مایک پومپیو د شمالي کوریا تورونه بېځایه بولي
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير د شمالي کوريا وروستي تورونه کم اهميته وګڼل.
مايک پومپیو وايي، پر دې هېواد به بنديزونه تر هغو دوام کوي چې پيونګ يانګ د خپل رهبر کېم جونګ اون له ژمنې سره سم، له خپلو اټومي وسلو لاس نه وي اخيستى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير پرون په توکيو کې د جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر خبرو وروسته وويل؛ بنديزونه به تر هغو پر ځاى پاتې وي چې له اټومي وسلو د تصفيې جزيات په بشپړ تصديق شوي نه وي.
شمالي کوریا بيا امریکا زورواکه ګڼلې ده.
0 نظرونه