د ايتلافونو طراحان کومه بله طرحه نه لري؟
۱۹ سرطان ۱۳۹۷ 120363 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د ايتلافونو طراحان کومه بله طرحه نه لري؟

 

 

د جمعيت اسلامي ډلې اجراييه رييس د حکومت د اجراييه رييس له يارانې تر بېزاري وروسته، د حکومت پر ضد، په زړو ټکيو او زړو طرحو د نوې جبهې ور پرانيست.

عطا محمد نور هېواد ته تر رارستنېدو او دلته له حکومته د بېلابېلو مرورو تر ليدو وروسته، په يوه خبري غونډه کې سر له اوسه د ولسي جرګي، ولسواليو شوراګانو او بيا د ولسمشرۍ پر ټاکنو شک وکړ او په ټاکنو کې د احتمالي درغليو له امله يې ځان اندېښمن وباله.

عطا وويل، که وضعيت کړکېچن شي، دوی د موقت حکومت طرحه تياره لري او بايد عملي شي.

د حکومت سياسي مخالفان چې ځانونه اپوزيشن بولي او کله کله پر دولت داسې نيوکې کوي، داسې ګواښونه ورته کوي او داسې اقدامات کوي چې د نظام پښې ورسره لړزېږي، د موقت حکومت طرحې ته لکه د مجاهدينو د وخت د سېبازول ګوليو په سترګه ګوري.

هر که مرض وي، که درد وي، که هره ستونزه پېښېږي، بس همدا ورته دوا ښکاري او ناروغ ته يې ورماېيي.

د اوسني حکومت له جوړېدو تر اوسه پورې چې هر څوک مرور شوی، يا په کور دننه کومې وړې او غټې ستونزې سر راپورته کړی دی، دوی ستونزې ته اول او اخېر حل موقت حکومت بللی دی.

که دوستم ګېله‌من شوی يا له وطنه تللی، بايد موقت حکومت جوړ شي، که عطا له ولايته ايسته کېږي او استعفا يې منل کېږي، خو دی يې نه مني، بايد د حل لپاره موقت حکومت جوړ شي، که د همايون همايون فرمايشونه پر ځمکه غورځي؛ نو همايون به يوازې د موقت حکومت د جوړېدو په صورت کې خوشاله کېږي، که د ظاهر قدير، لالي، اسماعيل خان او نورو طبيعت ناسازه شي، خامخا به يې علاج موقت حکومت وي.

دغه ډله کسان په تېرو کلونو کې پرله‌پسې د پرېمانه ايتلافونو طراحان وو او د هر ايتلاف لومړۍ او وروستۍ غوښتنه يې موقت حکومت وه.

دلته سوال دا دی چې د ناکامو ايتلافونو دغه نه ستړي کېدونکي طراحان د موقت او لنډمهالي حکومت پر ځای، د دې هېواد لپاره کومه بله طرح هم لري؟

دا دی موقت حکومت هم جوړ شو، دا طرحه هم عملي شوه، د وطن، خاورې او ولس کوم درد به دوا کړي؟

هېواد به پرې قرار شي؟ جګړې به سړې کړي؟ د فقر مخه به ونيسي؟ د ولس او حکومت تر منځ واټن به کم کړي؟ سواد، زده‌کړه او پوهنه به عامه شي؟ د خلکو د پوهاوي کچه به لوړه کړي؟ په لرې پرتو سيمو کې به روغتيايي اسانتياوې اسانه کړي؟ له خاورې د ځوانانو د فرار ګراف به را ټيټ کړي؟ خلکو ته به کار روزګار پيدا کړي؟ په حکومتي ادارو، قضا او پارلمان کې به د روان فساد کچه راکمه کړي؟ د ښځو ژوند به بهتر کړي؟ ماشومان به له تر دوی درنو کارونو را وګرځوي او ښوونځي ته به يې ولېږي؟ څه به وکړي؟

په دغو يادو شويو شيانو کې به په يوه برخه کې هم ذره بدلون او ښه‌والی را نه‌شي، لا به حالت تر بدو بتر شي، يوازې همدا څو فاسد، خونخواره، غله او لوټماران به واک ته ورسېږي، د ولس پر اوږو به بيا سپاره شي او بيا به يې تر څو کلونو پورې د همدې خلکو په زبېښلو وينو خولې سرې وي.

د موقت حکومت طرحه، د موقتو ايتلافونو طراحان د موقتو ګټو لپاره وړاندې کوي او د هېواد اوږدمهالي درودونه او کړاوونه نه‌شي حلولای.

دوی د خپلو شخصي ګټو په مقابل کې نه د دې خاورې په غم کې دي، نه يې د ولس په بده ورځ زړه درد کوي، نه د دې په کيسه کې دي چې وطن به اور واخلي، نه دا پروا لري چې د پردو هېوادو د سمندرونو کبان به مو د ځوانانو په غوښو ماړه شي، نه له خدايه ډارېږي، نه له ولس څخه حيا ورته درېږي، بس کرۍ ورځ او شپه د يوې حرامې او مردارې ګولې په لټه دي چې له هرې خوا په لاس ورغله، ور دې شي، خو چې دوی يې تر ستوني تېره کړي.

د دې خلکو مرګ تړل، وهل او ټکول نه دي، ګواښل، زندان ته کشول او له صحنې ايستل د دوی کاروبار دی، په دې کاروبار کې دوی تر هر چا ښه تجربه لري، معافيت يې ورسره اخيستی دی، د دوی مرګ د دوی د اهميت کمول دي، دوی بايد نامهم شي او خبرې، ګواښونو او اخطارونه يې د اوبو تر جوړا بې‌ارزښته شي.

حکومت بايد د ولس خوا ته مخ کړي، د پوهاوي کچه زياته کړي، د دغو خلکو پر څېرو راهوار زرين نقاب ورڅخه کش کړي، خلکو ته يې اصليت وښيي، بيا به يې نه څوک خبرې ته غوږ نيسي، نه به تر شا ورپسې روان وي. همدا د دوی مرګ دی.

که پوهه زياته شي، خلکو ته کار وکول شي، ځوانان پر کار بوخت شي، د هغوی درد، ستونزې او کشالې حل، هوارې او غم يې وخوړل شي، بيا به دا زورور او ښکرور هر يو د خيرک ادې وي او څوک به يې د نيکه په خيرات کې هم خبرول مهم نه بولي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې