمزمه کوي او هم به په وچ غره کې د ديدن په رطوبت تازه او خوشنوده ياست.

داسې خو نه کېږي چې هم دې جهاد فرض وي، هم دې طالب پر ښځه ستر جوړ کړی وي. بل دا چې کله هرج و مرج اوج ته ورسېږي، واړه مسايل ناديده نيول کېږي. که طالبان اوس هم خپلې مېرمنې د ماشوم روزنې ته په پاکستان کې جبري پرېږدي، د امارت د لايحې په اساس يې له فرضي امره محروموي چې دا په الهي چارو کې د تصرف معنا لري.

ښځه ملکيت نه وي، يوازې د نکاح د عقد په اساس له مېړه سره په ځينو لزوماتو او وجايبو کې شريکېږي. شخصيتي حدود يې وي، حريم يې حقوقي بعدونه لري او فکري او فردي خپلواکي يې ثابته ده، په تېره بيا چې مسووليت عندالله وي، بيا خو د خالق په معصيت کې د مخلوق د تقاضا رعايت کول، هيڅ جواز نه‌شي لرلای.

د مولانا سميع الحق په خبرو کې طالبانو ته د زوال يوه بله نښه هم شته. تاسې به فکر کوئ چې زه جنګ ته د دغه ملا په خوله د طالبانو هڅول د هغوی زوال بولم، نه. خبره دا ده چې د طالبانو پکېج په تړل کېدو ښکاري، دغه خبره د داعش د را مخ ته کولو زيګنال بويه. هغوی په خپلو موهومي جهادي صفوفو کې د جهاد النکاح په نامه يو بل اپشن لري چې په سفر کې هم د زفاف د شپې غوندې شفافه عياشي کولای شي.

دا ځل يا ملا سميع الحق ته له پورته بادرانو د دغه ذهنيت د سازېدو امر ورکړل شوی او يا نوره له طالب زلميو پوره نه ور ښکاري او بايد کشميري او کابلي پاکستان ضد جهادونه؟ په جينکو تاوده کړي.

که داعش د طالب پر ځای فيسټ کېږي، دا هم د طالب زوال دی او که له طالبي هلکانو سره پر موټرسايکلونو د جهاد په نامه نجونې را مارش کېږي هم يې زوال پکې نغښتی دی. په دې ډول خو به د دوی له سنګرونو پالنګونه جوړ شي، په پالنګونو کې خو بيا خوبونه بيدارۍ له منځه وړي او جګړې خو د حلوا خيراتونه نه وي.

بل دا چې پنجابي لنګونه د چاپې پر مهال شايد د افغاني جامو په نسبت په سختۍ نټ و بولټ کېږي، خو  د ساه تر سمېدو مخکې به کمانډو او اردو پر کړکيو ور ننوتلي وي. بيا هم زوال دی.

بل دا چې که ښځې او نجونې راولي، بايد په غرونو کې د زېږنتونونو پر جوړولو هم عاجل کار شروع کړي، ځکه کله چې پنجابي لنګونه د سنګرونو جامې شي، د ښځو لنګون پکې راځي او چې زېږنتون نه وي، طالب به جهاد کوي او که به د ماشوم پيدا کېدو ته ناست وي!؟

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې