نواز شریف په لس کاله بند محکوم شو
د پاکستان احتسابي محکمې د دې هېواد نااهله پخوانی لومړی وزیر نواز شریف پر لس کلن بند محکوم کړی دی.
د محکمې د پرېکړې له مخې، د نواز شریف لور مریم نواز هم په اووه کاله بند محکومه شوې او تر خوا یې د هغه زوم صفدر هم په یوه کال بند محکوم شوی دی.
دې محکمې د دې ترڅنګ پر نوازشریف د ۸ میلیونو او د هغه پر لور ۲ میلیونه پاونډو جریمه هم لګولې او په لندن کې یې د نواز شریف د کورنۍ د اپارتمانونو د ضبطولو امر هم کړی دی.
پر نواز شریف او د هغه پر اولادونو تور دی چې له هېواده بهر جایدادونه او شتمنۍ لري او په کومه لار چې یې دا شتمنۍ ترلاسه کړې، د هغه په ښوولو کې پاتې راغلي دي.
نواز شریف بیا محکمه بېانصافه بللې.
0 نظرونه