کږې خولې نور په سوک سمېږي
۱۶ سرطان ۱۳۹۷ 106341 0 نظر سرخط ورځپاڼه

کږې خولې نور په سوک سمېږي

 

د افغانستان په پارلمان کې یو شمېر وکیلان او د افغانستان ژغورنې په نوم ټلواله، ولسمشر او نظام ته د اخطار ورکوونکي او توهین کوونکي باغي جنګسالار نظام الدین قیصاري نیول هم د مصلحت خلاف بولي او ګواښ کوي چې په دې سره به د دوی په خندېدونکو ټکيو شمال ناامنه شي. دغه باغي په یوه رسمي ناسته کې ولسمشر ته سپکاوی کوي او ټول ناست نظامي چارواکي په مرګ ګواښي، خو د افغانستان ژغورنې د ټلوالې مشران لکه عطا نوراو دوستم د دغه زور خوښي او خپل‌سري قومندان نیونه امنیت ته ګواښ ګڼي او د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.

اوس نو روښانه ده چې د افغانستان ژغورنې ډله د داسې کسانو د ژغورنې لپاره جوړه شوې چې پر خپله مېرمن او اوښي یې رحم نه دی کړی او د خپلې کورنۍ د غړيو په ګډون د ګڼو بې‌ګناه انسانانو د وژنې تور پرې پورې دی او توپک یې د خپل ګوند د ناروا ګټو د خوندي کولو په موخه چلولی.

افغان دولت په وروستیو څو ورځو کې درې ستر زورواکي د قانون منګولو ته سپارلي چې په قیصاري سربېره په بدخشان کې د کانونو یو لوی قاچاق کونکی نادرشاه چې ویل کېږي په سیمه کې یې د توپک په زور د قیمتي ډبرو غیر قانوني کاروبار کاوه، نیولی او پلازمېنې ته یې لېږدولی دی. دا ډول د افغانستان په سویل اروزګان کې د رحیم الله په نوم یو زورواکی هم افغان سرتېرو نیولی او کابل ته یې استولی چې یو مهال د هغه ولایت د امنیت امر او اوس مشهور غیرمسوول توپکمار و. دا درې واړه په خپلو سیمو کې داسې کسان وو چې په ډېرو غیرقانوني کړنو تورن دي او هر یو یې ډېرو ته د سیمې فرعون بلل کېده.

په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې ملت د زورواکانو د ماتولو تمه درلوده چې د طالبانو له ماتې وروسته د امریکا د بي۵۲ په زور پر ملت واکمن  او د دې ځپل شوي ملت وینې یې داسې وزبېښلې چې تصور یې نه‌شوای کېدای. د امریکا او افغان حکومت له برکته په وروستیو کلونو کې دغه خپل‌سري زورواکان دومره چاغ شول چې د افغانستان ملت یې تر خېټې لاندې د ژوند ساه نه‌شوای کښلای.

دا په زور د کورنیو کاغذي پړانګانو د ماتولو د پیل شوې لړۍ د پیل په توګه د یادولو وړ ستر ګام دی چې ولسمشر غني پرې بسم الله کړې ده. د افغانستان ولس له کلونو کلونو راهیسې د داسې ورځې په هیله و چې د ځینو سست طبيعته افغان چارواکيو له خوا پرې د دغو نازل شويو توپک‌سالارانو مټې ور وتړي اولږ تر لږه څو ورځې یې د تورو تمبو شا ته واچوي.

ولسمشر غني په سېلاب قول اردو کې په خورا صریحه ژبه هغو ټولو کاغذي زمریانو «غیرمسوول وسله‌وال» ته اخطار ورکړ چې که یې سرونه ناسم وښورول زندان ته به یې واچوي. دا په تېرو ۱۷کلونو کې لومړی ځل دی چې د ملت له غوښتنې سره سم د ښکرورو د ښکرونو د ماتولو دولتي خوځښت پیل شوی دی. هغه وویل دا لړۍ به په ټول زور سره په افغانستان کې روانه وي او افغانان به د تل په مخه د دغو شرخوښو له شره خلاصوي.

په کور دننه د حکومت د دغه پلان تود هرکلی شوی او د ولس هیله دا ده چې له ورته نیول شویو کسانو سره دې حساب کتاب او د دوی په مټ د کړول شوي ولس پوښتنه دې ترې وشي. پر ټولنیزو رسنیو ولسمشر غني ته د ډاډ پیغامونه ورکول کېږي او یادونه کېږي چې ملت یې د دغه ډول هڅو تر شا ولاړ دی.

ښکاري چې ولسمشر د سولې د ریښو او د نظام د ستنو د ټینګېدو په موخه په کور دننه د اصلاحاتو په خوا کې د قدرت د جزیرو د نړولو او د زورواکانو د ځپنې او د خپل‌سریو د مخنیوي عملي سیاست پیل کړی دی. په تېرو ۱۷کلونو کې دغو پړسېدلو غیرمسوولو وسله‌والو په ډېرو مواردو کې دولت ننګولی او د پراخو غیرقانوني کړنو، ولس ځورونې، غصب، قتل، چور، اختطاف او ګڼو نورو فجایعو په کولو یې ځانونه واجب الاحترام ګرځولي وو او د ملت پر اوږو سپاره وو.

ښاغلي غني وکولای شوای چې په پیل کې د خپل قلم په مټ یو شمېر زورواکي چې د حکومت او پارلمان له دننه خړوبېدل او د پخواني حکومت او بهرنیانو د پروژو او ډالرو له برکته ښه پړسېدلي او شتمن شوي وو، څنډې ته کړي.

د تدارکاتو د کمېسیون او دولتي اصلاحاتو له لارې یې یو شمېر نور پر داسې لاعلاجه ناروغۍ اخته کړي چې د خپلو شتمنیو د خوندي کېدو له اندېښنې یې خوب تښتېدلی. هغوی چې ځان یې د افغانستان بلاقید و شرطه وارثان بلل اوس ترې لار ورکه ده او کله د قوم، کله د ګوند او کله د سمت په نوم نغارې ډنګوي خو د خریدار درک یې ترې ورک دی.

دا ځل یې ټوپکمارو شخوند وهونکيو ته ګوتې ور تېرې کړې چې تر خپل توپکه یې پورته خبره اورېده. د دوی غږ دومره اوچت شوی و چې د چپ کولو جرات کوونکی یې په میدان نه لیده، خو ښکاري چې د زورورو اوبه نورې مخ کښته هم مزل نه‌شي کړای او د بربادۍ توپان یې را الوتی او لرې نه ده چې په حکومت سربېره یې کړېدلي افغانان هم ګرېوان ته لاس ور تېر او خپل حق یې له خېټې را بهر کړي. که حکومت قیصاري ته ورته یو شمېر نور ښکرور هم را ایسار کړل، هغه متل رښتیا کېږي چې چېرته ډب وي، هلته ادب وي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې