میانمار دوه خبریالان تورن کړل
د رويټرز خبري اژانس دوه خبریالان د روهنګیا اقلیت په اړه د راپورونو ورکولو په خاطر پرون د میانمار یوې محکمې د دې هېواد د محرمیت له قانون څخه په سرغړاوي تورن کړل.
د دې محکمې قاضي وايي، ۳۲ کلن والون او ۲۸کلن سیوا هو چې برمایان دي، د جولای په ۱۶مه به د محکمې لومړنۍ غونډې ته حاضر شي.
د برما د قوانینو له مخې، هغو تورونو ته چې دا خبریالان ورسره مخ دي، تر ۱۴ کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدای شي.
0 نظرونه