د مچ نکل؛ د سولې خيالي شوروا او د سولې عالي شورا
۱۶ سرطان ۱۳۹۷ 135029 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د مچ نکل؛ د سولې خيالي شوروا او د سولې عالي شورا

 

زاړه څاروي چې سترګې پټې کړي، زرغونه شفتله په خوب ويني، خو د سولې شورا کلونه وشول چې د سولې خيالي شوروا په رڼو سترګو په خوبو کې ویني او د تمې پياز ورته په ګنډه وهلی ګرځوي.

پياز تريخ بوټی دی، هم يې بد بوی ځي، هم له سترګو اوښکې بهوي، خو دا کار يې ښه دی چې په هاضمه کې ګټور کار پر مخ بيايي.

د سولې شورا د شومې تمې تر ګنډه ختلی پياز که څه هم له کلونو راهيسې په مسلسله توګه د ولس اوښکې بهوي، د فساد په بڼه يې دغه شورا داسې حال ته رسولې چې اوس يې نو ډوډزې افغانستان خو څه، ګاونډي هېوادونو لا په بدبويي لړلي دي، خو دا ګټه يې کړې چې د شورا د ځينې مشرانو له خوا د میليونو فساد هضم ته يې زمينه برابره کړې ده.

ولس د ژرندې د دوو چټلو پلونو تر منځ لکه غنم دل شوی دی، يوه خوا طالب دی چې د سولې نوم هم په توپک ولي او بله خوا د سولې شورا ده چې نه د جنګ مردارهډی څاروی مري او نه د دوی تمه ځنې خېژي.

د سولې شورا په دې باور ده او پوهېږي چې که دغه نن جګړه ختمه شي، دوی به له لوږې مړه شي.

که نن په هېواد کې سوله راشي، ښکېلې غاړې يو بل ته غاړه او سينې ورکړي، جوړه وکړي او وسلې پر ځمکه کېږدي، بيا به نه دا مرمۍ ضد موټر پر دې سړکونو وارخطا او لېوني ګرځي، نه به د سولې په نامه خيرات او د پردو وطنو د سر صدقې افغانستان ته را روانې وي، نه به د سولې شورا په دهلېزونو کې غرمه د روميانو او شورواوو بوی پورته کېږي، نه به حلوا وي، نه به د ملا خېټه غوړه وي.

د ميليونونو ډالرو را روان خوړ به د سپېرو کاڼو په وچ ډاګ اوښتی وي او په فساد روږدي لوی خېټي به له لوږې مړه وي.

بل پلوه که همدا جګړې ودرېږي، د توپکو شپېلۍ سړې شي او د جګړې لمبې قرارې شي، طالب به بېرته د حجرې ساړه ټوک او انزوا ته روان وي. په مياشت کې به چېرته يو ځل د خيرات او ختم په مېلمستيا کې د ګډون چانس په لاس ورځي، په اوونۍ کې به چېرته په کوم جومات کې تال او سندرې ور پياده کېږي او په کال کې به چېرته يو ځل په کومه نکاح کې د طالب او ملا خبره، وروستۍ پرېکړه وي.

طالب اوس پخوانی د حجرې طالب نه دی پاتې چې د کتاب حاشيې به ورته د ګلبشرې خالونه ښکارېدل او مازديګر به يې د وظيفه راوړئ، خير يوسئ غږونو د کلاوو په برجونو کې ازانګې کولې.

طالب اوس د هيرويينو، چرسو او نورو مخدره موادو په قاچاق اوښتی دی، ملا اوس د خپلو مقتديانو په قتلولو روږدی شوی دی، طالب بديدار دی، د پرديو د مزدوري او مجبوري پړی يې په غاړه دی، ګوتې يې د وطن د دښمنو استخباراتي شبکو تر ساتول لاندې دي، طالب اوس سل او زر مجبورۍ لري او په دې ټولو ستړياوو، در په دريو، محروميت او مجبوریت سربېره يې هم د حجرې په کونج کې د خاکي تېلو د څراغ رڼا ته، د مشکواة مطالعې ته ډډه نه لګېږي.

همدا دوې ډلې دي چې څه د مجبوري، څه د ناپوهي، څه د ده د شومې تمې او څه د احتمالي ذلت د ژوند له وېرې د جګړې دوام غواړي.

دوی دواړه د مرګ استازي دي. د دوی دواړو انتخاب مرګ دی. يا به د ځان مرګ انتخابوي، يا د ولس او له بده مرغه تر اوسه دواړو د ولس د مرګ په انتخاب ګوته ايښې ده.

د سولې شورا درګرده په دې لګيا ده چې څنګه دغه سوله په شرمو وشرموي، د خلکو تر پام يې ور بده کړي، اوبه لا پسې خړې کړي، ادرسونه ګونګ او ورک کړي، پر سوله د خلکو باور او له ژوند سره د خلکو مينه، په کرکه او جګړه بدل کړي.

د سولې شورا په مشري کې د داسې څېرو شتون چې يا يې لاسونه، پښې او غاښونه په وينو سره دي، يا تر داسې درجې فاسدان دي چې په ګوګل کې د فاسد نوم وليکې، د دوی عسکونه را اړوي. د خونړيو طالبانو په نوم د داسې ماشومانو راوستل چې توپکونه تر دوی اوږده وي، د نمايشي غونډو جوړول او نور پر دغه سپېڅلې پروسه وچې کلکې او بې‌خونده ملنډې وهل دي.

بل پلو طالب هڅه کوي چې څومره هم کولای شي د سولې هره وړه هڅه وغندي، ثابته کړي چې له وژلو ورهاخوا بل انتخاب نه لري، نه يې پېژني او د جګړې پر دوام ټينګار کوي.

دا اوس تازه له يوې خوا د سولې شورا پياز په ګنډه وهلی، ګونګې، مبهمې او نيمې خبرې کوې، "ژر به ولس د سولې په برخه کې د يوه ښه زېري شاهد وي." بل پلو طالب د تېر په څېر په هغومره شدت مخالفت ښيي. "د اشغال غوندې په مهمه او کاملا بهرنۍ مسله باندې له بې اختیاره جهتونه سره خبرې بې ګټې دي. هېوادوال دې په دې اړه د کابل ادارې له خوا د بې وسۍ او وارخطايي څخه ډکو راپورونو خپرولو ته هيڅ اعتنا نه کوي."

نور نو د دې بې‌خونده او تکراري ډرامې له ليدو ولس تر پزې پورې خسته شوی دی. حکومت که رښتيا سولې ته ژمن دی اول دې د سولې شورا ونړوي، داسې کسان بايد د سولې لپاره درېيمګړي شي چې په جګړه کې يې ګټه نه وي.

که حالت همداسې دوام کوي، کلونه وروسته به هم زاړه څاروي، په فساد پړسېدلې خېټې، بې‌حاله پراته وي او زرغونه شفتله به په خوب ويني او د ولس تر مرۍ به همداسې وينې څاڅي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې