امریکا ولې د ایران له اټومي هوکړې ووته؟
۱۶ سرطان ۱۳۹۷ 161463 0 نظر نصرت الله حقپال

امریکا ولې د ایران له اټومي هوکړې ووته؟


ولسمشر ډونالد ټرمپ څه موده وړاندې (د غويي ۱۸مه ۱۳۹۷) هغه نړیواله هوکړه ماته کړه چې د نړۍ له (۵+۱) قدرتونو - امریکا، بریټانیا، فرانسې، جرمني، روسيې، چین او اروپایي ټولنې له استازيو د اووه کلونو هڅو او ناندریو په ترڅ کې له ایران سره تر لاسه کړې وه. برجام (JCPOA) هغه هوکړه وه چې په ۲۳/۴/۱۳۹۴ نېټه یادو قدرتونو له ایران سره لاسلیک او له مخې ایران خپل اټومي پروګرام بند او په بدل کې نړیوالو خپل بندیزونه له دې هېواده لرې کړل.

امریکا ولې له برجام څخه و وته؟

 ولسمشر ډونالد ټرمپ له تړون څخه د وتو په غونډه کې داسې وویل؛ "زه نن اعلان کوم چې امریکا له هستوي تړون څخه وځي." ده داسې استدلال کاوه چې "برجام یو وحشتناک  او جزيي تړون و چې هیڅکله باید را منځ ته شوی نه وای، دغه تړون ارامتیا له نه لرله، سوله یې را نه وړه او نه به یې راوړې وای." هغه همد اشان وویل؛ "زما په اند د دې هوکړې له ټکني او فاسد جوړښت سره هیڅکله ممکن نه وه چې ایران اټومي وسلو ته له رسېدو راګرځېدلی وای او له ایران سره هوکړه په خپل ذات کې باطله ده."

د دې تړون اروپایي غړيو ډېره هڅه وکړه چې ټرمپ تشویق کړي چې له دې تړون څخه و نه وځي، خو په دې هکله ټول غړي – فرانسه، جرمني او انګلستان یو پر بل پسې پاتې راغلل. دا چې ولې ټرمپ ټوله نړۍ ناراضه او دغه هوکړه یې څیرې کړه، دلایل یې په دې ډول دي؛

۱. د اروپایي هېوادونو ستره سوداګري، په دې کې هیڅ شک نه‌شته چې د ایران اټومي پروګرام اصلي مخالف او خنډ د امریکا متحده ایالات وو. د ایران د اټومي پروګرام پر ضد مخکښ او وروستی پرېکړه کوونکی هېواد امریکا وه او د دغه هېواد سیاسي، اقتصادي او نظامي فشارونه وو چې ایران یې دې ته اړ کړ چې د دې هوکړې لاسلیکېدو ته حاضر شي، خو کله چې ایران له (۵+۱) هېوادونو سره هوکړې ته ورسېد، د امریکا متحده ایالاتو تمه دا وه چې امریکايي شرکتونه به له ایران سره سترې سوداګریزې راکړې ورکړې لاسلیک او په دغه هېواد کې به ستره پانګونه وکړي.

د تمې خلاف اروپایي شرکتونه مخ ته شول او په ایران کې سترې پانګونې وکړې او له دې لارې يې ميلیونونه ډالر ګټه تر لاسه کړه. اروپایي هېوادونو په تېر ۲۰۱۷ز کال کې، د ۱۲،۹ ملیارډه ډالرو په ارزښت ایران ته صادارت او په همدې وخت کې د ۱۲،۲ ملیارډه ډالرو په ارزښت واردات لرل چې عمدتاً وارداتي توکي تېل او نفتي مواد په بر کې نیسي.

ولسمشر ټرمپ یو سوداګر سړی دی، کله چې ټرمپ د یو سوداګر په توګه وکتل چې ایران امریکا معاملې ته اړ کړ، خو ګټه اروپایانو یووړه؛ نو په دې فکر کې شو چې څنګه په ایران او د تړون پر نورو غړيو فشار راوړي چې د تړون په موادو کې بدلون راولي، داسې چې د اروپایي هېوادونو په ځای، امریکا ډېره اقتصادي ګټه تر لاسه کړې، خو له ډېرو هڅو او ګواښونو سره سره يې دغه پلان بریالی نه‌شو؛ نو بالاخره یې د وتو اعلان وکړ.

۲. د اروپايي هېوادونو مشرانو ډېره هڅه وکړه چې د ټرمپ د دغه پلان مخه ډب کړي، خو کله چې ټرمپ د غوايي پر ۱۸مه اعلان وکړ چې امریکا له دې ټرونه وځي، دغو هېوادونو سخت ټکان وخوړل او دا یې له خواشینۍ ډک عمل وباله. له دې سره جوخت، اروپایي هېوادونه په دې هڅه کې دي چې څنګه اروپایي لوی سوداګریز شرکتونه د امریکا له بندیزونو څخه خوندي کړي او له ایران سره یې لويې سوداګرۍ ته ادامه ورکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان له یوې فرانسوي خبري رسنۍ سره په خبرو کې چې د اروپايي شرکتونو د ګټو خونديتوب ته یې اشاره کوله، وویل؛" اروپایي هېوادونه باید د خپلو سوداګریزو شرکتونو د ګټو د ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیسي او په دې اړه له امریکا سره جدي مذاکرات وکړي."

د غوايي پر ۲۰مه اروپایي مشران به بروکسل کې راټول شول چې داسې نوي قوانین او مقررات را منځ ته کړي چې په لړ کې يې هغه اروپایي شرکتونه چې له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري، د امریکا له بندیزونو او فشارونو خوندي کړي. اروپایي هېوادونه د دې ډول تقنیني عمل پخوانۍ تجربه لري، کله چې په ۱۹۹۶ز کې چې امریکا پر کیوبا، لیبیا او ایران بندیزونه ولګول، خو اروپایي هېوادونو د یو تقنیني ګام په لړ کې ټول هغه اروپايي شرکتونه د دې بندیزونو له اغېزه خوندي کړل چې له دغو هېوادونو سره يې سوداګریزه معامله لرله؛ نو د دې ډېر احتمال شته چې یو ځل بیا د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه ورته ګامونه پورته کړي.

۳. له ټاکل شوي حده تېرېدل، امریکا منځنی ختیځ په داسې ډول اداره کوي چې هر سیمه‌یز لوبغاړی باید له ټاکل شوې کرښې تېر نه‌شي او په روانه لوبه کې ټاکل شوې کرښې ته جدي پاملرنه وکړي.

د منځني ختیځ مهم لوبغاړي، سعودي عربستان، اسرایل، ایران او ترکیه په داسې ډول باید مخ ته ولاړ شي چې هیڅکله د بل د نابودي سبب نه‌شي. امریکا خپلې ګټې او منځنی ختیځ د دغو هېوادونو په مستقیمه او غیرمستقیمه همکاري سره اداره کوي. ایران له هستوي هوکړې وروسته او له هغې ړومبی په سیمه کې داسې  مخ ته ولاړ چې په سیمه کې تر هغې ډېر اغېزمن او د نفوذ کچه یې لوړه شوه چې امریکا ورته ټاکلې وه؛ نو په دې موخه چې ایران بېرته خپل اصلي ځایګي ته را وګرځي، اړتیا ده چې یو شمېر سیاسي، اقتصادي او نظامي فشارونه پرې راوړل شي. اوس د سعودي عرب او تر یو بریده د اسرایلو وخت را رسېدلی چې وده وکړي؛ نو له هستوي تړون څخه د امریکا وتل په دویمه درجه کې، په همدې موخه تر سره شو.

له برجام څخه د وتلو عواقب

۱. په امریکا بې‌باوري

برجام او هره نړیواله هوکړه چې کله د هېوادونو تر منځ د رسمي تشریفاتو او اجراتو په لړ کې را منځ ته کېږي، له اجرایوي ضمانته برخمنه او ټول لوري یې په مراعتولو مکلف وي. برجام هم له ټولو حقوقي او قانوني شرایطو او تشریفاتو برخمنه هوکړه وه چې ټولو لورو باید رعایت کړې وای، که کوم لوري تخطي کوله، بیا د امنیت شورا او خاص میکانیزمونه ورته پیشبیني شوي وو چې څه ډول هغو تخطیو ته رسېدنه وشي. امریکا په یو اړخیز ډول دغه هوکړه ماته او هیڅ ډول نړیوال قوانین او ډیپلوماتیک دود یې په نظر کې و نه نیوه چې دا په راتلونکې کې په نړیوالو او بین المللي تړونونو کې د امریکا اعتبار او حیثیت ته سخت زیان رسولای شي، ځکه چې هیڅ هیواد/سازمان دغه باور نه‌شي کولای چې ګنې امریکا به خپلو ژمنو ته متعهده پاتې شي او تړون به نقض او یا هم فسخ نه کړي.
۲. د ټولې نړۍ هېرول

امریکايي دولت د برجام هوکړې په ماتولو سره ټولې نړۍ ته شا کړه او له دغه تړون څخه ووته. په نړیواله کچه له اسرایلو، په منځني ختیځ کې د امریکا له لاس‌پوڅو «سعودي، امارات، بحرین» پرته، په یوه خوله د امریکا دغه عمل وغانده او هغه یې د منځني ختیځ سولې او ثبات ته ستر ګواښ وګاڼه. په دې کار سره به له یوې خوا امریکا د ګوښې کېدو خوا ته ولاړه شي او له بل لوري به خپل متحدین او ملګري له لاسه ورکړي.

که څه هم چې اوسنۍ امریکا په هغه حالت کې نه ده چې څه غواړي هغه په خپل سر وکړي، خو په نسبي ډول ځینې کړنې اوس هم په یکه تاز ډول کوي او د خپلو ملګرو او سیالانو پروا نه ساتي، خو په اوږدمهاله توګه امریکا د خپلو ملګرو په وړاندې بې‌باوره کولای شي. له دې سره سره، له دغه واقعیت څخه څوک سترګې نه‌شي پټولای چې امریکا د ۱۹۹۰ – ۲۰۰۵ کال له خپل‌سریو او یکه‌تازیو څخه لوېدلې ده.

ایران

د برجام تر ټولو ستر زیانمن هېواد ایران دی. د برجام تړون ایران ته سترې اقتصادي او سوداګریزې ګټې لرلې او د دغه هېواد اصلاح غوښتونکو واکمنو دغه هوکړه ځان ته د یوې سترې لاس ته راوړنې په توګه ګڼله.

که څه هم چې ایران د برجام په مساله کې تاریخي تېروتنه وکړه او دغه هېواد  ته په کار وه چې دغه تړون یې اصلاً لاسلیک کړی نه وای. که ایران د یو سیمه‌یز قدرت په توګه خپل اټومي پروګرام ته ادامه ورکړې وای او بالاخره د اټومي وسله لرونکو هېوادونو په کتار کې درېدلی وای، بیا به دغه هېواد د یو رښتني او انکار نه کېدونکي ځواک په توګه پېژندل شوی وای.

ایران دوه تاوانه وکړل، یو دا چې خپل هیبت او حیثیت يې په کور دننه او بهر له لاسه ورکړ او بل دا چې له خپل اټومي پروګرامه لاس په سر او کلونه وروسته پاتې شو. که د ایران دولت دغه هوکړه نه وای لاسلیک کړې او د غربي قدرتونو فشارونو ته یې اوږه ورکړې وای، ډېر ژر وه چې اټومي وسلو ته يې لاسرسی پيدا کړی وای او هغه وخت به نه امریکا او نه کوم بل هېواد په دومره بې‌غوري او سپکاوي  ورسره چلند کاوه. امریکا او د نړۍ (۵+۱) قدرتونه هیڅکله نه غواړي چې په اسلامي خاورو کې شته هېوادونه دې د اټومي وسلو څښتنان شي او په دې برخه کې ټول سره یوه خوله دي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې