د سوریې هوايي ځواک د اسراییلي راکټونو دفاع کړې
د سوریې دولتي رسنیو ویلي، هوايي ځواکونو د اسراییل لهخوا پر حمص ولایت د توغول شويو راکټونو دفاع کړې او سقوط یې ورکړی دی.
سانا خبري اژانس ویلي، د سوریې هوايي ځواک د اسراییل یوه الوتکه ویشتلې او نورې الوتکې یې د سوریې د هوايي قلمرو د خوشې کولو لپاره اړ ایستلې دي.
هاخوا په لندن کې د سوريې د بشري حقونو د څار د ادارې رييس رامي عبدالرحمن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د اسراییل دغو هوايي بریدونو په تي فور پوځي اډه کې ایراني جنګیالي په نښه کول.
0 نظرونه