ټرمپ د ناټو له اندېښمنو مشرانو او بیا له پوتین سره گوري
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ترمپ نن د ناټو د غړیو هېوادونو په غونډه کې د گډون په موخه بروکسل ته ځي.
ټاکل شوې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اروپا ته په سفر، څلورو هېوادونو بريتانيا، سکاټلنډ، بلجيم او فنلنډ ته لاړ شي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ به اروپا ته په سفر کې له خپلو سیالانو سره د سوداګرۍ پر سر د لانجو او پوځي مصارفو په اړه خبرې وکړي.
په ورته وخت کې ټاکل شوې چې ولسمشر ترمپ د جولای په شپاړلسمه نېټه د فنلنډ په هلسینکي کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وگوري.
0 نظرونه