ځانمرګي بريد او چاودنې تر سل زيات پاکستانيان مړه او ټپيان کړل
د بلوچستان ايالت په مستونګ کې د بلوچستان عوامي ډلې پر يوه انتخاباتي غونډه ځانمرګی بريد شوی دی چې له امله يې شل تنه وژل شوي او تر پنځوس زيات ټپيان دي.
په ټپي شويو کسانو کې د بلوچستان د پخواني اعلی وزير نواب اسلم رييساني کشر ورور سراج رييساني هم شامل دی.
تر پېښه وروسته د کوټې ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت خورا نازک ښوول شوی دی.
هاخوا نن سهار په بنو کې د ملا فضل الرحمان په مشري د جميعت علما اسلام ډلې پر پلويانو هم چاودنه شوې وه چې پکې پنځه تمه مړه شوي او دېرش نور ژوبل دي.
د پاکستان دغه ملايان هم په يوه انتخاباتي غونډه کې برخه اخيستو ته روان ول.
درې ورځې وړاندې د پېښور په يکهتوت کې د عوامي نېشنل ګوند پر يوه غونډه هم بريد شوی و چې پکې ديارلس تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل و.
0 نظرونه