نور نو د طالبانو جګړه په بغاوت او بلوا بدلېږي
۲۰ سرطان ۱۳۹۷ 109588 0 نظر سرخط ورځپاڼه

نور نو د طالبانو جګړه په بغاوت او بلوا بدلېږي

 

د نظام پر ضد د طالبانو روانې جګړې له لويه سره چندان ديني او مذهبي مشروعيت نه درلود.

کلونه وړاندې دغه جګړه په هېواد کې د افغانانو او د دې خاورې د اولادونو پر ضد پيل شوه، يوه خوا طالبان او بله خوا پخواني توپکيان وو چې يو پر بل يې د درنو وسلو باړونه چلول.

هماغه وروروژنه روانه وه، کله يو اړخ ماتې خوړه، بل به لاس بری کېده، کله به بريالی اړخ محاصره شو، کمزوری به پرې راپورته او قتل عام به يې وايست.

د طالبانو پخوانيو مشرانو هغه مهال هغې جګړې ته هم د جهاد نوم نه‌شوای ورکولای، بلکې د شر او فساد پر ضد جګړې نوم يې ورباندې ايښی و او ځان ته يې د وروروژنې لپاره يوه د خټو پزه ايښې وه.

وروسته پرته له دې چې د هماغې وروروژنې او کورنۍ جګړې څپرکی وتړل شي، د امريکا له راتګ سره امريکا د يوه اړخ پلو ونيو او پر بل يې بريدونه شروع کړل، وروسته يو اړخ راغی د حکومت پر لوړو څوکيو سپور شو او مقابل اړخ يې هماغسې پر ضد جګړې ته دوام ورکړ.

د طالبانو دغه اوسنۍ جګړه د هماغې کورنۍ جګړې او وروروژنې ادامه ده، خو بيا هم طالبانو څه په سپين‌سترګي، څه د ديني پرېکړو په غلط تفسير خپلې جګړې ته يوه جعلي مقدسه جامه وراغوستې وه.

د دغې جګړې په اړه د نړۍ د عالمانو چوپوالي او سکوت د طالب جګړه مبهمه کړې وه، همدا سکوت د دې لامل و چې د طالبانو په ليکو سربېره، ډېری خلک هم پر دې باور وو چې رښتيا لکه چې طالب د مقدسې جګړې جنګيالی دی، خو نور طالب د پخوا غوندې جګړې ته دوام نه‌شي ورکولای.

په اندونېزيا کې د افغانستان، اندونېزيا او پاکستان د ځينو عالمانو غونډه او د جګړې پر ضد فتوا، تر هغه وروسته په کابل کې د زرګونو ديني عالمانو را ټولېدل او د جګړې پر ضد فتوا او اوس دا دی په سعودي عربستان کې د افغانستان د روانې ناولې جګړې په اړه د نړۍ د اسلامي هېوادونو د عالمانو غونډه د طالب له جګړې څخه ورباندې هواره پرده ايسته کوي.

اوس نو يوې خوا ته د افغانستان په ګډون د درستې اسلامي نړۍ عالمان دي، له حرمينو شريفينو د جګړې ضد غږ پورته شوی، د طالب جګړه فتنه او فساد بلل شوی او بله خوا يوازې طالب او د لاهور څو پنجابي ملايان دي چې کرۍ شپه غرق نشه او سهار د اسلام څوکيداران ځانونه بولي.

د سعودي غونډه که نوره ګټه وکړي که نه، دا ګټه لري چې له لاهور څخه يې د اسلامي نړۍ په اړه د فتوا مالکيت واخيست، اوس که په اسلامي نړۍ کې هره پرېکړه کېږي، هر اقدام کېږي، په اړه به يې څوک د پنجاب سورږيرو ته غوږ نه نيسي، وروستۍ خبره به د اسلامي هېوادونو عالمان په مکه، جده، يا کومه بله سيمه کې کوي.

بله ښکاره ګټه يې دا ده چې نور نو هيڅوک د طالب جګړې ته سپېڅلې نه وايي.

د طالبانو د جګړې لويه برخه د اسلامي هېوادونو په چندو، خيراتونو، سرسايو او زکاتونو چلېده، خو تر دې وروسته به لږ تر لږه په نورو اسلامي هېوادونو کې څوک طالب ته لاس نه نيسي.

دا پخپله د طالب پر جګړه بد اثر کوي، سړوي يې او پاکستان چې خپله د ماښام په دال پورې حيران دی، نه‌شي کولای دومره اوږده جګړه په يوازې ځان وچلوي.

بله ګټه دا ده چې طالب نور د اسلام عسکر نه دی. نور نو طالب وچ په وچه بدماش دی. غل دی، فاسد دی، بغاوت يې کړی دی او د يوه اسلامي نظام پر ضد يې بلوا کړې ده.

دا به د طالبانو د ليکو په منځ کې لوی درزونه جوړ کړي، پرېمانه هغه طالبان چې تېروتي وو او د خدای لپاره يې دغه جګړه کوله، له طالبانو څخه په شا کېږي، پاتې قاچاقبران، ټېکه‌داران او د واک لېونيان بيا يوازې د جي‌ايچ‌کيو په ملاتړ او خپله بدماشي، جګړې ته دوام نه‌شي ورکولای.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې