د جنګ لنډي ماران به شمال له ګواښ سره مخ کړي
څو ورځې کېږي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پخواني جګړهماران او اوسني زورور د حکومت روغې سترګې ته برابر شوي او څو تنه يې يو په بل پسې لاس تړلي کابل ته راوړل شوي دي.
په دوی کې زورور او مشهور يې د فارياب نظام الدين قيصاري او د روزګان رحيم الله خان دي چې تر نښتو او د دوی د پلويانو تر ژوبلېدو او وژل کېدو وروسته نيول شوي او کابل ته رالېږدول شوي دي.
د قيصاري تر نيولو وروسته هم د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم له ترکيې څخه حکومت ته ګوته وڅنډله او ګواښ يې وکړ چې که دا سړی بېرته خوشې نه کړي، ښه به ور ته نه وي او د شمال ډېری سيمې به ناامنې شي او هم په کور دننه د حکومت او نظام پر ضد بېلابېلو هڅې، شورشونه او خوځښتونه پيل شول.
د نظام الدين د نيولو په سبا په ميمنه کې خلکو حکومتي ودانيو ته اور واچاوه او له هغه وروسته بيا د بلخ- کابل لويه لاره د قيصاري د پلويانو او د دوستم د پيروانو له لاسه تر خلاصې، بنده ډېره وي.
پرون همدا کسان تر بغلان پورې رسېدلي وو او په پلخمري کې يې د خلکو پر مخ د کابل-بلخ لويه لاره د خلکو پر مخ تړلې وه.
د همدې خلکو د قهرجنو مظاهرو له امله په کابل او د هېواد په بېلابېلو نورو سيمو کې د خوراکي او نورو موادو بيې اسمان ته ختلې دي او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
کيسه پر همدې ځای نه ختمېږي، بلکې تر دې ناوړه کارونه چې يې کړي، هغه د جمعيت او جنبش ډلو د سرلارو له خوا خپلو پلويانو ته ويل شوي دي چې په امنيتي برخه کې حکومت له ننګونو سره مخ کړي.
له بده مرغه څو کاله وړاندې چې په افغانستان کې د سيمهييزو پوليسو په نامه خلکو ته وسلې ورکول کېدې، په شمال کې د جنبش او حمعيت ډلو ټولو پخوانيو جګړهمارانو د همدې سيمهييزو پوليسو په نوم وسلې واخيستې او د حکومت په امکاناتو يې د حکومت پر ضد کارونه پيل کړل.
اوس د شمال تقريبا په ټولو لېرې پرتو سيمو کې د همدې دوو ډلو جګړهماران يا د سيمهييزو پوليسو او يا د خيزش مردمي په نامه وسلې ګرځوي، پوستې لري او د حکومت رنګ يې بد کړی دی.
دوی ته د خپلو مشرانو له خوا ويل شوي دي چې تر واک لاندې سيمې طالبانو او نورو ترهګرو ته خوشې کړي چې سقوط شي.
د دوی د همدې خيانت له امله، په تېرو دريو ورځو کې د بلخ او فارياب تر لسو زياتې لويې پوستې او قرارګاوې له هيڅ ډول مقاومت او جګړې پرته طالبانو ته خوشې شوې او اوس د حکومت له واکه وتلې دي.
د جمعيت او جنبش ډلو مشران اوس غواړي په دې توګه پر حکومت فشارونه ډېر کړي چې د جنګسالارانو پر ضد له پيل شويو عملياتو څخه لاس واخلي.
حتا له ځينو سيمو څخه خو داسې راپورونه هم رارسېدلي دي چې د همدې دوو ډلو وسلهوالو چې ځانونه يې تر اوسه سيمهيز پوليس بلل، پر کومانډو او نورو سرتېرو بريدونه هم کړي دي.
دغه ډله کسان اوس تر طالب او بل ترهګر د خلکو، وطن، خاورې، نظام او حکومت لپاره لا ډېر خطرناک دي.
ځکه دوی هم د حکومت امکانات، وسله، موټر، ډوډۍ او معاش کاروي، هم د حکومت په ټولو ادارو کې ښه بلد دي، هم يې سيمې ليدلې دي او هم تر دښمن حکومت ته ډېر نږدې دي.
دوی اوس د جنګ په لنډيو مارانو بدل شوي دي او مار چې لنډی شي، تر پخوا ډېر خونړی شي.
د جمعيت او جنبش ډلو ثابته کړه چې د خپلو شخصي ګټو په بدل کې ورته ملي ګټې، هېواد او ولس د توت ارزښت هم نه لري.
حتا د دوی که شخصي ګټې په خطر کې شي، حاضر دې چې خپله خاوره هم طالب ته پرېږدي او پر کور کښېني، يا پر همدې حکومت او د دې خاورې پر سرتېرو وسلې را راواړوي.
حکومت چې اوس پيل کړی دی، نو مار دې لنډی نه پرېږدي.
بايد دغه لړۍ لا چټکه کړي. هغه کسان چې د نظام پر ضد پر وسله ګوتې وهي، يا خلکو ته برېت تاووي او سيمې يې د قانون له حاکميت څخه ايستلې دي، خو لا هم سرې سترګې ګرځي، بايد ژر ژر ونيول شوي او د قيصاري او نورو غوندې لاس تړلي کابل ته راوستل شي.
همدا دوی دي چې د نيول کېدو له وېرې يې له خاورې او نظام سره ښکاره خيانت ته لاس اچولی او سيمې په لوی لاس طالبانو ته خوشې کوي.
که حکومت دوه زړی شي، يا دغه لړۍ ودروي، يا يې قراره کړي، د شمال زياتې سيمې به يو په بل پسې سقوط او د ترهګرو لاس ته ولوېږي چې بيا به يې بېرته نيول په اسانه زموږ د وس خبره نه وي.
0 نظرونه