د غزني والي غوا حلاله کړه؛ جاغوريوالو طالبانو ته ۱۵ميليونه افغانۍ رشوت ورکړی
د ملي دفاع د وزير په مشري د حکومت د لوړپوړيو چارواکيو يو پلاوی د غزني جاغوري ولسوالي ته تللی چې هلته له خلکو سره د هغه ګواښ له امله غمشريکي وکړي چې طالبانو د دغې ولسوالي خلکو ته کړی و.
طالبانو جاغوري ولسوالي ته يو ليک لېږلی و چې که دوی ته پيسې ور نه کړي؛ نو ښايي د توپکو شپېلۍ د دغې ولسوالي پر خوا هم ور واړوي.
په دغه لوړپوړي حکومتي پلاوي کې د دفاع وزير، د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست معينان او لوړپوړي مشران، د سيمهيزو ارګانونو لوړپوړي چارواکي او د غزني والي جاغوريو ته تللي او هلته يې د بلا د دفعې په پار يوه پښه تړلې غوا هم حلاله کړې او د جاغوري خلکو ته يې د اوږده ژوند دعاوې کړې دي.
په همدې ورځ چې دغه لوړپوړي ښاغلي د طالبانو د ګواښ له امله تر جاغوريو ستړي وو، د غزني پر ښار پرلهپسې درې توغندي را وتوغېدل چې دوولس تنه يې ټپيان کړل او له بېلابېلو ولسواليو څخه د درنو نښتو او وژنو راپورونه ورکول کېدل.
د غزني اندړ، قرهباغ، مقر، ګيلان، ناوه، ګېرو، زنخان، خوږياڼي، واغظ او رشيدان ولسوالۍ له څو کالو راهيسې يا بشپړه سقوط دي، يا يې يوازې يوه کانټينري پوسته د حکومت په لاس کې ده. هره ورځ په دغو ولسواليو کې پر خلکو قيامت را ټيټ وي، خو د دغو سيمو خلک وايي، حکومت ته يې غم تر واوره سوړ دی او څوک يې روانې وينې تر اوبو مهمې نه بولي.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي وروسته له هغه د غزني جاغوري ولسوالي ته يو سفر مهم وباله چې طالبانو د دغې ولسوالي ولسوال ته ګواښ کړی و چې که طالبانو ته رشوت ور نه کړي، کېدای شي طالبان پر دې فکر وکړي چې څه وخت پر جاغوري ولسوالي هم بريدونه وکړي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د همدې ولسوالي خلکو او حکومتي چارواکيو له څو کالو راهيسې طالبانو ته هره مياشت يوه ټاکلې اندازه پيسې ورکولې چې طالبانو پرې د غزني په نورو سيمو کې جګړه توده ساتلې وه، خو په وروستيو دريو مياشتو کې يې پر طالبانو دغه پيسې بندې کړې وې او همدا لامل و چې خبره تر ګواښ پورې ورسېده.
طالبانو په وار وار دغې ولسوالي ته د قلنګ لپاره کسان ور لېږلي وو، خو دوی يې له ورکولو ډډه کړې وه.
وروسته طالبانو د اخطار په توګه د خواجه عمري ولسوالي سقوط کړه، خو دوی بيا هم غاړه نه کېښوده، وروسته يې جغتو ولسوالي پسې سقوط کړه او چې بيا هم د جاغوريو چارواکيو انکار وکړ، خبره مخامخ ګواښ ته ورسېده.
د ملي دفاع وزير جاغوري ولسوالي ته د کورنيو چارو وزارت، د ملي امنيت د لوی رياست، سيمهيزو ارګانونو معاونان او لوړي پوړي چارواکي او په پارلمان کې د غزني ځينې وکيلان هم له ځان سره بيايي، خو د غزني په مرکز کې چې دوی په ولايت مقام کې ناست وي، پر ښار پرلهپسې درې توغندي را اوري.
يو توغندی په ولايت مقام کې هغې کوټې ته څېرمه لګېږي چې دغه لوړپوړي ښاغلي پکې ناست دي، درې تنه د اردو سرتېري په همدې بريد کې ټپيان کېږي، يو توغندی په ښاروالي کې لګېږي چې دوه تنه ژوبلوي او بل په معارف کې نښلي چې اووه تنه ژوبلوي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، له دغو بريدونو څخه په غزني کې د دوه سوه درېيم تندر قول اردو قوماندان شعور ګل لا له وړاندې خبر و، خو د بېکفايتي له امله يې مخه و نهشوای نيولای.
د اردو دغه چارواکي ته خبر ورکول شوی و چې د غزني په سره کلا، په قلعه قاضي او يوه بله سيمه کې طالبان ګوته په ماشه ناست دي او پر ښار د بريد پلان لري، خو ده يې خبرداری بابېزه بللی و.
د غزني ډېری اوسېدونکي وايي، د اردو دغه قوماندان د هېواد په کچه تر ټولو بېکفايته قوماندان دی او د غزني د ناامنيو لويه برخه د ده د بېکفايتي له امله ده.
ده څو ورځې وړاندې په قرهباغ کې د عملياتو اوازه خپره کړې وه او همدا اوازه د دې لامل شوې وه چې طالبانو ځانونه ورټول کړي او د سرتېريو ټانکونه تر مقره پر سړک تللي او بېرته راګرځېدلي دي.
د غزني اوسېدونکي وايي، د شعور ګل ټول عمليات دې ته ورته دي.
پر غزني تر راکټي بريدونو وروسته د لوړپوړيو ښاغليو پلاوی د والي، ولايتي چارواکيو او د ولايتي شورا د وکيلانو په ګډون جاغوريو ته ځي او هلته تر هر څه وړاندې يوه غوا حلالوي.
وروسته د جاغوريو ولسوال ظريف شريف په خپله وينا کې له دفاع او کورنيو چارو وزارته غواړي چې د طالبانو دغه ګواښ د سيمې خلک سخت اندېښمن کړي دي؛ نو په دې خاطر چې دوی ډاډه شي، بايد په دغه ولسوالي کې د ملي او سيمهيزو پوليسو تشکلات لا پراخ شي، په جاغوري کې د اردو يو کنډک ځای پر ځای شي او د سيمهيزې اردو يو ټولی هم بايد هلته پر دندو وګمال شي.
په دې سربېره، ظريف شريف غوښتي چې د جاغوريو هغه ځوانان چې په جغتو، مرکز او نورو ولسواليو کې د سرتېريو په ليکو کې دي، بايد جاغوريو ته ولېږل شي او دغې ولسوالي ته لا ډېرې وسلې ولېږدول شي.
د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي د خپلو خبرو پر مهال دوی ته ډاډ ورکړی چې ټولې غوښتنې به يې ومنل شي.
سرخط ته د په لاس ورغليو مالوماتو په اساس، مخکې له دې چې د لوړپوړيو ښاغليو دغه پلاوی پر جاغوري ورکښته شي، د تېرې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په پارلمان کې د غزني د استازيو او ځينو هزاره مخورو په منځګړيتوب د طالبانو او د دغې ولسوالي د چارواکيو تر منځ دوې غونډې شوې دي.
سرخط ته په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې يوه غونډه د ګيلان په رسنه کې او بله د جاغوريو په انګورو سيمه کې د طالبانو او هزاره مشرانو تر منځ شوې ده.
په دويمه غونډه کې طالبانو ته پنځلس ميليونه افغانۍ رشوت ورکول شوی دی چې پر جاغوريو دې کار نه لري او په دغو پيسو دې د غزني په نورو سيمو کې جګړه توده وساتي.
0 نظرونه