ټرمپ نن د سترې محکمې قاضي ټاکي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن دوشنبه خپل نوی قاضي نوموي.
دغه نوی قاضی به، که په سنا کې منظور شي، د تقاعد کېدونکي قاضي انټوني کنیډي ځای ونیسي.
که څه هم قاضي کنیډي په عمومي ډول محافظه کار و، خو ډېرو محافظه کارانو فکر کاوه چې په یو شمېر مهمو مسایلو کې يې دوامدار محافظ کار دریځ نه درلود، لکه څنگه چې باید وای.
0 نظرونه