ټرمپ برت کاوانا د سترې محکمې د غړي په توګه معرفي کړ
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر يو ۵۳ کلن قاضي د سترې محکمې د غړي په توګه معرفي کړ.
ډونالد ټرمپ د برت کاوانا د معرفي کولو پر مهال وویل، د امریکا په ستره محکمه کې د ښاغلي کاوانا ټاکنه يو غوره انتخاب دی.
برت کاوانا په ۲۰۰۶ مېلادي کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش لهخوا په واشنګټن ډيسي کې د فډرل محکمې د قضیو د بیا کتنې د قاضي په توګه ګمارل شوی و.
0 نظرونه