امریکا له جرمني څخه د ایران پر ضد غوښتنه کړې
په جرمني کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر پر دې هېواد غږ کړی چې د المان په بانکونو کې له ایراني حسابونو څخه د زیاتو نغدو پیسو د ایستلو مخه ونیسي.
په برلین کې د امریکا سفیر ریچارد گرنیل د جرمني بیلډ ورځپاڼې ته ویلي، د امریکا حکومت د تهران د هغه پلان په اړه اندیښمن دی چې غواړي په سلگونو میلیونه یورو نغدې پیسې ایران ته ولېږي.
امریکا دا غوښتنه په دې خاطر کړې چې د ایران له اټومي تړون څخه له وتو وروسته پر تهران باندې د متحده ایالاتو لهخوا لگول شوي مالي بندیزونه ښه اثر وکړي.
0 نظرونه