نوې شمالي ټلواله د جوړېدو په درشل کې
۱۸ سرطان ۱۳۹۷ 213953 0 نظر سرخط ورځپاڼه

نوې شمالي ټلواله د جوړېدو په درشل کې

 

 

په افغانستان کې د قومي لږکیو سیاسي ټېکه‌داران هڅې کوي چې د ولسمشر غني د بیا کاندېدو پر وړاندې د ۱۹۹۰مو کلونو د ټلوالې جوړولو تجربه رامخې ته کړي او له نوي سره پر داسې ټلوالې کار روان دی چې څو ګوښي شوي پښتانه، تاجک، هزاره، ازبک او د نورو قومونو څلوېښت کلن قومي ماموران تر نوي نوم لاندې راڅرګند او خپلې کورتۍ او واسکټونه پکې څنډ وهي.

د دغو ټلوالو په سر کې د جمعیت لارورکي سیاسي مشران په منډو دي چې تر نورو له مخه یې یو شمېر مخکښو پښتنو ته لاس ور اوږد کړی چې په سر کې یې استاد سیاف او حامد کرزی ګڼل کېږي. هڅې روانې دي چې د ښاغلي غني د حکومت په وروستي کال داسې سیاسي اپوزیسیون رامخې ته کړي چې په کور دننه او بهر د خټو پزه ولري.

د دغو سیاسي مانور کوونکو لومړۍ موخه د داسې ګامونو پورته کول دي چې د پخوا په څېر نه د بل په خټو کې ونښلي او نه یې د ماتېدو امکان وي، خو په افغانستان کې داسې تمه پخپله لېونتوب بلل کېږي.  

د شمالي ټلوالې د پخوانیو او اوسنیو مشرانو ډېره خواري پر پخواني ولسمشر وه، خو هغه ښاغلی واک ته د بیا رسېدو په شوق په داسې هڅو بوخت دی چې په اساسي قانون کې شته خنډ له خپلې مخې لرې او له قانوني لارې واک ته بیا رسېدل یې تضمین شي. اوس اوس د ښاغلي کرزي پر وړاندې د افغانستان د اساسي قانون دا ماده سور خط دی چې په افغانستان کې یو شخص تر دوو دورو زیات د ولسمشري دنده نه‌شي کولای.

د ټلوالې د غړيو دویم ګام افغانستان ته د تېرو۳۰ کلونو د سیاست د هر اړخ نیوونکي لوبغاړي جنرال دوستم را دننه کول دي. دوی د دې پلان د عملي کېدو په موخه پر ګڼو لارو فکر وکړ، خو اوس يې د قیصاري په کړکېچ کې له را پورته شویو خلکو ګټه پورته کول او د جنبش د مشر د بېرته راستنېدو غوښتنې ته زور ورکول دي. دغې موضوع ته تر ټولو ډېر هغه ډله لمن وهي چې خپله بقا په ملت نه، بلکې په دوستم پورې تړلې بولي او باوري ده چې د سیاست په ډګر کې د افغانستان ولس او نوي قشر ته له دوستم او ټلوالې لرلو پرته د ټینګې نه دی. سره له د ې چې د جمعیت اجراییه مشر ځان د خپل پروني سیال او نني دوست په دیدار په انقره کې موړ کړ، خو د راستنولو د پلان عملي کولو لار ترې ورکه برېښي. پخوانیو تجربو ته په کتو سره ډېر د ښاغلي دوستم بېرته را تلو ته شېبې شماري، خو ښکاري چې لوېدیځوالو B پلان رامخې ته کړی او د افغانستان پر یوه بله بټنه یې ګوته ایښې چې هغه د ولسمشر غني د سولې او جنګسالارانو ضد هڅو ته زور ورکول دي. داسې نه ښکاري چې د دوستم راتلو ارمان دې په لنډ وخت کې په دومره اسانه چې د هغه د ټلوالې ملګري یې فکر کوي، پوره شي.

د قیصاري د نیولو کیسې ته یو شمېر په لوی لاس قومي رنګ ورکوي او په ارزګان کې د نیول شوي بل زورواکي رحیم الله خان خبره نه یادوي چې د غني له خپل قومه دی، خو خپلو سرناخلاصو ته همدا خبره کوي چې پښتون ولسمشر په ازبک مشرانو پسې ور اخیستې او بې‌خبره ولس د بل د سیاسي لوبې په قربانۍ کې خپل سر ماتوي.

له دې ور ها خوا د نوې شمالي ټلوالې ښاغلي هڅې کوي چې د هزاره سیاستوالو پخوانۍ اصلي غاړه ورخپله او دوی د غزني په ټاکنیزه موضوع کې له ځانه سره ودروي.

ښاغلی محقق له نوې ټلوالې سره وار له مخه یو ځای شوی او هغه هم د خپل حسن په بازار کې د مشتریانو د موندلو لپاره پر ولسمشر د واک انحصارولو تور لګوي، خو د هغه ورځ دلته کږه ده چې په وروستیو پنځو کلونو کې یې په خپل ټبر کې ډګر خپل سیال خلیلي او سرور دانش ته بایللی دی او و یې نه‌شوای کړای چې خپلو ادعاوو ته سرپوښ برابر او ترې را چاپېر ولس ته د شخوند وهلو لپاره څه ورکړي.

په تېرو ۴ کلونو کې یې د عبدالله په دسترخوان هم داسې څه تر لاسه نه کړل چې ورسره ولاړو ته دې د بلې ګولې د تېرولو او د اوسنۍ د بویولو لپاره اشاره ورکړي.

تر دې ور ها خوا د پخوانۍ شمالي ټلوالې د مخکښو پام د خپل پخواني دوست پر زوی ظاهر قدیر ور ټول دی چې د افغانستان په ولسي جرګې کې یوه کړۍ لري چې ځینې پخوانۍ او اوسنۍ ګوښه شوې څېرې لکه حضرت علي، همایون، حمیدزی او ایوبي ته ورته کسان پکې ور ټول دي. د ټلوالې د مخکښانو به د دوی پر اوسني اجتماعي وزن سر نه وي خلاص، خو په خپل قوم کې یې له خپلې کورنۍ پرته نور څوک ور پاتې نه ښکاري. پر ټولنیزو رسنیو هره ورځ تر ټولو ډېر چټیات د دوی پر پوسټونو ورکول کېږي چې دا په افغانستان کې د دوی د سیاسي موقف ننداره ګڼلای شو.

د جوړېدونکې ټلوالې مهم غړي لکه عطا محمد نور او مسعود وروڼو په کندهار کې د واکمن امنیه قوماندان د تخنولو چاره هم پیل کړې، خو ښکاري چې هغه تر اوسه د ولسمشر غني له بړستنې پښې نه دي ایستلې او خپل خیر هلته نه ویني.

اوس نو د نوې شمالي ټلوالې د بېرته جوړېدنګ تر ټولو ډېر پام پر استاد سیاف ور ټول دی چې د خبرو چینل یې د لوېدیځ د مخکښ پخواني جهادي قوماندان اسماعیل خان په ګورت کې دی. د ښاغلي سیاف سیاسي موقف ته په کتو ویلای شو چې هغه به د افغانستان د ژغورنې د ټلوالې په سر کې ولاړ وي، خو دا نه‌شو ویلای چې دغه سپین‌روبی به وکولای شي د نوي سیاست دا جړه شوې غوټه خلاصه او ټلوالې ته نوی رنګ او خوند ورکړي که نه، خو یو څه چې په تجربو ثابت شوي هغه د داسې ټلوالو ژر شړېدل او د هغې عربې مقولې رښتیا کېدل دي چې وايي؛ «کل جدید لذیذ»، مانا هر نوی شی خوندور وي او د همدې خوند د تر لاسه کولو په لټه کې به هماغه پخواني ښاغلي د نویو ټلوالو جوړولو لړۍ ته زور ورکوي، ځکه چې نوې ټاکنې را روانې دي. 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې