د سوریې یاغیان له روسیې سره خبرې کوي
د سوريې د جنوب لوېدیز په محاصره شويو سيمو کې ياغيان وايي، له دې سیمو د احتمالي وتو پر سر بيا له روسيې سره مذاکرو ته کښېني.
ياغيانو دا خبره د روسيې او سوريې د ځواکونو له خوا تر سخت بمي کمپاين وروسته وکړه.
دې وسلهوالو دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې د روسيې په منځګړيتوب د مذاکرو لنډمهالى ځنډ د دې سبب شو چې د روسيې او سوريې ځواکونه د ياغيانو پر مورچلونو هوايي او راکټي بریدونه وکړي.
0 نظرونه