د سولې د خبرو پر ځای دې، له پاکستانه د طالبانو شړل وغوښتل شي
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزات مرستیالې الیس ویلز د امريکا د متحده ايالاتو په بهرنيو چارو وزارت کې له خبريالانو سره د خبر پر مهال وويل، پاکستان بايد د افغانستان د سولې په برخه کې جدي ګامونه واخلي.
اليس ويلز چې تازه له پاکستان څخه امريکا ته ګرځېدلې، په واشنګټن کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې پاکستان بايد طالبان د سولې خبرو ته کښېنوي.
ويلز په دغه خبري ناسته کې د پاکستان په اړه د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو غوښتنو ته په اشاره چې له پاکستان څخه يې د ترهګري پر ضد د کوټلو ګامونو پورته کول غوښتي وو، وويل چې پاکستان په دغه برخه کې چندان فرمانبرداري نه وه کړې او همدا لامل و چې د روان لمريز کال په جنوري کې امريکا له پاکستان سره پوځي مرستې وځنډولې.
دا په داسې وخت کې دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ده چې د همدې روانې اوونۍ په پای کې په سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د اسلامي هېوادونو يوه دوه ورځنۍ غونډه هم جوړه شي.
د افغانستان د سولې شورا ځينو چارواکيو طالبانو ته هم وړانديز کړی و چې په دغه غونډه کې دې برخه واخلي او د نړۍ ديني عالمانو ته دې د خپلې روانې جګړې په اړه قناعت ورکړي.
د سولې شورا تمه لري چې پاکستان به طالبان مجبوره کړي چې په دغه غونډه کې برخه واخلي، خو له بهرامه ښادي حرامه ده او د سولې شورا دغه تمه بايد اوبو ته وويل شي.
په دې ورستيو کې پر پاکستان د امريکا فشار او د افغان حکومت له خوا نړۍ ته دا قناعت ورکول چې پاکستان په سيمه کې د ترهګري مور ده، ترهګر روزي، تمويلوي يې، درسته سيمه يې پرې ناامنه کړې او نړۍ ته يې جدي ګواښ جوړ کړی دی، د دې لامل شول چې پاکستان تر يوې اندازې غاړه نرمه کړه.
خو پاکستان به هيڅ کله، حتا په وروستيو شېبو کې چې بېخي يې له هر څه تمه ختلې وې، بيا هم حاضر نه شي چې له ترهګري لاس واخلي او د طالبانو او نورو قاتلانو ملګرتيا خوشې کړي.
موږ د پاکستان تېر ته په کتو، په دې باور يوو چې پاکستان د مجبوري په دغو بدو ورځو کې چې دغه هېواد ورڅخه تېرېږي، يوازې غواړي نړۍ وغولوي او تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړي.
پاکستان به له ډېرې مجبوري طالبانو ته د سولې د خبرو مشوره ورکړي، خو دا واک په ژوند هم نه ورکوي چې طالبان دې سوله وکړي.
د سولې تشې خبرې به روانې وي، ځينې طالبان به برخه پکې اخلي او پاکستان به د طالبانو په دغه کار له امريکا او نورې نړۍ څخه امتيازات ټولوي چې دا دی طالبان يې د سولې خبرو ته کښېنول، خو دغه خبرې به يوازې د اوبو پر مخ خطونه وي چې د ایايسای په فرمايش به د طالب مشرانو له خوا کښل شوي او د باد په يوه نرمه څپه هر څه له منځه تللي وي.
د اليس ويلز څرګندونو او د ولسمشر ټرمپ تېرو پاکستان ضد اقداماتو او پرېکړو ته په کتو، داسې ښکاري چې د امريکا حوصله پاکستان ته ختمه ده او نور ورسره په همدې دوهمخي کې پر يوه لاره تګ نهشي کولای، خو امريکا لا تر اوسه پاکستان هغسې نه پېژني، څنګه چې دی.
افغان حکومت بايد په دې ورځو کې له بېلابېلو لارو امريکا وپوهوي چې پاکستان دا ځل بيا د سولې د خبرو په نامه تش لستوڼی په لاس کې ورکوي او امريکا تږې تر اوبو تېرباسي.
حکومت بايد نړۍ او امريکا وهڅوي چې له پاکستانه د سولې خبرو ته د طالبانو د کښېنولو پر ځای، پر پاکستان امر وکړي چې طالب ترهګر او نور قاتلان دې له خپلې خاورې وشړي.
تر هغه وخته چې طالب او نور ترهګر په پاکستان کې خوندي ځالې ولري، که د سولې سل غونډې هم جوړې شي، د جګړې پر ضد زر فتواوې هم ورکول شي، طالب نه سوله کوي، نه له جګړې لاس اخلي.
خو که دغه ځالې ورانې شي، طالبان د پاکستان له ګورت څخه ووځي، افغانستان ته را وشړل شي، بيا طالب يوازې دوه انتخابه لري، يا به مري يا به سوله کوي.
هغه مهال که بيا نړۍ وغواړي که نه، که د جګړې پر ضد فتوا ورکول شي که نه، طالب به راځي او د سولې د خبرو پر ځای به، د سولې بيرغ پورته کوي.
0 نظرونه