پنجشیر کې د فوټبال سیالۍ پيل شوې
د فوټبال د سیمهییز ټورنمنټ مرکزي زون سیالۍ په پنجشیر ولایت کې پيل شوې.
د فوټبال فډراسیون مرستیال او د سیالیو تنظیمونکي علیم شېرزاد وايي، په دې ټورنمنټ کې پنځه ټیمونه کې چې دوه یې د پنجشېر، یو- یو یې د کاپیسا، پروان او بامیانو ولایتونو دي په خپلو کې سیالي کوي.
د شېرزاد په خبره د دئ سیالیو کې په لومړۍ ورځ پنجشېر ټیم له کاپیسا سره لوبه وکړه چې صفر- صفر سره پای ته ورسېده.
0 نظرونه