د ۱۶ کلنو فوټبال لوبډلې دویم مقام وګاټه
د هېواد ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال په سیالیو کې له دوو بریاوو او يوې ماتې سره دویم مقام خپل کړ.
د فوټبال فډراسیون د مالوماتو له مخې، د ازبکستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په دې سیالیو کې خپلې ټولې لوبې وګټلې او وتوانېد چې د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
افغانستان په دې سیالیو کې قرغزستان ته څلور د صفر او تاجکستان ته يو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه، خو له ازبکستان نهیې لوبه ۴ د ۱ په وړاندې بایلوده.
0 نظرونه