سپینغر بست ته ماتې ورکړه
په کور دننه د زونونو ترمنځ د غازي امان الله خان د پنځوس اوورېز کریکټ سیالیو په دویمه ورځ سپین غر بست او بند امیر بیا امو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
کریکټ بورډ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د شپږو زونونو ترمنځ یو ورځنۍ دا سیالۍ د جولای د میاشتې په لسمه نېټه پیل شوي دي.
ټاکل شوې چې نن د دې سیالیو په دوام په کابل نړیوال لوبغالي کې د کابل او بند امیر او په خوست کې د بُست او مس عینک لوبډلو ترمنځ سیالۍ وشي.
0 نظرونه