د سميع الحق مسلماني او خړپړ طالب
۲۳ سرطان ۱۳۹۷ 149179 0 نظر ح. حقوېش

د سميع الحق مسلماني او خړپړ طالب

 

د جولای پر ۱۰مه په سعودي عربستان کې د افغان سولې په تړاو دوه ورځنى کنفرانس جوړ شو چې د ۳۷ هېوادونو سلو تنو عالمانو ګډون پکې کړی و. د پاکستان ځينو مخکښو ملايانو طاهر اشرفي، مولانا فضل الرحمن او ګڼو نورو پاکستاني ملايانو له ګډون کولو څخه انکار وکړ. په دې کنفرانس کې يې د افغانستان روانه جګړه د شريعت له مخې ارزوله چې د کنفرانس لومړۍ موضوع "په اسلام کې زغم او د افغانستان په سوله او ثبات کې د علماوو رول"  و چې مشري يې د مکې مکرمې امام شيخ عبدالرحمن السديس کوله. د کنفرانس لومړۍ ورځ په جده او دويمه ورځ په مکه مکرمه کې دايره شوه.

په دې کنفرانس کې افغان دولت يو اسلامي حکومت وبلل شو او پر وړاندې يې جګړه کول حرامه وبلل شوه. د علماوو دا کنفرانس چې د اسلامي همکاريو سازمان او د سعودي د حکومت په ملاتړ جوړ شوی و، داسې اعلاميه خپره کړه چې په اسلام کې د بې‌ګناه خلکو وژل حرام دي او په افغانستان کې روانه جګړه هيڅ شرعي جواز نه لري.

د کنفرانس په اعلاميه کې ويل شوي چې سوله الهي حکم دی، بايد ښکېلې خواوې ورته غاړه کېږدي او د عملي کولو لپاره يې جدي ګامونه واخلي. همد اراز په اعلاميه کې ويل شوي چې د مسلمانانو تر منځ جګړه حرامه ده او هغه څوک چې د مسلمانانو تر منځ د سولې هڅې کوي، بې‌شمېره اجرونه لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دغه کنفرانس له پايلو خوښي څرګنده کړه او و يې ويل چې دا به د افغان جګړې پر ختمولو  ژوره اغېزه ولري.

خو طالبانو يې پر وړاندي غبرګون وښوو او د کنفرانس په هکله يې يوه خبرپاڼه خپره کړه، پکې ويلي يې وو چې دا ډول کنفرانسونه او غونډې د امريکايانو توطيه ده او له همدې لارې غواړي خپل اشغال ته مشروعيت پيدا کړي او له سعودي عربستانه يې غوښتي وو چې د دوی په وينا د امريکايي اشغال پر وړاندې له افغان ولس سره ودرېږي.

 

همدا راز په پاکستان کې د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق د کنفرانس پر لومړۍ ورځ وويل چې د سعودي عربستان او ورته نورې غونډې په افغانستان کې د جهاد د ختمولو په مانا دي؛ نو د ځان په څېر له نورو ملايانو يې غوښتنه وکړه چې و يې څاري او ټولې هغه پرېکړي چې پکې کېږي، بايد خلک وپوهوي چې و يې نه مني.

زياته يې کړه چې د افغانستان جګړه د ملا عمر په امر پيل شوی جهاد دی او زرګونو ملايان يې ملاتړي دي.

د ده په خبره، د اسلام پېغمبر «ص» ويلي چې جهاد بايد تر قيامته روان وي، ځکه نو بايد په افغانستان، کشمير او برما کې جګړه و نه درول شي.

بيا وايي، د جهاد په برخه کې ښځې ته له مېړه د اجازې غوښتنه شرط نه ده، طالبان دې په خپل سر جنګ ته دوام ورکړي.

د سميع الحق دا خبرې علماوو ته داسې دي، لکه يو ماشوم چې خپل پلار تېر باسي، ډول ډول خبرې ورته کوي او ذهني جوړو شوو ته بيا داسې دي لکه کوم ماهر کس چې په ماشومانو لوبې کوي او په ډول ډول يې سره راګرځوي، ورته خاندي او غولوي يې.

سميع الحق د پخوا په څېر دا ځل بيا د خپل هېواد د دفاع په خاطر پر طالبانو لوبه وکړه او د هغوی لپاره يې پر سعودي عربستان نيوکه وکړه، خو بدبختانه چې طالبانو دې ته هيڅ فکر و نه کړ چې هغه په ټوله نړۍ کې د جهاد لپاره يو څو ځايونه مشخص کړل چې له جملې يې افغانستان هم دی او په دې هېوادونو کې جنګ هر وخت د پاکستان د بقا لپاره شوى دی.

دى وايي د اسلام پيغمبر «ص» ويلي چې جهاد بايد تر قيامته روان وي؛ نو رسول الله «ص» خو دا نه دي ويلي چې جهاد به خامخا د قيامت تر ورځې پورې په افغانستان، کشمير او برما کې روان وي، دا خبرې د سميع الحق د ګېډې خبرې دي چې د خلکو ذهنونه باندې خراب کړي او د خپل هېواد د ګټې لپاره يې قرباني کړي.

د سميع الحق دا دويمه خبره هم د سړي ماغزه ډېر سره ګرځوي چې وايي، د جهاد په برخه کې ښځې ته له مېړه د اجازې غوښتنه شرط نه ده، دا خبر دې ملا په ټول عمر نه د کړې، خو دا ځل يې څنګه وکړه؛ نو سړى ډېر ورته فکرمن شي چې دوى خو هر وخت اسلام په ښځه درولى چې د ښځې په هکله يوه وړه پېښه کېږي؛ نو دوى يې دومره لويه کړي چې ټوله سيمه وښوروي، ښې بېلګې يې دا دي؛ ښځه زده کړو ته نه پرېښودل، بازار ته نه پرېښودل، له کوره نه وتل، په لاره يوازې نه تلل، له ناوبلده سړي سره نه کتل او داسې نور ډېر... چې اوس بې له مېړه اجازه ورکول کېږي. له دې امله هغې ته هغه ټولې لاري ازادېږي چې له کلونو کلونو د ملايانو په تګلاره کې ټول عمر ورباندې بندې وې.

دلته زما فکر ته هغه د داعش(ISIS)  تګلاره راځي. هغه په جنګ کې د ښځې ګډون لازمي بولي، له هر سرتېري سره د هغه د ښځې ملګرتيا روا بولي، هغه پېغلي چې نه وي واده شوې دوى يې خپلو سرتېريو ته په زوره په نکاح کوي، هغه ښځه چې مېړه يې د جنګ په حال کې مړ شي، دوى يې عدې ته نه پرېږدي چې اسلامي طريقه ده، په هغه تازه ورځو کې يې بل ته  په نکاح کوي.

داسې مالومېږي، هغه پروژه چې د سميع الحق باداران ورباندې کار کوي، لکه القاعده، مجاهدين، طالبان او داسې نور... هغه پروژه پاى ته رسوي او په يوه بله پروژه کار پيلوي چې نوم يې داعش دی او سميع الحق د پخوا په څېر بيا غواړي چې په دې پروژه کې رول ولري او خپلو بادارانو ته وفاداره پاتې شي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې