د سعودي فتوا به جګړه تازه که سړه کړي؟
۱۷ سرطان ۱۳۹۷ 125045 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د سعودي فتوا به جګړه تازه که سړه کړي؟

 

په سعودي کې د اسلامي نړۍ مذهبي مخور په راغونډېدو دي چې د افغانستان د شخړې د مشروعیت او نه مشروعيت په هکله خپله فتوا صادره کړي. درې ورځې وروسته به ریاض د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې د یوه نوي پړاو په تړاو د اسلامي نړۍ د نظر کوربه وي چې تمه ده پر طالبانو د روانې جګړې د مذهب اړخ ور بند او افغان کړکېچ ته سیاسي رنګ ورکړي. کابل په نړیواله کچه د طالب جګړې د مشروعیت پیکه کولو ته زور ورکړی او له ریاضه تر جاکارتا او له تاشکنده تر دوحې یې هڅې ګړندۍ کړې چې افغانانو ته د دې خونړۍ جګړې اصلي اړخ روښانه کړي.

په تېرو ۱۷ کلونو کې سعودي څو ځلې وړې او لويې غونډې برابر کړې، خو ښکاري چې دا ځل یې په افغان شخړه کې د خپل رول پراخولو ته پلان برابر کړی. په داسې حال کې چې امریکا د ملا هبة‌الله او کابل د ملار سول له ډلې سره د خبرو پیل ته ځان برابروي، په سعودي کې د اسلامي نړۍ مذهبي مخور د افغان جګړې د څرنګوالي په اړه خپلې وړاندې کوونکې توري په یوه لیکه بیايي. دا د۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې د کورنۍ جګړې  له مهاله وروسته چې د ریاض په نوښت په مکه شریفه کې د مجاهدینو مشرانو په خپلو کې پر قران‌کریم لاسونه کېښودل لومړی ځل دی چې سعودي بیا پر افغان خاوره د ټیکاو راوستو په موخه منډې ترړې ګړندۍ کړې دي.

ښکاري چې نوم‌وتي سعودي مذهبي مشران به افغانانو او د سیمې او نړۍ مسلمانانو ته د افغان جګړې د زیانونو او غیرمشروعيت په اړه د اسلام لارښوونې وړاندې او د طالبانو جګړه به لکه چې د مسجدالحرام او مسجد النبوي خطیبانو له فساد سره تشبیه کړه، دوی هم ورټي. د افغان حکومت او د سولې شورا تمه دا ده چې د سعودي ناستې مذهبي اغېز به د افغانستان حکومت مخالفو جګړه‌مارو پر مورال اغېز وکړي او له کبله به یې د افغانستان د وینې بهېدنې سېلاب ورسره کرار شي.

همدا دوې اونۍ له مخه د نړۍ د مسلمانانو له تر ټولو سپېڅلو مرکزونو مکې او مدینې منورې د افغان جګړې پر ناروا بللو خطبه وویل شوه او له لسیزو وروسته افغانانو د مسلمانانو له زړه داسې ښکاره چیغه واورېده. سعودي په اسلامي نړۍ کې اغېزناک هېواد بلل کېږي او د ډېرو په باور له واشنګټن سره یې د افغانستان په تړاو ملګرتیا د جګړې لوری بدلولای او د افغان جهاد په څېر دا ځل د جګړې پر ځای له سولې سره مرسته کولای شي. د اسلامي نړۍ د احترام وړ عالم عبدالرحمان سدیس ته د افغانستان د روانې کړکېچ د حل نوی ماموریت ور تر غاړې کېدونکی دی او ان داسې هم ویل کېږي چې ممکن د ده په ګډون یو شمېر سعودي دیني عالمان له طالبانو سره د لیدلو وړاندیز رامخې ته کړي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اسامه بن لادن د کړکېچ په موضوع کې هم سعودي واکمنو د منځګړيتوب په موخه ان په کندهار کې د طالبانو د لومړني او پخواني مشر ملا محمد عمر سره ولیدل. هغه مهال یې ډېره ګټه و نه کړه، خو تمه کېږي چې دا ځل به سعودیان د افغانستان د لانجې د حل او نویو ماموریتونو ته د امریکا د ور خوشې کېدو په موخه له نویو لارو خپلو پټو او ښکاره هڅو ته زور ورکړي.

د سعودي ناستې ته له افغانستان څخه هم یو لوی پلاوی ور روان دی چې د سولې شورا غړي او دیني عالمان پکې شامل دي. له عربي نړۍ ور ها خوا له پاکستان، ترکیې، اندونیزیا او منځنۍ اسیا څخه هم دیني عالمان ریاض ته پر لاره دي چې خپل نظر د افغان جګړې په اړه روښانه او پر ښکېلو اړخونو د خبرو د پیل غږ وکړي.

ښکاري چې د ولسمشر غني حکومت توانېدلی، د سیمې او نړۍ په کچه هغه اجماع را منځ ته کړي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو پر مهال ژمنه کړې وه، خو د هغه لپاره اوسنۍ ننګونه د سولې د خبرو پیل دی چې تمه کېږي د طالبانو له یوې کړۍ سره ژر پیل شي. د دغو خبرو په تړاو په کابل کې خوشبیني ډېره ده او تمه کېږي چې د امریکا په رامخې ته کېدو سره به د طالبانو اصلي غاړه هم د سعودي او پاکستان په همکارۍ د کابل او واشنګټن له استازيو سره خبرو ته رامخې ته شي. طالبان فکر کوي چې له امریکایانو سره خبرې به دوی په یوه ځواک او مهم اړخ بدل کړي او له کبله به یې واک ته د دوی رسېدل نږدې او په کابل کې واکمن دولت عملاً څنډې ته شي، خو امریکایان وايي چې له طالبانو سره به د افغان حکومت په اډانه کې خبرو ته ور وړاندې کېږي او غواړي چې په افغانستان کې یې ۱۷کلنه پانګونه له لاسه بهر نه‌شي. د واشنګټن تمه دا ده چې د خپل تاریخ دغه اوږده جګړه یې د سعودي او ځینو نورو دوستانو په مټ پای ته ورسېږي او په سیمه کې خپلو نورو لوبو ته وزګار شي. تر ټولو نوې احتمالي لوبه یې پر ایران را څرخي چې له عرب شیخانو سره یې په ګډه ډیزاین کړې او غواړي چې د عملي کولو او بشپړولو لپاره یې له افغان کړکېچه د تل په مخه ځان ډاډه کړي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې