د فوټبال نړیوال جام مهمې سیالۍ
په روسیه کې د ۲۰۱۸کال د فوټبال د نړیوال جام لپاره سیالۍ روانې دي.
ټاکل شوې چې نن شنبه د بلجیم او انګلستان د فوټبال لوبډلې د درېیم مقام لپاره سره مخامخ شي.
د یک شنبې په ورځ به وروستۍ لوبه وي او د فرانسې د فوټبال لوبډله به د کرویشیا له لوبډلې سره مخامخ کېږي.
په وروستیو څو لسیزو کې دا اول وار دی چې د کرویشیا د فوټبال لوبډله د نړیوال جام د ګټلو لپاره وروستي پړاو ته رسېدلې ده.
0 نظرونه