بل پاکستاني لوبغاړي هم ممنوعه درمل خوړلي
پاکستانی کریکټ بورډ وايي، د دوی معایناتو وښوده چې د دې هېواد د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي احمد شهزاد ممنوعه یا غیر مجوز درمل خوړلي دي.
دا بورډ وايي، هغه ته به ژر سزا واورول شي چې ښايي پرې د لږ یا ډېر وخت لپاره د لوبو کولو بندیز هم ولګېږي.
د پاکستان کریکټ بورډ تېره میاشت ویلي و چې کوم لوبغاړي یې ممنوعه درمل خوړلي دي، خو نوم یې ښودلی نه و.
0 نظرونه