طالبان ولې هر سولهیز خوځښت ته امریکايي نوم ورکوي
طالبانو ته له ځانه پرته هیڅوک مسلمانان نه برېښي او پر همدې اساس هر هغه خوځښت ته امریکايي او کفري نوم ورکوي چې د دوی کړنو ته ګوته ور تېره کړي. په وروستیو څو میاشتو کې طالبانو د سولې په تړاو هغه ټول حرکتونه او غوښتنې امریکايي وبللې چې له دوی سوله غواړي.
دوی په ښکاره د سعودي د مسجد الحرام د مفتي خطبه د ټرمپ وینا وبلله او د مسجد النبوي د امام خطبه یې امریکايي وګڼله. نعوذ بالله چې د الله په کلام او د خوږ پېغمبر له احادیثو ډکې وینا ته د ټرمپ او امریکا نوم ورکړل شي؛ نو له داسې خلکو افغانان د ترحم او اسلامیت تمه څنګه کولای شي؟
که دا کار کوم بل اړخ کړی وای اوس به یې په څلورو مذهبونو سوچه کافر کړی و، خو سرناخلاصو ته اوس دا خبره څوک په مغزو ور ننباسي. افغان حکومت داسې ملت ته سوله او ارامي غواړي چې د همدغه طالب چې د قران پاک پر ایتونو څرخېدونکې خطبې ته د ټرمپ وینا وايي او د الله ج د کور د امام او د نبي علیه السلام د مسجد دامام خبره ورته ناسمه برېښي.
طالبانو په خپل وروستي غبرګون کې په مکه او جده کې د نړۍ د مشهورو مفتیانو او دیني عالمانو ناستې ته هم امریکايي نوم ورکړ چې نن او سبا به روانه وي. افغانان له داسې دښمن سره مخامخ دي چې د نړۍ ټول مسلمانان ورته امریکایان ښکاري او د نړۍ ټولې ټاپې له دوی سره دي.
د امریکا ټاپه له دوی سره ده، د کفر او اسلام ټاپې له دوی سره دي، د جنت او د دوزخ سندونه او ټاپې له دوی سره او د دین ټېکه له دوی سره ده او هر چا ته یې د خپل ذوق پر اساس صادروي. طالبانو په تېرو ۲ لسیزو کې له ملته فکر تروړلی او هوښ یې ځنې لوټلی، یوازې د دوی اتڼ ته څڼې غورځوي او د ټاپهمارو په دې تحریک کې د اسلام هره مخالفه کړنه ورته سمه او د هر سالم مسلمان هر اسلامي عمل ورته د ټاپهمارو په خوله ناسم ښکاري.
ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو ورځو کې د نړۍ یو شمېر مخور دیني عالمان د سعودي په مکه او جده ښارونو کې راغونډ او د افغانستان د جګړې په اړه خپله فتوا او نظر ورکړي، خو ټاپهمار طالب پرې د امریکا ټاپه ووهله.
ډېرو ته کېدای شي دا پوښتنه ور پیدا شوې وي، که امریکا دومره خرابه او ګمراه وي؛ نو بیا ولې دوی ورته خوله جینګه نیولې او هره ورځ ورته د خبرو اترو زارۍ کوي؟ چې د نړۍ په یوه بل سر کې یو اسلامي عالم د الله پاک او حضرت محمد ص لاره بیان کړي، طالب د ایاسای په خوله ټاپې ور مرش کړي.
د طالبانو قبله په اسلاماباد کې ده او ان یو ځل یې هم د ایاسای د ملایانو نظر او خبره رد نهشوای کړای. طالبانو ته یوازې ملا سمیع الحق او باجوه مسلمانان ښکارېږي او د قاري سدیس او قرضاوي په شان عالمان امریکایان ګڼي. د نړۍ پر وتلو دیني عالمانو د ټرمپیانو د ټاپو په لګولو سره خو به یو شمېر سرناخلاصو افغانانو ته دوکه ورکړي، خو له الله پاک څخه به څه ډول ځان خلاصوي چې ولې یې پر مسلمانانو د کافر ټاپې لګولې او د پاکستانیانو د ګټو لپاره یې ولې له افغانستان څخه قصابخانه جوړه کړې او د افغانانو بچیان یې پکې وژل!؟
نبي علیه السلام فرمايي؛ « الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ» یانې مسلمان هغه څوک دی چې مسلمانان یې له ژبې او لاس څخه په امن کې وي؛ نو اوس تاسې د پېغمبر علیه السلام دې یوه کوچني حدیث ته په کتو سره فکر وکړئ چې د طالبانو له ژبې او ټاپو مسلمانان په امن دي؟ ایا د مکې او مدینې امامان د دوی له ژبې خوندي پاتې شول؟ ایا د اندونیزیا، کویټ، مصر، ازبکستان او نورې نړۍ مشران او مذهبي علما د دوی په تور د چا په صف کې و نه درول شول؟ ایا د دوی له ژبې پخپله افغانان خوندي دي؟ ایا د دوی په ژبه لسګونه زره افغان مسلمانان نه دي وژل شوي؟ ایا د دوی په خوله هره ورځ د افغان بچي ته زیان نه رسېږي؟ ایا د دوی په خوله د افغان بچو ښوونځي او روغتونونه نه دي تړل شوي؟ ایا د دوی په ژبه د افغانستان سړکونه او عام المنفعه ځایونه نه ورانېږي؟ ایا د دوی په ژبه د خلکو بچي د خیر که د شر د کار لپاره دعوت کېږي. دا ټول ښيي چې د طالبانو له ژبې مسلمان افغان ته له هر اړخه زیان رسېږي او ان په بهر کې د افغانستان خلک د دوی په نامه نیول کېږي او ځورول کېږي.
د همدې پورتني حدیث په استناد د طالبانو له لاسه د افغانستان په هر کلي کې په ګڼ شمېر کې خلک ووژل شول او لا هم وژل کېږي. د دوی له لاسه کور په کور دښمنۍ جوړې شوې او خلک له خپل پولې، پټي او نغري بېبرخې شول. د طالبانو له لاسه خلکو خپل باغونه او کورونه خوشې کړل او نورو سیمو ته کډه شوي.
ویل کېږي چې یوازې په کابل کې تر یو میلیون ډېر داسې خلک ژوندي کوي چې د کرایې له نه لرلو سره سره یې د طالبانو له لاسه خپل کور او کیږدۍ خوشې کړي او په کرايي کورونو کې ژوند کوي.
دوی له کلو او بانډو داسې خلک په تېښته مجبوره کړي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره سرګردانه دي. طالبان په کابل او لویو ښارونو کې د شوروي تاړاک مهال په څېر اوسېدونکي د امریکا او دولت معاشخواره غلامان بولي او په دې تور د هغوی د وژلو فتوا په جېبونو کې ګرځوي.
دوی ځکه هر څه ته د امریکايي رنګ ورکوي چې روان ناتار یې مشروعیت ومومي او اسپ یې تېز او چاړه یې د افغان پر غړۍ تیره پاتې شي. افغانانو په تېرو څلورو لسیزو کې له هیڅ تجربې ګټه پورته نه کړه او لا هم د پردیو تورونه او ټاپې ورته رښتینې برېښي او د خپل ورور وژل د نورو په خوله روا او فساد د بل په ژبه جهاد ګڼي.
0 نظرونه