اروپايي ټولنې پر روسیې لګول شوي بندیزونه تمدید کړل
اروپايي ټولنې پر روسيې خپل لګول شوي اقتصادي بنديزونه رسما د ٢٠١٩ کال د جنوري تر ٣١ تمديد کړل.
پر مسکو هغه بنديزونه په اصل کې په ٢٠١٤کال کې له خپلې خاورې سره د کريميا د الحاق او د اوکراين په ختیز کې د بېلتون غوښتونکيو د ملاتړ له کبله لګول شوي وو.
د دې بنديزونو د تمديد موده وړمه ورځ پاى ته رسېدله، خو د اروپايي ټولنې رهبرانو په بروکسل کې د يوې سرمشريزې پر مهال په يوه خوله د دې بنديزونو له غځولو سره موافقه کړې وه.
0 نظرونه