ولسمشر او تورې او سپينې عينکې
بېاخلاقه سیاسي مخالفان یې فاشیسټ ګڼي او کینه یې دومره ژوره ده چې تر ټولو ناسزاواره نومونه ورته کاروي. قومي ټېکهداران یې د لوبې د سرچپه کېدو په ټس کې سرناخلاصو خلکو ته یو خطرناک دښمن تراشي. پلویان یې د هغه د زر کلن کېدو دوعاوې کوي او د بابا نوم ورته کاروي. فکر یې دا دی چې افغانستان له غازي امان خان او سردار داود خان وروسته رښتینی خدمتګار موندلی چې په باور یې ۴۰ کلنې جګړې ته به د پای ټکی کېږدي.
حزب اسلامي یې رښتینی ولسمشر ګڼي چې د دوی مشر ته یې د بیا عزت ورکولو او سیاست کولو زمینه برابره کړه. طالبان یې د خپلې جګړې او اجنډا پر وړاندې رښتینی ننګوونکی مشر ګڼي چې د دوی د جګړې مشروعیت ته یې کلک ګوزار ورکړ او په ۳ ورځني ډز بندۍ کې یې د دې مغرورې خونخوارې ډلې د عام جنګیالي د زړه هیله ولس او نړۍ ته وښووه او ثابته یې کړه چې د طالب په نوم عام کرايي شوي قاتلان هم سولې ته تږي دي او که یې له بادار سره جوړ جاړی وشي؛ نو د افغان بچی ژوند ته پرېښودای شي.
زورواکي یې د دوی پر سر نازله شوې ټکه او خدایي غضب ګڼي چې له ډېرو یې خوب تښتولی. هغه یې چې خوب کوي، زندان پکې ویني. هغه یې چې ازاد دي، له خپلو نورو همفکرو پرته ورته خپل ژوند ناشونی ښکاري. پروژهيي ټېکهداران او شرکتي ډالرخواره یې د دوی د دستراخوانونو سپېره کوونکی مصیبت ګڼي چې د ورکېدو په موخه یې په سپکو سپورو پیل کړی دی. غریب افغانان یې کارورکی مشر ګڼي او په نارواوو پړسېدلي او پروني نادیدهګان یې د خپل بخت لوېدلی ستوری ګڼي.
دوه مهم ګاونډیان ایران او پاکستان یې د اوبو په کړکېچ کې را ګیر کړي او د دغه ۶۸ کلن سیاستوال د ولسمشري د دورې ختمېدو ته شېبې شماري او د بیا بري د مخنیوي لپاره یې ډالر کاروي. پاکستان فکر کوي په ور نږدې شوې انزوا کې یې د نړیوال بانک دغه پخوانی جګپوړۍ سټراټېژیسټ لاس لري. ایران یې د ټرانزیټ په برخه کې د لارې ورکولو ته مجبوره ځان مجبور بولي او د اوبو له اړخه يې ورته لوی سرخوږی جوړ کړی. شمالي ګاونډیان د غني له پرانیستې غېږې خوند اخلي او د رغېدلو اړیکو د پراخېدو له موقع ګټه پورته کوي. د سیمې هېوادونه لکه سعودي او هند ورته د یوه فرصت په سترګه ګوري او د هر ډول بېمخینې همکاریو په موخه یې ملا ورتړي. نړیوال او په سر کې یې امریکا له یوې نیمې لسیزې وروسته د یوه ډاډمن همکار د موندلو په خوښۍ او دوام بوخت دی چې د یوه او بل په خبرو او نظر ژر پوهېږي او د هدف او منزل پر لور د دواړو اړخونو سر ژر خلاصېږي.
د غني فیسبوکي مخالفان ټوله ورځ د ده په تصویرونو انتقادي شخوند وهي او د ملي وحدت په شوې معامله کې د ده پاتې راغلو ژمنو ته د پېغور په ډول خوله وراچوي. یو شمېر یې د ده د فرمانونو او لاسلیکونو په موندلو پسې ستړي دي او د دغه ډګر یو شمېر نور مخالفان یې د حکومت په لوړپوړيو چارواکيو پسې دوربینونه ورنیولي چې له بدهمرغه پر هره مثبته کړنه یې سترګې پټوي او له کوچینو تېروتنو یې هندوکش غر جوړوي.
د حکومت ۵۰ په سلو کې شریک یې له زړه په دې قانع دی چې ولسمشر تر ده ډېره زیاته مسلکي وړتیا، هېوادنۍ مینه، پوهه او مطالعه لري. د حکومت نور سیاسي شریکباڼي یې ولسمشر داسې څوک ګڼي چې ټول واک یې په خپل لاس کې نیولی او له څو خاصو کسانو پرته پر کمو څېرو باور کوي.
د خپل ټیم ډېر ملګري یې د افغانستان د ژغورنې فرشته بولي چې په باور یې د دغه ځپل شوي هېواد د ټیکاو، سولې، پرمختیا او پر ځان بسیاینې لپاره فوق العاده پلانونه لري. سره له دې چې په رسنیزه فضا کې د غني د حکومتي ډلې د تنخواخورو قلم بېرنګه او ژبه ډېره پڅه ده او نهشي کولای هغه څه چې ولسمشر یې کوي د خلکو پر مخ ور وولي.
ډېر پلویان یې د ټولنیزو رسنیو هغه سرسپارلي بېتنخوا هېواد ته ژمن ځوانان او لیکوال دي چې په روان نړیوال او ملي وضیعت کې د ښاغلي غني د پلانونو مختلف اړخونه ورته روښانه او د خپل تحلیل په رڼا کې یې ملت ته سم او ناسم ټکي روښانه کوي. دغه ډله باوري ده چې د ولسمشر غني مثبت اړخ تر منفي هغه پیاوړی او اراده یې افغانستان ته د خیر ده. تمه یې هم د زرګونو کړکېچونو، بلاوو، جنګونو او ناخوالو په منځ کې د داسې معجزې تر سره کول دي چې د څلوېښتو کلونو ناورین ته د پای ټکی کېږدي.
خو یو څه چې د هرې ورځې په تېرېدو جوتېږي، د دغه له وجود ضعیفه هېوادمشر د لویو پروژو عملي کول دي.
پخپله ښاغلي غني داسې ګرېوانونو ته لاس ور اوږد کړی چې پخوا به وړو او زړو ورته د ګلانو هارونه ور اچول او پرې د واکمنې وېرې له کبله به یې سرونه ورته ټیټول، خو نن پخپله هماغه زورواکي د خپلو تڼیو تړلو ته نه رسېږي او د هارونو پر ځای د زندان ځنځیرونه او ولچکونه ورته تیارېږي. دغه زوړ ولسمشر ځان د غازي امان الله خان د ناتمام څپرکي بشپړوونکی ګڼي او په خپله هره وینا کې خپل ولس ته د نږدې یوې پېړۍ له مخه فقید افغان پاچا د ارمانونو کیسه کوي.
0 نظرونه