که سوداګريزې اړيکې پراخې شي وطن بسيا کېږي
۱۹ سرطان ۱۳۹۷ 125399 0 نظر حمیدالله فیضي

که سوداګريزې اړيکې پراخې شي وطن بسيا کېږي

د ټولنو اقتصادي پراختیا او پرمختګ د هېوادونو تر منځ د اړیکو په ټینګښت، راکړه ورکړه او همدا ډول د اړتیا وړ توکيو په تر لاسه کولو پورې اړه لري. د اقتصادي پراختیا یوازېنۍ لار سوداګري ده، ځکه چې سوداګري د هېوادونو د نږدېوالي تر ټولو مهم لامل ګڼل کېږي، سربېره پر دې سوداګري د ا قتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

اوس اوس افغانستان او ازبکستان په خپل‌منځي سرحد کې ازاده سوداګریزه حوزه جوړوي، په هغه غونډه کې چې د اروپايي ټولنې او د سوداګرۍ د نړیوال مرکز په همکارۍ او مرسته جوړه شوې وه، د افغانستان او ازبکستان څه باندې ۴۰ خصوصي او دولتي استازيو د سوداګرۍ او پانګونې پر ښهوالي او افغانستان او ازبکستان د دواړو هېوادونو په سرحد کې د یوې ازادې سوداګریزې حوزې پر جوړولو سلا مشورې تر څنګ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو د دولتي او خصوصي سکټورونو استازيو د خپل‌منځي ټرانزیټي او سوداګریزو هوکړو د عملي کولو په هدف  بېلابېلې غونډې کړې دي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو پانګه‌وال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوال دي، که دغه پانګونه زور واخلي په ډېره لږ موده کې افغانستان اقتصادي پرمختګ او د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لاره پیدا کوي.

افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ډېر ښه پوټينشل لري، د افغانستان کانونه لاس نه خوړلي پاتې دي او د سروې‌ګانو له مخې درې ټريليونه ډالره پانګه پکې نغښتې، دغه راز د سويلي او منځنۍ اسیا تر منځ د سوداګرۍ پراختیا او هغه امکانات چې له دې لارې افغانستان ته په لاس ورځي، د روانو اوبو پرېمانه شتون چې له بده‌مرغه زیاته برخه یې بهرنیو هېوادونو ته بهېږي، پرته له دې چې په هېواد کې دننه له دې اوبو ګټه واخيستل شي. له ترکمنستانه پاکستان او هندوستان ته د غازو د نل‌لیکې غځېدل، هغه مهم او ارزښتناک امکانات دي چې په کارولو سره به یې افغانستان له اقتصادي اړخه په پرمختللو هېوادونو کې و ګڼل شي، خو دغه ټول امکانات کارول په هېواد کې ښه امنیتي وضعیت ته اړتيا لري چې په هره توګه وي باید ټینګ شي.

د افغانستان او ازبکستان هېوادونو تر منځ مختلفو د پانګونې جذب، د سوداګریزې ودې او راکړې ورکړې لپاره د نویو لارو کارول او د سوداګرۍ او ټرانزیټي ودې لپاره د اوسپنې پټلۍ غځول هغه ټکي دي چې کولای شي د اقتصادي پرمختګ تر څنګ سوداګریزې اړيکې پراخې کړي.

د افغانستان دولت هڅه کوي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو په تېره بيا له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکړي، له دې هېوادونو سره راکړه او ورکړه ولري، خو لا هم ځینې ستونزې شته چې باید د هوارۍ په موخه يې کوټلي ګامونه پورته شي.

له ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، تاجکستان، اذربایجان او هندوستان سره د اقتصادي راکړې ورکړې پراختیا کولای شي د اقتصادي پرمختګ لپاره لارې چارې هوارې، زراعتي حاصلات زیات او د بزګرانو د محصولاتو لپاره نړیوال بازار پيدا کړي.

نن سبا د افغانستان او ازبکستان دواړه ګاونډي هېوادونه یوه بل ته تر پخوا ډېر ور نږدې شوي چې د اړیکو په دغه نوي پرانیستل شوي فصل کې د دواړو هېوادونو تر منځ د راکړې ورکړې د پراختیا لپاره ګڼ شمېر تړونونه لاسلیک شوي او ورځ تربلې یې سوداګریزې اړیکې پراخېږي.

په منځنۍ اسیا کې هر هېواد د طبيعي زیرمو له اړخه، ځان ته ځای ځایګی لري چې ازبکستان د انرژۍ او کرنیزو محصولاتو له اړخه مهم هېواد دی، څو پېړۍ وړاندې د سمرقند، ترمز او بخارا پنبې ته نړۍ ګوته په غاښ وه او د شوروي استعمار لپاره همدغه هېواد سویلي اسیا ته د رسېدو دروازه وه چې د دوستۍ په نوم پل یې له افغانستان سره نښتی و او اوس دغه دوستي ورځ تر بلې پراختیا مومي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې