ولسمشر غني له ځانه کمانډو جوړ کړی
۲۰ سرطان ۱۳۹۷ 118102 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ولسمشر غني له ځانه کمانډو جوړ کړی

 

د ټولنیزو رسنیو د ارزونو پر اساس ولسمشر اشرف غني د زورواکانو پر ضد په پرانیستې جبهه کې ښه پر مخ روان دی او که په پاتې یوه کال کې یې توره همداسې وچلېږي، لرې نه ده چې د بیا ټاکل کېدو پر وړاندې به یې مزاحمت پېچلی نه وي. سره له دې چې د خپل‌سرو زورواکانو ځپل یې کړې پخوانۍ ژمنه وه، خو بیا یې هم ډېر له راتلونکو ټاکنو سره تړي. که یې موږ هم همداسې فرض کړو نو د ۲۰۱۴ کال ټاکنیزو لانجو او پر ټاکنو زیانمن شوي باور ته په کتو سره که ښاغلی غني واک ته د بیا رسېدو تمه لري؛ نو په کاري ډګر کې ترې د داسې معجزې تمه ده چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په څېر ببولالو ته بیا څوک څڼې و نه غورځوي او د هر ډول ناسمو پلانونو تمه یې وخېژي.

هغه باید د خلکو زړونه داسې ور خپل کړي چې سیالان یې ټاکنو ته تر درېدو له مخه په خپله ماته باوري وي. سره له دې چې پروني او نني سیالان یې په دې پوهېږي چې که افغان ولسمشر همداسې روان وي، لرې نه ده چې دوی ته د لوبېدو هیڅ نه وي ور پاتې. پر همدې مهال هرې خوا ته د رټل شویو سیاستوالو له وارخطا منډو، د ټلوالو جوړول، د ولسمشر مدار ته د خپلو سر ناخلاصو پلویانو د ور اوښتو له مخنیوي ښکاري چې راتلونکو ټاکنو ته د ټینګې نه دي او خپل بار په اوبو کې ویني.

چې د څلورو نسبتاً نوم‌ورکو زورواکيو په رانیولو د ولسمشر ملاتړ دومره لوړېږي او هیلې ترې زیاتېږي، تمه دا ده چې د نسبتاً نوم‌وتو چورمارانو په رانیولو سره د ښاغلي غني د ټاکنیز بري ټکټ یقیني کېږي او هیڅ کورني خس او خاشاک نه‌شي کولای چې د هغه پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

ښاغلي غني اوس اوس په یوه اور کې سر په سر څلور څلوریزې ووهلې او په ډګر کې په ولاړو لوبغاړيو یې توره شپه جوړه کړې، خو ښکاري چې ښاغلی غني په خپل پاتې یو کلن ایننګز کې د څو اسمان‌څکو شپږیزو و هلو ته پلان نیولی. که هغه په روانه لوبه کې څو نورې څلوریزې او یو څو شپږیزې ووهلې د دغې ګمانډويي لوبې په ګټلو کې یې شک نه پاتېږي. اوس لوبه د ولسمشر په ګټه روانه ده او نندارچیان تمه لري چې په نړیوال ډګر کې د خپلې لوبډلې او اړخ تر لاسه کړی نوم لا نور روښانه او وځلوي.  

په وروستیو څو ویناوو کې ولسمشر پرله‌پسې د زورواکانو او غیرمسوولو وسله‌والو پر ضد خوله پرانیستې او له وروستیو کړنو او ویناوو یې د زورواکۍ ځپنې اراده له ورایه ښکاري. همدغې ارادې ته په کتو سره ویل کېږي چې په طالب‌ضد جګړې او فساد سربېره ولسمشر په یوه بله نوې جبهه کې جګړه پیل کړې چې تر لومړنیو دوو جبهو یې بری یقیني او د خلکو همکاري او ډاډ روښانه برېښي.

د ځپل شویو افغانانو تمه دا وه چې د افغانستان د روانې شخړې د کورني اړخ د له منځه وړلو دغه جګړه باید یوه نیمه لسیزه وړاندې پیل شوې وای، خو د پخواني ولسمشر د مصلحتونو پر اساس نه یوازې زورواکي کنټرول نه‌شول، بلکې لا ډېر چاغ کړل شول چې اوس یې ماتول نه یوازې ننګونه، بلکې د حکومت او افغانستان د ټیکاو او بقا مساله ګرځېدلې.

داسې ښکاري چې ښاغلي غني لوبه ډېره دقیقه ډیزاین کړې او عملي کېدل یې هم له حساسو ټکيو پیل کړې. په شروع کې یې یو تاجک، یو پښتون، یو ازبک را ونیول او له ازبکو پرته دوو نورو قومونو د ولسمشر د زورواکۍ ځپنې د سیاست هراړخیز ملاتړ وکړ. په نوې پیل شوې جګړه کې ښاغلي غني نه یوازې کورنی ملاتړ خپل کړی، بلکې په نړیوال ډګر کې هم شاباسونه ورکول شوي دي.  

داسې ښکاري چې له ۱۷کلونو وروسته لویدیځوالو د افغانستان د ستونزې کورني اړخ ته هم پام زیات کړی او واک ته د رسېدلو رټل شویو څېرو بېرته رسول او په ډالرو د هغوی پړسول اوس یوه تېروتنه ګڼي. ولسمشر غني په ښکاره په دغه نوې جبهه کې د جنګ پر بټنه ګوته ایښې او له روزل شوې کمانډو یې د خپل پلان د عملي کولو په برخه کې کار اخیستل پیل کړي چې د امریکا په ډالرو د مستانه خپل‌سرو زورواکيو د ښکرونو ماتول او قانون ته تابع کول یې اوس سره کرښه ده.

که په دې ۲ مسالو کې نړیوالو چې په سر کې یې امریکا ده، د افغانانو هره هیله پوره کړه کېدای شي د دې ۱۷کلونو ناخوالو زغمل ور وبښي. دواړه یې امریکا او ناټو ته ستونزمنې نه دي، خو د ولسمشر غني له دولت سره د ملاتړ ښوول دغه مبارزې اسانه بریالۍ کولای او د افغانانو زړونه او دماغونه ګټلای شي.

په کور دننه وارخطا شوي جنګسالاران باوري کوي چې ولسمشر د نړۍ په ژبه ښه پوهېږي او له دوی سره تر تفاهم وروسته یې د دوی د کمپلې ټولولو ته ملا تړلې ده. په افغانستان کې ډېر پر دې پوهېږي چې د دې هېواد تر نیمايي ډېرې ستونزې په دوی پورې تړلې او د دغو زورواکيو په ګونډو کېدو سره د افغانستان په ډېرو برخو ولس د ارام ساه کښلای شي.

له ولسمشره نیولې تر ولسکشره ډېر پر دې هم پوهېږي چې د روانو جګړو او ناامنیو ډېرې شبکې او پېښې په همدې غیرمسوولو وسله‌والو پورې تړلې او د دوی په نیولو سره په ډېرو سیمو کې د طالبانو پاڅون هم ارامېږي او ان کېدای شي د جګړې مجبوريت یې پای ته ورسېږي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې