د ځان لپاره سټراټېژیک پلان
"اووف نه د دین شوم نه د سادین، والله که مې څوک د باغ مولۍ بولي، شپه ورځ ستړی بیا هم پوره وړی، ټوله خواري مې په باد لاهو شوه، ورور جانه! مه پسې ګرځه د املوکو په تول کې لاړم."
ناشونې ده چې ورته جملې مو نه وي اورېدلې، دغه جملې تر ډېره د هغو کسانو له خولو راوځي چې د ژوند په سرګردانو لارو او بیابانونو کې بې له کومې پوهې او پلانه روان وي. وایي، که د پلان په جوړولو کې ناکام شوې، پوه شه چې ځان ته مو د ناکامۍ پلان جوړ کړی؛ نو د دې لپاره چې زموږ ځوانان هم له ورته پایلو سره مخ نهشي، ورته اړینه ده چې د ژوند لپاره ټاکلې موخې او بیا موخو ته د رسېدو پلانونه جوړ کړي.
د سټراټېژیک پلان کلمه به مو ډېره اورېدلې وي، د دې کلمې په اورېدو مو په ذهن کې کوم هېواد یا کمپنۍ انځورېږي، ایا داسې مو انګېرلې چې یو شخص هم کولای شي د بریالي او ښه ژوند لپاره سټراټېژیک پلان جوړ کړي؟ په دې لنډه لیکنه کې په همدې موضوع خبرې کوو.
لکه څنګه چې سټراټېژیک پلان یوه هېواد یا کمپنۍ ته د حیاتي مادې حیثیت لري، په همدې ډول انسانان هم اړ دي چې د خپل ژوند لپاره پلان ولري. یو عالم وایي، که پوه نهشې چې چېرته روان یې؛ نو په هره لار چې لاړ شې خپلې موخې ته به و نه رسېږې. په تجاري برخه کې سټراټېژیک پلان د اوږد مهال په مخه چمتو کېږي چې پکې د کمپنۍ ليدلوری، میشن، اوږدمهاله او لنډمهاله موخې، مثبتې او منفي نقطې، احتمالي ګواښونه، شته فرصتونه، موخو ته د رسېدو سټراټېژۍ او ځينې نور کوچني موارد منعکس کېږي. که موږ ځان ته د یوه بنسټ «کمپنۍ...» په څېر وګورو کولای شو، د خپل شخصي ژوند لپاره هم ورته پلان جوړ او د خپلې راتلونکې په اړه وړاندوینه وکړو، په پایله کې خپلو موخو او ارمانونو ته ورسېږو. خپله راتلونکې جوړه کړئ، که نه برعکس راتلونکې به تاسې جوړ کړي؛ نو راځئ د دغه پلان د جوړېدو لپاره لاندې ټکي په نظر کې ونیسو.
۱. خپلې موخې مو مالومې کړئ
په لومړي قدم کې مو ټولې موخې او غوښتنې د کاغذ پر مخ ولیکئ، هر انسان چې موخې یې مالومې وي رسېدل یې ورته اسانه وي، که مو موخې مالومې نه وي مانا یې دا ده چې په کښتۍ کې سواره ياست او ګرد تاوېږئ، هيڅکله به کوم ځای ته و نه رسېږئ. د موفق او بریالي ژوند د لرلو لپاره اړینه ده ټاکلې او مالومې موخې ولرئ. د موخو د ټاکلو په اړه «بېل کوپيلېنډ» داسې وایي؛ «څوک چې موخه و نه لري په دې مانا ده چې د ژوند په میدان کې کښته او پورته منډې وهي او هيڅکله هم کوم ګول نهشي وهلای.»
۲. موخو ته مو لومړیتوب ورکړئ
په دويم قدم کې مو موخې وارزوئ او وګورئ چې کومې موخې مو ډېرې اړینې دي، د اړتیا او وخت په نظر کې نیولو سره ورته درجې او لومړیتوبونه ورکړئ.
۳. خپلې مثبتې نقطې وپېژنئ
بل اړین ټکی دا دی چې خپلې مثبتې او غښتلې نقطې مو وپېژنئ. د خپل ځان مثبتو نقطو د پیدا کولو لپاره دوې لارې شته، لومړۍ لاره دا ده چې له خپلو ملګريو، کورنۍ له غړيو، ټولګيوالو او هر هغه چا سره چې اړیکه لرئ پوښتنه وکړئ. دويمه لاره دا ده چې خپل ځان ته پخپله متوجه شئ او له خپلو تېرو تجربو، پوهې او مهارتونو په ګټې اخیستنې مو مثبتې نقطې پیدا کړئ. کوښښ وکړئ دغو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړئ. تاسې کومې ځانګړنې لرئ چې نور یې نه لري؟ کوم کار تر نورو ښه کولای شئ؟ کومو سرچینو ته لاسرسی لرئ؟ نور خلک ستاسې په وجود کې کوم قوتونه ویني؟
۴. خپلې منفي نقطې و پېژنئ
د خپلو منفي نقطو پېژندنه هم له تاسې سره مرسته کوي چې بریالی ژوند ولرئ. کولای شئ منفي نقطې مو د پورته دوو طریقو په مټ پیدا کړئ. کله مو چې له خپلو منفي نقطو خبر شوئ؛ نو کوښښ وکړئ چې فصیدي یې تر ټولو کم حد ته راوړئ او بالاخره یې یوه ورځ په مثبتو بدلې کړئ. کوښښ وکړئ دغو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړئ. د کومو دندو او کارونو له کولو وېرېږئ؟ هغه څوک چې تاسې پېژني ستاسې د کمزورتیاوو په اړه څه وايي؟ کوم منفي عادتونه لرئ؟ ایا د خپلې پوهې، مهارتونو او تجربو په اندازه پر ځان باور لرئ؟
۵. له شته فرصتونو ځان خبر کړئ
بل اړین ټکی دا دی چې له شته فرصتونو خبر اوسئ. په اوسنۍ نړۍ کې یوازې هغه ځوانان پرمختګ او رشد کولای شي چې ځان هره ورځ له تحولاتو او بدلونونو خبروي او له ارزولو وروسته تصمیم نیسي چې څنګه له دغو بدلونونو د ځان او نورو لپاره مثبته ګټه اخیستلای شو.
۶. له احتمالي ګواښونو خبر اوسئ
وروسته له دې چې له فرصتونو خبر شوئ؛ نو شته او احتمالي ګواښونه چې مو موخو ته د رسېدو مخه نیسي وپېژنئ او د امکان تر حده یې کنټرول کړئ، مه یې پرېږدئ چې موخې مو وځپي.
۷. موخو ته د رسېدو لپاره پلانونه جوړ کړئ
وروسته له دې چې پورتني قدمونه مو په بریالیتوب سره ووهل، د ټولو مواردو په نظر کې نیولو سره موخو ته د رسېدو لپاره پلانونه جوړ کړئ.
۸. پلانونه مو عملي کړئ
کله مو چې پلانونه جوړ کړل، د عمل جامه ور واغوندئ.
۹. د پلانونو تر عملي کېدو وروسته يې پایلې وارزوئ
کله مو چې پلانونه جوړ او عملي کړل، وګورئ چې پایلې یې ستاسې له وړاندوینې سره سمې دي او که نه؟ که یې پایلو له وړاندوینې سره ورتهوالی درلود، خپلو موخو ته ورسېدئ او بریالي شوئ، که نه دويم ځل به هماغه مو ته د رسېدو لپاره نوي او متفاوت پلانونه جوړ کړئ. دا هم په پام کې ولرئ چې هیڅکله هم ماتې ته تسلیم نهشئ، د «چرچل» په وینا بریالیتوب له یوې ناکامۍ څخه بلې ناکامۍ ته له تلو پیدا کېږي.
۱۰. بریالی ژوند ولرئ
پورتني قدمونه عملي کړئ او بریالی ژوند ولرئ. د «جیم روم» وینا ده چې د موخو او هغه ته د رسېدو تر منځ پل نظم او ډیسیپلین دی؛ نو پرته له نظم، ډیسیپلین او پلان څخه موخو ته په سم ډول رسېدل ناشوني دي. پایله دا شوه چې ژوند ته مو موخې وټاکئ، موخو ته مو پلان جوړ کړئ او له ژوند څخه مو خوند واخلئ.
0 نظرونه